د پاکستان حکومت وایي، د نیویارک او نیوجرسي د وروستیو پېښو د شکمن احمد خان مېرمن افغانه ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس زکریا پرون د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري ناسته کې وویل؛ د دوی د اطلاعاتو پر بنسټ د رحمي مېرمن په ۱۹۹۱ کال په کابل کې زېږېدلې ده او ښايي پاکستان ته به راشه درشه لري.
هغه زیاته کړه:
"د رحمي په نامه چې څوک نیول شوی، افغان الاصله امریکایي دی چې له ۱۹۹۵ کال څخه په امریکا کې ژوند کوي، باور لرم چې تاسو د رپوټونو له لارې په دې خبر یاست، ځیني رپوټونه خپاره شول چې د ده مېرمن پاکستانۍ ده، دا سم نه دي، زموږ د لومړنیو څېړنو له مخې دا مېرمن د افغانستان تبعه ده او په ۱۹۱۹ کال په افغانستان کې زېږېدلې ده."
مخکې فکر کېده چې اسیه د پاکستان تبعه ده، خو د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند که څه هم دا ادعا رد کړه، خو د رحمي د مېرمنې نوم یې وا نخیست.
امریکایي رسنۍ وايي چې احمد خان رحمي له دې مخکې له یوې بلې مېرمنې سره ژوند کاوه او له هغې نه یو زوی لري.
د سي بي اس تلویزیوني شبکې رپوټ ورکړ چې د احمد خان رحمي مېرمن اسیه بېرته د امریکا متحدو ایالتونو ته ستنه شوې ده.
دې د امریکا پولیسو ته وعده کړې چې د مېړه په تحقیقاتو کې به هر ډول همکاري کوي.
رحمي له اسیې نه دوه ماشومان لري، د امریکایي چارواکو په وینا تر اواسه هیڅ داسې سند لاسته نه دی راغلی چې اسیه شکمنه وګڼي.
له بلې خوا د امریکا د څارنوالۍ یوه چارواکي ویلي؛ احمد خان رحمي مخکې له دې د ماریا مینه نومې څخه هم یو ماشوم درلود.
مینې امریکایي چارواکو ته ویلي چې له دوو کلونو راپدیخوا نه دې او نه یې ماشوم له رحمي سره کوم فزیکي اړیکې درلودلې.
د نیویارک او نیوجرسي په هغو بریدونو کې چې احمد خان رحمي یې مسؤل بلل کېږي، ۲۹ تنه ټپي شوي دي.
دی دغه راز د دوشنبې په ورځ د نیوجرسي ایالت د لیدین په ښار کې له پولیسو سره ونښت او دوه تنه پولیس یې ټپيان کړل.
په دې پېښه کې دی هم په لاس ټپي شو او روغتون ته ولېږدول شو، اوس یو شمېر امریکايي چارواکي وایي چې د ده د محکمې لومړی پړاو ښایي په روغتون کې پيل شي.