د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۰

وزیري: د طالبانو مالي،بشري او تجهیزاتي سرچينې کمزوري شوي


د غوڅ ملاتړ ماموریت له اعلان وروسته د افغانستان دفاع وزارت هم تاییدوي چې د طالبانو مالي سرچینې کمزوري شوي او دغه ډله نه شي کولای راتلونکی کال د سږنې هغې په څېر جګړو ته دوام ورکړي.

د دفاع وزارت ویاند وايي، طالبانو ته په روان کال کې د جګړې په میدان کې ګڼه مرګ ژوبله اوښتې او همدا راز د تجهیزاتو یوه لویه برخه او بشري منابع یې له لاسه ورکړي دي.

دولت وزیري نن یکشنبې ازادي راډيو ته وویل چې د طالبانو مالي سرچینې کمزورې شوي او په همدې دلیل دغه ډله راتلونکې کال د سږني هغه په څیر د جګړې توان نه لري.

وزیري: طالبان راتلونکی کال د جګړې توان نه لري.
وزیري: طالبان راتلونکی کال د جګړې توان نه لري.

نوموړي زیاته کړه:

"طالبانو د جګړې په میدان کې ګڼ تلفات لیدلي او اوس په ښه وضعیت کې نه دي، دوی نه شي کولای په هغه شکل چې په دوه زره شپاړسم کال کې یې جګړه پرمخ یوړه راتلونکې کال یې مخ ته یوسي، زموږ وضعیت د دوی په نسبت څو چنده ښه شوی او د هغوی روحیه او اقتصاد کمزوری شوی او ډېر ځواکونه او وسلې یې هم له لاسه ورکړي دي."

دولت وزیري له هغې وروسته دا څرګندونې کوي چې څو ورځې وړاندې د غوڅ ملاتړ ماموریت ویلي وو چې طالبان له مالي ستونزو سره مخ دي او دغه ډله پاشل شوې او له یوې واحدې رهبرۍ پیروي نه کوي.

د افغانستان د مشرانو جرګې یو شمېر غړي وايي چې د افغانستان ملاتړ کوونکي هېوادونه باید په افغانستان او له هېواد بهر د طالبانو د مالي سرچینو د وچولو په برخه کې اقدامات وکړي.

د مشرانو جرګې غړی محمد فیصل سمیع وايي، که د طالبانو مالي سرچینې وچي شي دغه ډله به ژر وپاشل شي.

سمیع: که د طالبانو مالي سرچېنې وچې شي دغه ډله به ډېر ژر وپاشل شي.
سمیع: که د طالبانو مالي سرچېنې وچې شي دغه ډله به ډېر ژر وپاشل شي.

نوموړي زیاته کړه:

"ښه به وي چې په افغانستان کې د روانې جګړې ترڅنګ د طالبانو د مالي سرچینو او بشري منابعو د وچولو په برخه کې بهر کې هم دې موضوع ته توجه وشي، لکه څنګه چې لیدل کېږي چې په تېرو څوارلس پنځلو کلونو کې دې موضوع ته هیڅ پام نه ده شوې."

په ورته وخت کې یو شمېر پوځي کارپوهان هم ورته نظر لري او وايي چې د طالبانو د مالي سرچینو کمزورتیا به دغه ډله لا نوره منزوي کړي.

پوځي کارپوه عتیق الله امرخېل وړایندوینه کوي چې که د طالبانو وضعیت همداسې دوام وکړي ښايي د دوه زره اتلسم کال ترپایه دغه ډله لمنځه ولاړه شي.

امرخېل: که همداسې دوام وکړي د دوی مالي مرکزونه وچ شي.
امرخېل: که همداسې دوام وکړي د دوی مالي مرکزونه وچ شي.

هغه زیاته کړه:

"زه فکر کوم که همداسې دوام وکړي او د دوی مالي مرکزونه وچ شي نو فکر کوم چې د دوه زره اتلسم کال تر پایه به د طالب پروسه ختمه شي."

عتیق الله امرخېل وايي، د طالبانو په نامه پروژه د ختمېدو په حال کې ده او له هغه سرچینو چې طالبان تمویل کېدل ښايي له دې وروسته د داعش په څېر نوې تروریستې ډلې تمویل شي.

د نوموړي په باور د وسله والو ډلو د ځپلو او کمزوري کولو یوه مؤثره لاره د دغه ډلو د مالي سرچینو وچول دي.

XS
SM
MD
LG