د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۸

امریکا کې په بمي چاودنو تورن افغاني‌الاصله امریکايي ونیول شو


د امریکا پولیسو پرون دوشنبې یو افغاني‌الاصله امریکايي نیویارک ښار کې د وروستۍ بمي چاودنې په تور ونیو.

د نیویارک ښار په منهاټن سیمه کې د شنبې شپې بمي چاودنه کې لږ تر لږه ۲۹ تنه زخمیان شول.

پولیسو د احمد خان رحمي په نوم یو ۲۸ کلن سړی نیولی چې په افغانستان کې زېږیدلی او وروسته له خپلې کورنۍ سره امریکا ته تللی دی.

د رپوټونو په حواله احمد خان رحیمي په ۱۹۸۸ میلادي کال کې زېږېدلی دی.

د امریکا د پولیسو په وینا، احمد خان رحمي له پولیسو سره په نښته کې زخمي شوی او په توقیف کې دی.

په هغو رپوټونو کې چې پر انټرنټ خپاره شوي، لیدل کېږي چې د احمد خان رحمي لاس زخمي دی او پولیسو په امبولانس کې اچولی دی.

احمد خان رحمي د نیو جرسي ایالت د الیزابت ښار په لېندن سیمه کې نیول شوی دی.

په لېندن ښارګوټي کې د پولیسو او احمدخان رحمي تر منځ نښته کې دوه پولیس هم زخمیان شوي دي.

په لېندن ښارګوټي کې د پولیسو او احمد خان رحمي تر منځ نښته کې دوه پولیس هم زخمیان شوي دي.
په لېندن ښارګوټي کې د پولیسو او احمد خان رحمي تر منځ نښته کې دوه پولیس هم زخمیان شوي دي.

د نیو جرسي ایالت د الیزابت ښار چې "لېندن" سیمه په‎ کې ده، والي کرېس بولواژ پرون د امریکا "سي، ان، ان" ټلوېزیون ته وویل:

"رحمي نیول شوی دی. هغه له پولیسو سره ډزې هم تبادله کړې دي."

د شنبې په ورځ د نیویارک ښار منهاټن سیمه کې تر چاودنو مخکې نیو جرسي ایالت کې هم بمي چاودنه وشوه.

د الیزابت ښار د والي په وینا، ښايي دواړه پېښې تړاو ولري خو په اړه‌یې څېړنې روانې دي. خو امریکايي چارواکي دواړه پېښې له ترورېزم سره په ارتباط کې ګڼي.

د نیویارک ښاروال، بیل دې بلاسیو پرون دوشنبې د پېښې په اړه خبري غونډې ته وویل:

"د هغو معلوماتو پر اساس چې موږ یې لرو، موږ ټول دلایل لرو چې دا یو ترورېستي عمل وګڼو. موږ به وروسته جزئیات ترلاسه کړو او د څېړنو اوږد پړاو په مخکې پروت دی، خو زموږ سره پر دې چې دا یو ترورېستي عمل و، د باور کولو ټول دلایل شته دي."

د امریکا ولسمشر بارک اوباما پرون په یوې خبري غونډه کې ډاډ ورکړ چې د دې هېواد د استخباراتو فدرالي اداره "اف، بي، ای" به دواړه پېښې جدي وڅېړي.

بارک اوباما: "اف.بي.ای" به دواړه پېښې جدي وڅېړي.
بارک اوباما: "اف.بي.ای" به دواړه پېښې جدي وڅېړي.

بارک اوباما زیاته کړه:

"ما دا وضعیت له نېږدې څارلی او له خپلو همکارانو مې معلومات ترلاسه کړي، د «اف، بي، ای» مشر بیا هم معلومات راکړل، څېړنې په چټکۍ روانې دي او زه په‎ دې اړه د نورو جزئیاتو موندل د «اف، بي، ای» او د قانون د حاکمیت د ځانګړو ځواکونو کار ګڼم نو هغوی ته به‌یې پرېږدم چې خپل معلومات بشپړ کړي."

رپوټونه وايي چې د احمد خان رحمي کورنۍ نیو جرسي کې د سرو کړو چرګانو یو رسټورانټ لري خو دی یې شریک نه‎دی.

د هغه پلار محمد رحمي ویلي چې د امریکا پولیسو په ۲۰۰۸ میلادي کال کې هڅه کړې وه چې د دوی د رسټورانټ د کار ساعتونه ورکم کړي.

د رپوټونو په حواله، د احمد خان رحمي کورنۍ په ۲۰۱۱ میلادي کال کې له پولیسو شکایت کړی و چې رسټورانټ‌یې د دې لپاره تر څارنې لاندې کړی چې دوی مسلمانان دي.

د امریکا د استخباراتو فدرالي اداره به د احمد خان رحمي په اړه د څېړنو تر بشپړېدو وروسته د هغه هېواد عدلي او قضايي ادارو ته معلومات ورکړي څو د هغه برخلیک وټاکل شي.

XS
SM
MD
LG