د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۷

امریکايي چارواکی: له تور لېسته د حزب اسلامي ایستلو موضع څېړو


د ملګرو ملتونو سازمان، امریکا او ملګرو هېوادونو یې له حزب اسلامي سره د افغان حکومت د سولې هوکړه‎لیک له لاسلیک څخه هرکلی وکړ.

خو اصلي پوښتنه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او د امریکا د متحدو ایالتونو له تور لېسټه د حزب اسلامي د مشر او غړو د نومونو د ایستلو په باب مطرح شوه.

اوس امریکا وایي، دا موضوع به څېړي او په دې باب به د افغانستان د حکومت هره غوښتنه جدي ګڼي.

یو امریکایي چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخېستل شي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، که د امنیت شورا فکر کوي چې په افرادو تحریم د افغانستان د سولې او ثبات په ګټه نه دی، امریکا هم اړتیا لري چې دا ډول اقدامات بیا وڅېړي.

حزب اسلامي ګوند ۱۵ کاله مخکې د امریکا له‎خوا د نړیوالو ترهګرو په لېسټ کې شامل شو.

د افغانستان حکومت او حزب اسلامي تر منځ د هوکړه‎لیک په یوه ماده کې راغلي چې باید د حزب اسلامي د مشرانو او غړو نومونه د امریکا او امنیت شورا د تور لېسته وایستل شي.

تېره اوونۍ د امریکا او بریتانیا سفارتونو او په کابل کې د یوناما دفتر له حزب اسلامي سره د سولې هوکړه‎لیک د لاسلیک هرکلی وکړ.

خو په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون یوه ویاند وویل چې د امنیت شورا ۱۵ واړه غړي باید د یوه مېز چاپیر کیني او په حزب اسلامي د تحریمونو د لېرې کولو په باب پریکړه وکړي.

د هوکړه‎لیک له لاسلیک وروسته د افغانستان د سولې شورا وایي، پر حزب اسلامي د تحریمونو لېرې کولو او له دغه ګوند سره د سولې هوکړه‎لیک د تطبیق لپاره، به سبا شنبې یو کمېسیون کار پیل کړي.

د سولې عالي شورا مرستیال مولوي عبدالخبیر اوچقون ازادي راډیو ته وویل، په حکمتیار او ځینو ملګرو یې د نړیوالو بندیزونو لېرې کول او دغه راز د حزب اسلامي ګوند د مشر راتګ ته تیاری، د دغه کمېسیون له اصلي کارونو څخه دي.

د سولې عالي شورا مرستیال مولوي عبدالخبیر اوچقون
د سولې عالي شورا مرستیال مولوي عبدالخبیر اوچقون

ښاغلي اوچقون زیاته کړه:

"د افغانستان اسلامي جمهوري دولت ژمنه کړې یو شمېر هېوادونو ته چې د حزب اسلامي رهبران یې په تور لېسټ کې شامل کړي وړاندیز وکړي څو هغوی له تور لېسټه وباسي. د شنبې له ورځې به یو اجرائیوي کمېسیون هم جوړېږي چې د سولې د تړون د مادو له پلي کېدو څارنه وکړي."

ولسمشر اشرف غني او ګلبدین حکمتیار د پنجشنبې په ورځ د یوه ویډیویي پیغام په ترڅ کې د سولې هوکړه‎لیک لاسلیک کړ.

د بشري حقونو ساتونکې ځینې ډلې له دغه هوکړه‎لیک او د ګلبدین حکمتیار اسلامي ګوند ته د قضایي مصئونیت په ورکولو نیوکه کوي.

د بشري حقونو د نظارت یوه څېړونکي پټریشیا ګوسمن وایي: د حکمتیار ستنېدل په افغانستان کې د مجازاتو د معافیت فرهنګ پیاوړی کوي.

دې دغه راز ویلي؛ له حکمتیار سره د هوکړه‎لیک لاسلیک کول، هغو کسانو ته توهین دی چې پخوا په افغانستان کې د دغه ګوند له‎خوا وژل شوي او یا یې زیان لیدلی دی.

XS
SM
MD
LG