د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۵

حزب اسلامي سره د تړون د موادو د تطبیق لپاره کمېسیون جوړېږي


د افغانستان د سولې عالي شورا وایي، راتلونکې شنبه له حزب اسلامي سره د سولې د تړون د موادو په تطبیق او د بندیزونو د لرې کولو لپاره یو کمېسیون کار پیلوي.

وروسته له هغه چې د پنجشنبې په ورځ د افغان ولسمشر له‎خوا له حزب اسلامي سره د سولې تړون لاسلیک شو د سولې عالي شورا وايي، د یاد تړون د موادو د تطبیق لپاره راتلونکې شنبه یو ګډ کمېسیون جوړېږي.

د سولې عالي شورا مرستیال مولوي عبدالخبیر اوچقون ازادي راډیو ته وویل، د سولې د تړون د موادو تطبیق، په ګلبدین حکمتیار او د هغه په ځینو ملګرو د نړیوالو بندیزونو لېرې کول او د ښاغلي حکمتیار د راتګ ترتیبات د دغه کمېسیون اصلي دندې جوړوي.

د سولې عالي شورا مرستیال مولوي عبدالخبیر اوچقون
د سولې عالي شورا مرستیال مولوي عبدالخبیر اوچقون

ښاغلي اوچقون زیاته کړه:

"د افغانستان اسلامي جمهوري دولت ژمنه کړې یو شمېر هېوادونو ته چې د حزب اسلامي رهبران یې په تور لېسټ کې شامل کړي وړاندیز وکړي څو هغوی له تور لېسټه وباسي. د شنبې له ورځې به یو اجرائیوي کمېسیون هم جوړېږي چې د سولې د تړون د مادو له پلي کېدو څارنه وکړي."

ښاغلي اوچقون هيله وښوده چې له حزب اسلامي سره د سولې د تړون په څېر د بندیزونو په لېرې کولو او د تړون د موادو په تطبیق کې هم د پام وړ نتایج ترلاسه شي.

له حزب اسلامي سره د افغان حکومت د سولې تړون د افغان ولسمشر اشرف غني او د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار له‎خوا لاسلیک او د ولسمشر په امر د اجرا وړ وګرځول شو.

افغان ولسمشر او د حزب اسلامي مشر د سولې تړون لاسليک کړ
افغان ولسمشر او د حزب اسلامي مشر د سولې تړون لاسليک کړ

د حقوقي او سیاسي چارو ځینې کارپوهان بیا که څه هم د سولې د دغه تړون د تطبیق لپاره د یوه کمېسیون جوړېدل د تړون د لا غښتلي کېدو لپاره ښه بولي خو اندېښنه لري چې آیا نړیواله ټولنه به په خپلو ژمنو عمل وکړي که څنګه؟

د حقوقي چارو کارپوه او د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې مهمه ده څو نړیواله ټولنه ژمنې عملې کړي او په راتلونکي کې په نورو مخالفینو دا پروسه اغېز ولري.

د حقوقي چارو کارپوه او د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند
د حقوقي چارو کارپوه او د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند

ښاغلي ځلاند زیاته کړه:

"د کمېسیون جوړښت به نه یوازې د باور د فضا د پراخېدو سبب وګرځي بلکې د ژمنو د عملي کولو په برخه کې هم د دواړو لوریو اندېښنې ځواب شي. خو دوه لویې ننګونې به د دواړو لوریو مخ کې پرتې وي. یوه د نړیوالو کردار دی چې هغه د امنیت شورا او امریکا له تورو لېسټونو د مشرانو اېستل دي او دویمه دا چې حزب اسلامي به څنګه وکولای شي خپل رول د افغان سولې په بهیر کې پراخ او د طالبانو په لیکو کې اغېز خپور کړي."

ښاغلی ځلاند همدا راز وايي، که دا تړون سم عملي شي له طالبانو سره د سولې او په سیمه ییزه کچه د افغان سولې د بهیر لپاره د همکاریو د جلب په خاطر ډېر ګټور تمامیدلای شي.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG