د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۰

پاکستان د افغان حکومت او حزب‌ اسلامي د سولې د تړون هرکلی وکړ


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغان حکومت او ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ګوند ترمنځ د سولې د هوکړې د لاسلیکېدلو هرکلی کړی او په افغانستان کې یې د سولې لپاره خبرې اترې او سیاسي مذاکرات تر ټولو غوره لار بللې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار د پنجشنبې په ورځ د سولې هغه مسوده لاسلیک کړه چې د دواړو غاړو د مرکچیانو ترمنځ تر څو میاشتنیو خبرو اترو وروسته تیاره شوې وه.

د دغه هوکړه لیک د لاسلیک لپاره په ارګ کې ستره غونډه نیول شوې وه چې پر افغان ولسمشر او اجرائیه رئیس سربېره په‎کې مخکیني ولسمشر حامد کرزي او ګڼو سیاستوالو ګډون درلود.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پر همدې ورځ د یوې خبرباڼې د خپرولو به ترڅ کې د دغه سولې تړون هرکلی کړی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پر همدې ورځ د یوې خبرباڼې د خپرولو به ترڅ کې د دغه سولې تړون هرکلی کړی
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پر همدې ورځ د یوې خبرباڼې د خپرولو به ترڅ کې د دغه سولې تړون هرکلی کړی

دا وزارت وایی:

"اسلام‎اباد تل پر دې ټینګار کړی چې د افغان شخړې د پای ته رسولو لپاره پوځي حل لار نشته."

خبر پاڼه به دې اړه کاږي:

"په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره تر ټولو مؤثره لار د افغانانو په مشرۍ او رهبرۍ خبرې دي، په دې دلیل د حزب اسلامي او حکومت ترمنځ د سولې بهیر هم په بریالیتوب پای ته ورسېد."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په دغه خبرپاڼه کې د افغان حکومت او حزب اسلامی ترمنځ د کامیابه مذاکراتو وروسته هیله ښودلې چې دا لړۍ به د افغان حکومت او نورو مخالفو وسله‎والو ډلو ترمنځ هم همدې ډول تړون ته لار برابره کړي او په افغانستان کې به د تلپاتې سولې لامل شي.

خبرپاڼه همدا راز زیاتوي چې د پاکستان حکومت او ولس د افغان حکومت او ولس تلپاتې ملاتړ کوي او د پرمختګ او سولې په برخه کې به ور سره همکاري جاري ساتي.

پاکستان په دې وروستیو کې بیا- بیا ټینګار کوي چې په افغانستان کې د سولې او ثبات تر ټولو غوره لار سیاسي مذاکرات او خبرې اترې او وایي چې د افغانستان د سولې په پروسه کې له افغان حکومت سره همکارۍ ته تیار دی، خو افغان حکومت بيا وايي چې پاکستان دې د ژمنو پرځاى عملي ګامونه پورته کړي.

که ځه هم د پاکستان حکومت د تيرکال په جولای مياشت کې د لومړي ځل لپاره د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو اترو لار برابره کړه او دواړو غاړو اسلام‎اباد ته نېږدې په مري ښارګوټي کې سره وليدل او د دې لړۍ جاري ساتلو ژمنه يې وکړه.

خو د دغه ليدنو کتنو لړۍ تر هغې وروسته په ټپه ودرېده چې د افغان طالبانو د پخواني مشر ملا عمر د مړينې خبر راښکاره شو او د نوي مشرتابه تر ټاکلو وروسته په کابل کې ترهګريز بريدونه ډېر شول.

د یادونې وړ ده چې تر پاکستان مخکې د امریکا متحده ایالاتو هم د افغان حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې د تړون د لاسلیکېدو هرکلی کړی دی.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG