د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۶

د رحمي پلار منلې و چې زوی یې ترورېست دی


د امریکا په نیویارک او نیو جرسي ایالتونو کې د چاودنو په تور د نیول شوي افغاني‌الاصله امریکايي احمد خان رحمي پلار منلې چې دوه کاله مخکې یې فدرالي پولیسو ته خبر ورکړی و چې زوی یې ترورېست دی.

احمد خان رحمي په افغانستان کې زېږېدلی او وروسته له خپلې کورنۍ سره امریکا ته کډه شوی دی.

د امریکا لویې څارنوالې ویلي چې پولیس د هغه د بهرنیو سفرونو په اړه څېړنه کوي.

امریکايي چارواکي وايي، احمد خان رحمي د پاکستان کوټې ښار ته تللی و.

د چارواکو په وینا، هغه افغانستان ته هم سفر کړی و خو په پاکستان کې یې یو کال وخت تېر کړی دی.

یوه امریکايي چارواکي د "سي، ان، ان" ټلوېزیون ته ویلي، احمد خان رحمي څه موده مخکې هم له امریکا وتلی و.

د نیو جرسي ایالت د الیزابت سیمه کې چې احمد خان رحمي او د هغه کورنۍ اوسېده، د امریکا د ډیموکراټ ګوند یوه استازي ابیو سایرس ویلي، هغه دوه کاله مخکې غوښتنه ورڅخه کړې وه چې له پاکستانه‌یې د ښځې په ورتګ کې مرسته وکړي.

د امریکا لویې څارنوالې لوریتا لینچ پرون سې شنبې خبریالانو ته وویل، پولیس په ‎دې اړه په څېړنو بوخت دي چې احمد خان رحمي په وروستیو کې کومو هېوادونو ته سفرونه کړي، نور ملګري هم لري او له امریکا بهر له کومو ترورېستي او افراطي ډلو سره اړیکې لري.

د لوریتا لینچ په وینا، دا مسئله د یوې ترورېستي پېښې په څېر تر څېړنې لاندې ده.

د نیویارک ښاروال، "بېل دې بلاسیو" باور څرګند کړی چې منهاټن کې پېښه ترورېستي حمله وه.

د نیویارک ښاروال، "بېل دې بلاسیو" باور څرګند کړی چې منهاټن کې پېښه ترورېستي حمله وه.
د نیویارک ښاروال، "بېل دې بلاسیو" باور څرګند کړی چې منهاټن کې پېښه ترورېستي حمله وه.

بېل دې بلاسیو زیاته کړه:

"د هغو معلوماتو پر اساس چې موږ یې اوس لرو، موږ ټول دلایل لرو چې دا یو ترورېستي عمل وګڼو. موږ به وروسته جزئیات ترلاسه کړو او د څېړنو اوږد پړاو په مخکې پروت دی، خو زموږ سره پر دې چې دا یو ترورېستي عمل و، د باور کولو ټول دلایل شته دي."

د احمد خان رحمي کورنۍ نیو جرسي کې د سرو کړو چرګانو یو رسټورانټ لري خو دی یې غړی نه‎دی.

پولیس وايي چې د نیو جرسي ایالت هغه سیمه کې چې د احمد خان رحمي کور او د هغه د کورنۍ رسټورانټ وو، خلکو څو وارې شکایت ورته کړی و چې ډېره ګڼه–ګوڼه او لوړ غږونه وي او د رسټورانټ د کار د ساعتونو د محدودولو غوښتنه‌یې کړې وه.

د احمد خان رحمي پلار محمد رحمي ویلي چې د امریکا پولیسو په ۲۰۰۸ میلادي کال کې هڅه وکړه چې د دوی د رسټورانټ د کار ساعتونه ورکم کړي.

د رپوټونو په حواله، د احمد خان رحمي کورنۍ په ۲۰۱۱ میلادي کال کې له پولیسو دا شکایت هم کړی و چې رسټورانټ‌یې د دې لپاره تر څارنې لاندې کړی چې دوی مسلمانان دي.

محمد رحمي پرون خبریالانو ته وویل، دوه کاله مخکې يې د امریکا فدرالي پولیسو ته ویلي وو چې زوی یې ترورېست دی.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په حواله، فدرالي پولیسو د دې معلوماتو پر اساس، د احمد خان رحمي په اړه څېړنې هم کړې وې او دوی میاشتې وروسته خبر ورکړی وو چې هغه بې‌ګناه دی.

محمد رحمي پرون خبریالانو ته وویل، د خپل زوی د نیت او پلانونو په اړه هېڅ معلومات نه‎لري.

محمد رحمي پرون خبریالانو ته وویل، د خپل زوی د نیت او پلانونو په اړه هېڅ معلومات نه‎لري.
محمد رحمي پرون خبریالانو ته وویل، د خپل زوی د نیت او پلانونو په اړه هېڅ معلومات نه‎لري.

محمد خان رحمي زیاته کړه:

"زه نه‌پوهېږم چې دا څه روان دي. اوس زما لپاره خبرې کول ډېر ګران کار دی."

احمد خان رحمي د دوشنبې په ورځ د نیو جرسي ایالت په لېندن سیمه کې له پولیسو سره تر وسله‎والې نښتې وروسته، زخمي ونیول او توقیف ځای ته ولېږدول شو.

احمد خان رحمي ۲۸ کلن دی او د پولیسو په وینا، په لېندن کې د یوه [بار] مخې ته تر باران لاندې پروت ونیول شو.

د احمد خان رحمي او پولیسو تر منځ په نښته کې دوه پولیس هم زخمیان شوي دي.

خبریالانو پرون هڅه کوله چې د رحمي له پلاره په‎ دې اړه معلومات واخلي چې زوی یې ولې پر پولیسو ډزې وکړې خو هغه له خبریالانو سره له زیاتو خبرو ډډه وکړه.

د نیویارک ټایمز په حواله، د امریکا پولیس پر دې څېړنه کوي چې له احمد خان رحمي سره د هغه بم په جوړولو کې چا مرسته کړې وه چې په نیویارک کې یې انفجار وکړ، خو ګومان نه‌کېږي چې هغه به د کومې ترورېستي ډلې غړی وي.

پولیس پر دې هم په جدي غور لګیا دي چې احمد خان رحمي ولې تقریباً یو کال په پاکستان کې اوسېدلی و.

د شنبې ماښام د نیویارک ښار په چلسي سیمه کې د بم چاودنې له امله لږ تر لږه ۲۹ تنه زخمیان شوو.

په همدې ورځ نیو جرسي ایالت کې هم د بم چاودنه وشوه.

پولیس د دواړو پېښو لپاره پر احمد خان رحمي مشکوک دي.

XS
SM
MD
LG