د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۸

له پیچلو مذاکراتو وروسته حزب اسلامي سره هوکړه وشوه


له پیچلو مذاکراتو او اوږدو بحثونو وروسته بالاخره د حزب اسلامي او افغان دولت ترمنځ د سولې وروستۍ تفاهم‌لیک د ولسمشر غني او ګلبدین حکمتیار له‎خوا لاسلیک شو.

که څه هم د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د ویډیويي پیغام له لارې له افغان ولسمشر سره دغه هوکړه‎لیک لاسلیک کړه خو په ارګ کې په دې اړه لویه او شانداره غونډه جوړه شوې وه.

په دغه غونډه کې د دې هېواد نېږدې ټولو سیاسي مشرانو او د حزب اسلامي مرکچي پلاوي او د دغه حزب پخوانیو قوماندانانو برخه اخېستې وه.

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، افغانان په خپلو کې د روغې جوړې اراده او ظرفیت لري خو د ده په خبره که څوک یې پریږدي.

ښاغلی غنی وايي، که څه هم د سولې د ټینګښت لپاره ملي اجماع رامنځته شوی خو هغوی چې د جګړې دوام غواړي لا نور به یې کرغېړنې څیرې نړۍ ته څرګنده شي.

شرف غني وايي، افغانان په خپلو کې د روغې جوړې اراده او ظرفیت لري
شرف غني وايي، افغانان په خپلو کې د روغې جوړې اراده او ظرفیت لري

ښاغلي غني زیاته کړه:

"د ټولو خلکو بلکې د ټولې نړۍ لپاره دا په ښه توګه واضح شوې چې څوک سوله غواړي او څوک جنګ او د جنګ د دوام په صورت کې به موږ لا زیات د هغوی او ملاتړو څېرې به یې خلکو او نړۍ ته واضح کړو."

ولسمشر غني وايي، له حزب اسلامي سره د سولې تفاهم‎لیک ځکه د عملي کېدو وړ دی چې له هوکړې وړاندې د ټولو خواوو نظرونه اخېستل شوي او له همدا اوس نه د اجرا وړ دی.

د افغان حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې خبرې له دوو کالو وروسته نتیجې ته ورسېدې او د تېرې پنجشنبې په ورځ یې لاسلیک وشو.

په ورته وخت کې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د ویډیو پیغام له لارې غونډې ته مفصله وینا وکړه.

ښاغلي حکمتیار وویل، دی باور لري چې د حزب اسلامي او افغان حکومت ترمنځ د سولې د تفاهم‎لیک په بشپړعملي کېدو به په افغانستان کې روانه جګړه پای ومومي.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د ویډیو پیغام له لارې غونډې ته مفصله وینا وکړه.
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د ویډیو پیغام له لارې غونډې ته مفصله وینا وکړه.

حکمتیار وايي:

"باور لرم چې د معاهدې په پلي کېدو سره به د هېواد روان بحران پای ته ورسېږي، دواړو خواوو ژمنه کړې چې د معاهدې ټولو موادو ته به بشپړ درناوی لري او په صادقانه او مخلصانه توګه به هغې ته التزام ولري."

حکمتیار همدا راز ګاونډیو هېوادونو او وسله‎والو طالبانو ته هم مشخص پیغامونه لرل.

ګلبدین حکمتیار وايي، هغه ډلې چې دا مهال له حکومت سره جنګېږي باید نور د افغانستان پر ځوریدلې ملت رحم وکړي او د سولې خبرې که د یو ځل لپاره هم وي امتحان کړي.

د ښاغلي حکمتیار په خبره هرڅوک چې د الله له رضا پرته او د پردیو په ګټه وسله‎وال مقاومت کوي هېڅکله به په افغانستان کې خپل هدف ته ونه رسېږي.

په ورته وخت کې د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم له حزب اسلامي سره د سولې د تفاهم‎لیک پر بشپړ پلي کېدو ټینګار وکړ.

عبدالله هم له حزب اسلامي سره د سولې د تفاهم‎لیک پر بشپړ پلي کېدو ټینګار وکړ.
عبدالله هم له حزب اسلامي سره د سولې د تفاهم‎لیک پر بشپړ پلي کېدو ټینګار وکړ.

ښاغلي عبدالله زیاته کړه:

"د انفاذ وخت یې شروع خو هر قدم یې صادقانه عمل غواړي زموږ له لوري هم او د هغو له لوري هم چې دغه تفاهم‎لیک یې لاسلیک کړی دی او زه په‎دې اړه د افغانستان د ملي وحدت د حکومت د اجرائیه رئیس په توګه ډاډ ورکوم چې هېڅ ډول کار شکني به په دې برخه کې له زموږ له لوري نه کېږي."

د سولې عالي شورا مشر پیرسید احمد ګیلاني بیا وايي چې د سولې عالي شورا له نورو وسله‎والو مخالفو ډلو سره هم د سولې خبرې غواړي.

که څه هم ښاغلي ګیلاني په دې اړه زیات جزئیات ورنه‎کړل خو دا یې وویل چې خلک به ژر په دې برخه د دوی له لوري د ښو خبرونو شاهدان وي.

په کابل کې د اروپايي ټولنې سفیر هم له ازادي راډیو سره په ځانګړي مرکې کې ویلي چې له حزب اسلامي سره د افغان حکومت سولې دا وښوده چې په افغانستان کې د سولې ټینګښت ممکن دی او هېڅوک دلته سوله نه ردوي.

له پیچلو مذاکراتو وروسته حزب اسلامي سره هوکړه وشوه
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:32 0:00

راپور: محمد حديث پردېس

XS
SM
MD
LG