د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۰

نيويارک ټایمز: افغانستان کې د سولې بشپړه لومړې هڅه


يو شمېر لويديځ ورځپاڼو او خپرونو په خپلو وروستیو ګڼو کې د افغانستان د سولې د تړون په اړه ليکلي چې د افغان ولسمشر او د اسلامي حزب د مشرانو تر منځ لاسليک شو.

نيويارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی چې د طالبانو له سقوط وروسته دا په افغانستان کې د سولې لومړې هڅه ده چې تر بشپړتيا ته ورسېده.

د ورځپاڼې په وينا، نړيوالو د دې تړون ملاتړ ځکه کړی دی چې له طالبانو سره به په راتلونکي کې د سولې لارې پرانېزي.

ورځپاڼه د تړون د لاسليک په مراسمو کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د هغو خبرو په اړه لیکي چې وايي، د حزب اسلامي سره د سولې تړون باید د طالبانو لپاره لاره ښوونکی وي او وخت را رسېدلی دی چې طالبان هم پرېکړه وکړي چې له افغانانو سره سوله غواړي که غواړي د پرديو په ګټه جګړې ته دوام ورکړي.

سټارز اېنډ سټرايپس:

سټارز اېنډ سټرايپس په خپله وروستۍ ګڼه کې ليکلي چې له حکمتيار سره د سولې تړون يوه سمبولیکه بڼه لري ځکه حزب اسلامي د جګړې په ميدان کې دومره رول نه لري خو کولای شي د سولې په نورو معاملو کې په راتلونکې کې ورونه پرانېزي.

د ورځپاڼې په وينا، دا موافقه له یوه جنګ سالار سره د قضايي مصونيت، پيسو، ځمکو او د سياسي صحنې ته د بيا ننوتلو ضمانت ورکوي او په بدل کې يې حزب اسلامي له تاوتريخوالي لاس واخلي او له تروريستانو سره روابط قطع کړي.

ورځپاڼه په بله برخه کې لیکي چې ولسمشر غني ويلي، له حکمتیار سره د سولې په تړون کې داسې سطر هم نشته چې د افغانستان له اساسي قانون سره په ټکر کې وي.

مېل ان لاېن:

مېل ان لاېن خپرونې په خپله اخري ګڼه کې ليکي چې دا موافقه‎لیک ګلبدين حکمتيار او د هغه اسلامي حزب ته د افغانستان سياسي صحنې ته د ننوتلو لپاره زمينه برابروي.

د ورځپاڼې په وينا، د قضايي مصؤنيت په لاسته راوړلو سره حکمتيار کولای شي خپل ځان لوړې سياسي ادارې ته کانديد کړي.

خو ورځپاڼه زیاتوي چې د بشري حقونو ادارې له حزب اسلامي سره د سولې دې موافقه‎لیک په اړه اندېښنه څرګندوي او د بشري حقونو د څار ادارې يا هيومن رايټس واچ ويلي چې دا عمل به په افغانستان کې د معافيت فرهنګ پراخ کړي.

XS
SM
MD
LG