د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۵

محب: امریکا کې د افغاني‌الاصل برید کوونکي قضیه کې همکاري کوو


واشنګټن کې د افغانستان سفیر حمدالله محب ویلي، چمتو دی نیو جرسي او نیویارک کې د حملو په تور د نیول شوي افغان د قضیې د سپړلو لپاره همکاري وکړي.

"افغانان هر ځای کې سوله غواړي او له تاوتریخوالي او تشدد سره د مبارزې په لار کې له امریکا سره درېږي"!

دا په واشنګټن کې د افغان سفیر حمدالله محب د هغه بیان یوه برخه ده چې د نیویارک او نیو جرسي د وروستیو حملو په تور د نیول شوي افغان احمد خان رحمي په اړه‌یې ورکړی دی.

ښاغلي محب د دوشنبې په ورځ په یوه بیان کې ټینګار کړی چې چمتو دی د امریکايي چارواکو د غوښتنې په صورت کې د احمد خان رحمي د قضیې د سپړلو لپاره همکاري وکړي.

۲۸ کلن احمد خان رحمي چې په خټه افغان بلل شوی نیو جرسي کې له پولیسو سره د ډزو په تبادله کې ټپي او ونیول شو.

واشنګټن کې د افغانستان سفیر حمدالله محب
واشنګټن کې د افغانستان سفیر حمدالله محب

هغه د نیویارک په منهاټن کې د بمي چاودنې په تور نیول شوی چې په‎کې ۲۹ کسان ټپیان شوي او همداراز په پولیسو باندې د پنځو حملو تور هم پرې پورې شوی دی.

د نیویارک د پولیسو کمېشنر جېمز اونییل په نیویارک او نیو جرسي کې د حملو په اړه رسنیو ته داسې وویل:

"زموږ اساسي تمرکز په دې و چې د دغو جرایمو ترسره کوونکی ونیسو. اوس چې موږ دا تورن نیولی دی تحقیقات به په نورو اړخونو متمرکز وي. په دې تحقیق کوو چې آیا دغه نیول شوی کس په یوازې دا عمل کړی که څنګه؟ او د حملې علت څه دی."

د احمد خان رحمي یوه ملګري فلي جونز اسوشېټېډ پرېس ته ویلي هغه وروسته تر دې ډېر مذهبي افکار پیدا کړل چې څو کاله مخکې یې افغانستان ته سفر وکړ.

امریکا کې روان کال یو ځل مخکې د یوه بل افغان عمر متین له‌خوا په اورلانډو کې حمله وشوه چې لسګونه کسانو ته‌یې مرګ‎ ژوبله واړوله.

نیویارک او نیو جرسي کې دغو وروستیو پېښو د خلکو تر منځ او همداراز په راتلونکو انتخاباتو کې چې د کډوالۍ او په کور دننه ترورېستي افکارو د زیاتېدو په خاطر اغېزمن شوي وېره خپره کړې ده.

د جمهوري غوښتونکو ګوند کاندید ډونالډ ټرمپ ویلي چې "نن موږ دا شیطان ونیوه خو باید چټکه او عادلانه محاکمه‌یې وشي."

اخوا د ډیموکراټ ګوند کاندیدې هیلري کلېنټن خپل سیال ټرمپ تورن کړی چې د ترورېستانو په وړاندې یې کاروونکې ژبه د هغوی لیکو ته د خلکو د جذب کار لا پسې چټک کړی دی.

د ډیموکراټ ګوند کاندیدې هیلري کلېنټن
د ډیموکراټ ګوند کاندیدې هیلري کلېنټن

کلېنټن زیاته کړه:

"موږ د «سي، ای، اې» له پخواني مشر مایکل هېډین اورېدلي چې جمهوري غوښتونکي کاندید ډونالډ ټرمپ د ترورېستانو د جلب او جذب د ډلګي مشر په توګه کارول کېږي. همداراز د ترورېزم پر ضد د مبارزې د مرکز د پخواني مشر مټیو اولسن له خبرو پوهېږو چې دا ډول لهجه او خبرې چې ښاغلی ټرامپ‌یې کوي زموږ دښمنانو سره مرسته کوي."

تر دې مخکې هم د امریکا د جمهوري ریاست دوو کاندیدانو د یو بل د ملي امنیت او له ترورېزم سره د مبارزې په پالېسیو تند انتقادونه کړي دي.

په امریکا کې مېشتې افغانې او د افغان مېرمنو لپاره د مېرمنو سازمان اجرائیه مشرې منیژې نادري ازادي راډیو ته وویل چې افغانان هدف نه‌دي خو دې حملو دا وېره زیاته کړې چې افغانان د غچ اخیستو ښکار نه‌شي.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG