د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۲۸

د حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د ګډ اجرائیوي کمېسیون مسؤلیتونه

په کابل کې د حزب اسلامي استازی امین کریم وايي، د حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې توافق د عملي کېدو لپاره مشترک اجرائیوي کمېسیون به په راتلونکو دوه درې ورځو کې کار پیل کړي.

د نوموړي په وینا حزب اسلامي د دې کمېسیون لپاره خپل درې غړي ټاکلي او دولت به هم په یوه دوه ورځو کې دې کمېسیون ته درې دایمي استازي معرفي کړي.

امین کریم وايي، د دوی او حکومت ګډ اجرائیوي کمېسیون د سولې د لاسلیک شوي موافقې د یو شمېر مادو د عملي کولو لپاره شریک کار کوي او د دې کمېسیون د کار لپاره یې د یوې کړنلارې ابتدايي مسوده هم برابره کړې ده.

د حزب اسلامي د بندیانو خوشې کول، پر دې ډلې د نړیوالو بندیزونو د لیرې کولو لپاره کار او لږ تر لږه د شل زرو په شا او خوا کې د کډوالو د راستنېدو لپاره شرایط برابرول د افغان حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د ګډ اجرائیوي کمېسیون د کار مهمې برخې دي.

د ښاغلي کریم په وینا په دې اړه په ابتدايي پریکړې کې ویل شوي چې له هر لوري څخه به درې کسان ددې کمېسیون دایمي غړي اوسي.

همدارنګه د نوموړي په وینا دا شریک اجرائیوي کمېسیون به د موضوع تخصص ته په پام نورې فرعي کمېټې جوړوي.

د بېلګې په توګه ښاغلي کریم د بندیانو د خوشې کولو لپاره د یوې عدلي کمېټې یادونه وکړه چې په کې به دولتي قاضیان او د اسلامي حزب استازي شامل وي.

د نوموړي په وینا دا کمېټه به هغه لیست چې حزب اسلامي دولت ته سپارلی وڅېړي او د دوو میاشتو څخه په کمه موده کې به د حزب اسلامي ټول سیاسي او نظامي بندیان خوشې کړي.

د حزب اسلامي استازي د دې اجرائیوي کمېسیون د څو نورو کمېټو په اړه زیاته کړه:

امین کریم
امین کریم

"په همدې ترتیب، د بندیزونو د لیرې کولو لپاره یوه کمېټه جوړېږي چې په کې به د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت، حزب اسلامي او د ملي امنیت د شورا استازي غړیتوب ولري، دوی به د بندیزو د لیرې کولو موضوع تعقیبوي، همدارنګه به یوه کمېټه په سمدستي توګه د افغانستان بېلابېلو سیمو ته د شل زرو کډوالو د راستنولو لپاره د یو یا دوو کلونو په موده کې سرپناه او نور شرایط برابروي."

که څه هم تر دې مخکې د سولې د شورا مرستیال مولوي عبدالخبیر اوچقون ویلي و چې دا ګډ اجرائیوي کمېسیون به په د شنبې په ورځ کار پیل کړي، خو د حزب اسلامي استازي د جمعې په مازیګر ازادي راډیو ته وویل چې د بروکسل کنفرانس ته د حکومت چمتووالی ددې سبب شو چې د دې مشترک کمېسیون د کار پیل یوه یا دوه ورځې نور هم وځنډېږي.​

د حزب اسلامي له پلوه په دې اجرائیه کمېسیون کې امین کریم، غیرت بهیر او یو بل تن چې ښاغلي کریم یې نوم یاد نه کړ استازیتوب کوي.

نوموړي وویل چې د افغان حکومت له پلوه به ښايي خپله د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر او یا یې مرستیال او دوه نور کسان ددې ګډ کمېسیون د دایمي غړو په توګه معرفي شي.

د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار او افغان ولسمشر اشرف غني تر منځ د سولې موافقه د پنجشنبې په ورځ لاسلیک شوه.

د سولې د لاسلیک شوې موافقې له مخې به حزب اسلامي له وسله وال مخالفت لاس اخلي او په بدل کې یې حکومت یو شمېر غوښتنې منلي دي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG