د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۹

FBI: احمد خان رحمي له کومې ترورېستي ډلې سره تړاو نه‌درلود


د امریکا فدرال پولیس یا «اف، بي، ای» وايي، په نیویارک کې د وروستۍ بمي چاودنو عامل له کوم افراطي ګروپ سره تړاو نه درلود.

«اف، بي، ای» وايي، احمد خان رحمي په یوازې حمله کړې وه او له کومې افراطي ډلې سره‌یې د اړیکې په اړه څه ثبوت نه‌دی ترلاسه شوی.

د دې ادارې مشر جېمز کامي د سې شنبې په ورځ د امریکا د سنا جرګې استجوابیه غونډې ته وویل چې تر اوسه پورې یې د نیویارک د بمي چاودنې د اصلي عامل او کومې ترورېستي ډلې ترمنځ د اړیکې په اړه څه نه‌دي موندلي.

د فرانسې خبري اژانس د ښاغلي کامي په حواله لیکلي:

"موږ تر اوسه پورې د دغو حملو په تړاو د کومې غټې اړیکې او یا ګواښ څه نه‌دي کتلي."

د «اف، بي، ای» مشر ښاغلي کامي د سنا جرګې د ډېرو غړو پوښتنې ځواب کړې او ویې‌ویل چې رحمي د محاکمې مستحق دی او وروسته به د پېښې پوره جزئیات شریکېږي.

هغه زیاته کړه:

"دا قضیه تر څېړنې لاندې ده دا سړی ژوندی دی او د یوې عادلانه محکمې مستحق دی، زه نه‌غواړم داسې څه وکړم چې هغه ته دا موقع ورکړو چې شکایت وکړي چې ګواکې له خپل حق محرومه پاتې شوی دی، بېرته به د قضیې اول ته ورشو له کومه ځایه مو چې هغه نیولی خپلې څېړنې پیلوو، څېړنې به وکړو او وبه وایو چې څه مو کړي او څه کول په کار و."

افغاني‌الاصله امریکايي احمد خان رحمي په نیویارک کې تر بمي چاودنې وروسته چې ۳۱ کسان په‌کې ټپیان شول له پولیسو سره د ډزو په تبادله کې ټپي او ونیول شو.

افغانی‌الاصله امریکايي احمد خان رحمي
افغانی‌الاصله امریکايي احمد خان رحمي

د «اف، بي، ای» رئیس هیله وښوده چې رحمي په عمري بند محکوم شي.

په رحمي باندې د وسله‌والو حملو او ترورېستي اعمالو لږ تر لږه څلور توره لګول شوي دي.

ښاغلي کامي همداراز وویل چې دوی توانېدلي د هغو کسانو شمېر په میاشت کې یو یا هېڅ ته ورسوي چې غوښتل‌یې له امریکا ووځي او د اسلامي خلافت په نوم له جوړې ترورېستي ډلې سره یوځای شي.

د سنا جرګې د پوځي کمېټې ډېرو غړو په امنیتي ادارو د دې لپاره انتقاد درلود چې په ځینو حالاتو کې یې د رحمي په څېر خلک تر ډېرو پوښتنو لاندې نه‌دي نیولي.

د «اف، بي، ای» رئیس جېمز کامي وویل چې تحقیقات روان دي او که چېرته تېروتنې شوي وي په راتلونکي کې به‌یې د بشپړولو لپاره هڅې وکړي.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG