خبرونه
افغانستان د افغانيالاصله امریکايي په اړه له څېړنو سره مرسته کوي
د افغانستان جمهوري ریاست وایي، د اړتیا پر مهال به په امریکا کې د وروستۍ بمي چاودنې په تور د نیول شوي افغانيالاصله امریکايي وګړي په اړه له تحقیقاتو سره مرسته وکړي.
د نیویارک پولیسو دغه افغانيالاصله امریکايي وګړی احمد خان رحمي، په منهاټن سیمه کې د وروستۍ بمي چاودنې په تور نیولی.
د پولیسو په وینا، د منهاټن په چلسي سېمه کې د شنبې په شپه د کورنیو بمونو په چاودنه کې لږ تر لږه ۲۹ کسان ټپیان شوي دي.
د پولیسو په وینا، مشکوک احمد خان رحمي ۲۸ کلن دی، په افغانستان کې زېږېدلی او بیا امریکا ته تللی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د امریکا مرستیال ولسمشر: ایران باید د یورانیمو د غني کولو وړتیا د پام وړ راکمه کړي
د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي ونس وايي، د ایران حکومت باید د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د یورانیمو د غني کولو وړتیا د پام وړ راکمه کړي. هغه ټینګاروکړچې امریکا له ایران سره په خبرو کې یوازې په ژمنو بسنه نه کوي، بلکې له تهران څخه د عملي اقداماتو غوښتنه کوي.
ونس له رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې، چې د چهارشنبې په سهار د تلې پر ۱۵مه خپره شوه، وویل چې امریکا د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان او د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره په تماس او خبرو کې ده. خو د هغه په وینا، واشنګټن ته لا روښانه نه ده چې دغه دوه ایراني چارواکي د ایران د واک په اوسني جوړښت کې تر کومې کچې د پرېکړو واک لري.
د ونس دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې تهران او واشنګټن په وروستیو اوونیو کې د جګړې د پای ته رسولو او د هرمز تنګي د بشپړ پرانیستلو لپاره یو بل ته وړاندیزونه کړي دي. خو دواړه لوري لا هم د خبرو د چوکاټ او د ایران د اټومي پروګرام پر سر ژور اختلافونه لري.
د امریکا متحده ایالات وايي، طالبان د دوحې د تړون له مخې د ترهګرۍ ضد ژمنو په عملي کولو کې پاتې راغلي
د امریکا متحده ایالات وايي، طالبان د دوحې د تړون له مخې د ترهګرۍ ضد ژمنو په عملي کولو کې پاتې راغلي او ترهګرو ډلو ته یې اجازه ورکړې چې د افغانستان خاوره د بریدونو لپاره وکاروي. په هغه بیان کې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اوکتوبر په ۷ په افغانستان د امریکا د جګړې د پیل د ۲۵ کلیزې په مناسبت ازادي راډیو ته رالیږلی ویل شوي چې د امریکا او نړیوالې ټولنې په ګټه ده چې افغانستان بیا هېڅکله د ترهګرو په خوندي پټنځای بدل نه شي، پر خپلو نړیوالو ژمنو عمل وکړي او د سیمې د بې ثباتۍ پر ځای د ثبات په ټینګښت کې ونډه واخلي.
په بیان کې پر طالبانو تور لګول شوی چې د خپلو اقداماتو له لارې یې ښودلې چې د سیمې د سولې او ثبات په ساتلو کې رغنده رول لوبولو ته چمتو نه دي.
متحده ایالات وایي طالبانو د دوحې د تړون له مخې خپلې د ترهګرۍ ضد ژمنې په دوامداره توګه نه دي عملي کړي او ترهګرو ډلو ته یې زمینه برابره کړې چې د افغانستان خاوره د خونړیو بریدونو د ترسره کولو لپاره د مرکز په توګه وکاروي.
خو طالبانو تر دې مخکې په کراتو کراتو ټینګار کړی چې هیچ چاته به اجازه ورنکړي د افغانستان له خاورې څخه د بل هېڅ هېواد پر ضد کارواخیستل شي.
د کاسوو پارلمان نن نوې ولسمشره وټاکله
د کاسوو پارلمان جسټینا شیروکا پولا د دغه هېواد د نوې ولسمشرې په توګه وټاکله او په دې سره یې د یوه نوي سیاسي کړکېچ او له وخت مخکې انتخاباتو مخه ونیوله.
شیروکا پولا د چهارشنبې په سهار په پارلمان کې د پټې رایې اچونې په لومړي پړاو کې ۸۱ رایې ترلاسه کړې. د ۱۲۰ کسیز پارلمان له خوا د ولسمشر د ټاکلو لپاره لږ تر لږه ۸۰ رایو ته اړتیا وه.
رایه اچونه د ولسمشر د ټاکلو د قانوني ضربالاجل له پای ته رسېدو یوازې شپږ دقیقې مخکې پیل شوه. که پارلمان پر وخت د نوي ولسمشر په ټاکلو نه وای بریالی شوی، پارلمان به منحل او له وخت مخکې انتخابات به ترسره شوي وای.
دا ټاکنه وروسته له هغې ممکنه شوه چې په وروستۍ شېبه یوه سیاسي هوکړه وشوه. د دې هوکړې یوه مهمه برخه په هاګ کې د کاسوو د جګړې د جرمونو د ځانګړې محکمې د واکونو د محدودولو لپاره د قانوني بدلونونو تصویب و.
د یمن حوثیانو پر سعودي عربستان د توغندیو او ډرون بریدونه کړي
د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف وايي، د یمن د حوثیانو یو بالستیک توغندی یې چې د ریاض پر لور توغول شوی و، شنډ کړی دی.
حوثیانو ویلي چې د ریاض نړیوال هوايي ډګر، د ابها هوايي ډګر او د خمیس مشیط د کینګ خالد هوايي اډه یې په توغندیو او ډرونونو ویشتلي دي.
دا بریدونه داسې مهال شوي چې په یمن کې د حوثیانو او د سعودي عربستان د ملاتړ لرونکو حکومتي ځواکونو ترمنځ سختې جګړې روانې دي. د فرانسپرس خبري اژانس د سرچینو په وینا، یوازې په یوه ورځ کې د دواړو خواوو تر ۲۷۰ ډېر جنګیالي وژل شوي دي.
د جګړې د دواړو لورو ادعاوې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.
د طالب چارواکو د نیولو حکمونه؛ د «ایسيسي» څارنوالۍ یې هرکلی وکړ
د جرمونو د نړیوالې محکمې (ایسيسي) د څارنوالۍ دفتر د دې محکمې د هغې پرېکړې هرکلی کړی چې د طالبانو د مشر هبتالله اخندزاده په ګډون د څلورو لوړپوړو چارواکو د نیولو حکمونهیې علني کړي دي.
په هغې اعلامیه کې چې دې څارنوالۍ د سې شنبې په ورځ د «تلې په ۱۴مه» خپره کړې په درې نورو کسانو کې د طالبانو د سترې محکمې مشر عبدالحکیم حقاني، د پوهنې سرپرست وزیر حبیبالله اغا او د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ندا محمد ندیم شامل دي.
پر دوی د جنسیت او سیاسي دلایلو پر بنسټ د ځورونې تورونه لګېدلي چې د بشریت ضد جرم بلل کېږي.
د جرمونو د نړیوالې محکمې مرستیالې څارنوالې نزهت شمیم خان ویلي، د نیولو دا حکمونه په ځانګړي ډول د افغان ښځو او نجونو د حقونو، په تېره د زدهکړو د حق، د تأمین لپاره مهم دي.
هغې ویلي، افغان ښځې او نجونې د جنسیت له امله په سیستماتیک ډول له تبعیض سره مخ دي او د عدالت مستحقې دي.
د دې محکمې څارنوالۍ وايي، په افغانستان کې د جنسیت، سیاسي نظر، قوم او مذهب پر بنسټ د خلکو د ځورونې د ادعاوو په اړه خپلو څېړنو ته دوام ورکوي.
بخښنې نړیوال سازمان د ریچارډ بنېټ د مأموریت د غځولو هرکلی وکړ
د بخښنې نړیوال سازمان (امنېستي انټرنشنل) د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د هغه پرېکړهلیک هرکلی کړی چې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنېټ د مأموریت د غځول کېدو ترڅنګیې په دې هېواد کې د قومي، مذهبي او ژبني لږکیو د وضعیت په اړه د څېړنو پر اړتیا ټینګار کړی دی.
د بخښنې نړیوال سازمان د دوشنبې په ورځ په خپله اېکسپاڼه کې همدارنګه د بشري حقونو د شورا د ۶۳مې غونډې د هغې پرېکړې هرکلی کړی چې له مخې بهیې د طالبانو لهخوا د بشري حقونو د روانو سیستماتیکو او پراخو سرغړونو په ترڅ کې د ښځو او نجونو د حقونو او وضعیت په اړه ځانګړي بحثونه دوام وکړي.
د بشري حقونو دې نړیوال سازمان ویلي چې طالبان باید د خپلو کړنو په اړه حساب ورکوونکي وګرځول شي او اړ کړل شي چې خپلو له بشري حقونو څخه سرغړوونکو مقرراتو، کړنو او تګلارو ته د پای ټکی کېږدي.
طالبانو پر افغانستان له بیا واکمنېدو راهیسې نجونې او ښځې له لوړو زدهکړو راګرځولي او پر ښځو یې د ورځني ژوند په ډېرو نورو برخو کې هم محدودیتونه لګولي دي.
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د سې شنبې په ورځ «د تلې په ۱۴مه» د پاکستان له تحریک انصاف ګوند څخه وغوښتل چې د خپلو پلویانو اعتراضي لاریون ودروي او له حکومت سره بېرته خبرو ته کېني.
د عمران خان پلویانو ته د پاکستان د صدراعظم خبرداری
د پاکستان د پخواني او زنداني صدراعظم عمران خان پلویانو د یکشنبې په ورځ د دغه هېواد له شمال لوېدیځ څخه د اسلاماباد پر لور خپل لاریون پیل کړ او د هغه د خوشې کېدو غوښتنهیې وکړه.
دا لاریون وروسته له هغه پیل شو چې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند او حکومتي چارواکو ترمنځ د کړکېچ د کمولو او د عمران خان د خوشې کېدو په هدف څو پړاو خبرې بېنتیجې پای ته ورسېدې.
شهباز شریف خبرداری ورکړ چې د اعتراضونو دوام د هېواد اقتصاد ته زیان رسولای شي او زیاتهیې کړه چې حکومت د خلکو د سر او مال د خوندیتوب مسؤلیت لري.
پاکستاني چارواکي له څو اوونیو راهیسې اسلاماباد ته د معترضانو د احتمالي ننوتلو لپاره چمتووالی نیسي.
عمران خان چې د ۲۰۲۳ کال د اګسټ له میاشتې راهیسې په زندان کې دی، پرې د فساد په ګډون یو شمېر تورونه لګول شوي چې ده او حقوقي ډلې یې رد کړي او هغهیې سیاسي انګېزه بللي دي.
د م. م سرمنشي اسلاماباد ته سفر کې د منځني ختیځ د جګړې د پای غوښتنه وکړه
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش پاکستان ته د خپل سفر پر مهال په منځني ختیځ کې د جګړې د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه.
ګوترېش د سې شنبې په ورځ «د تلې په ۱۴مه» په اسلاماباد کې خبریالانو ته وویل: "موږ یوازې هیله کولای شو چې د پاکستان هڅې دوام وکړي، بریالۍ شي او په پای کې په منځني ختیځ کې سوله ټینګه شي."
پاکستان په جون میاشت کې د ایران او امریکا ترمنځ په هغې هوکړه کې د منځګړي رول لوبولی و چې د دواړو هېوادونو ترمنځیې جګړه ودروله.
ګوترېش زیاته کړه: "غواړم ټولو خواوو ته روښانه پیغام ورکړم: جګړه پای ته ورسوئ، ډیپلوماسۍ ته مخه کړئ او د نړیوالو قوانینو له مخې د سمندري تګ راتګ حقونه او ازادۍ په بشپړ ډول بېرته تأمین کړئ."
دغه جګړه چې د فبرورۍ په ۲۸مه پر ایران د امریکا او اسرائیل له لوري په بریدونو سره پیل شوه، په ټپه درېدلي حالت کې ده.
په دې وروستیو کې په هرمز تنګي کې د ځینو پېښو په تړاو ایران او امریکا د یو بل پر اهدافو د بریدونو راپورونه ورکړي دي.
د فزیک د نوبل جایزه بلجیمي-امریکایي ساینس پوه فرانسیس هالزن وګټله
بلجیمي-امریکایي ساینس پوه فرانسیس هالزن د ۲۰۲۶ کال د فزیک د نوبل جایزه وګټله.
د نوبل جایزې د غوراوي کمېټې د سې شنبې په ورځ «د تلې په ۱۴مه» وویل چې نوموړي دا جایزه د داسې یوه څارونکي مرکز د جوړولو لپاره ترلاسه کړه چې په کایناتو کې د نیوټرینو په نوم د ډېرې لوړې انرژۍ لرونکي واړه ذرات کشفوي او د هغوی د رامنځته کېدو سرچینه معلوموي.
۸۲ کلن هالزن وموندله چې د جنوبي قطب له پاکو او ژورو یخونو څخه د دغو ذراتو د موندلو او څارلو لپاره کار اخیستل کېدای شي.
نیوټرینو ته کله ناکله "اروايي ذرات" هم ویل کېږي، ځکه دا ذرات له ځمکې او حتی د انسان له بدن څخه داسې تېرېږي چې تقریباً هېڅ نښه نهپرېږدي او ډېر کم له نورو موادو سره ټکر یا تعامل کوي.
د سویډن د علومو شاهي اکاډمۍ ویلي چې د هالزن څېړنو "د کاینات پوهنې یوې نوې بڼې" ته لاره هواره کړې ده.
تر دې مخکې د دوشنبې په ورځ د طب د نوبل جایزه د امریکا او جرمني درېیو ساینسپوهانو ته د اپټوژنېټیک په برخه کې د هغوی د څېړنو له امله ورکړل شوه.
اپټوژنېټیک هغه تخنیک دی چې د عصبي سېګنالونو د کنټرول لپاره پهکې له رڼا څخه کار اخیستل کېږي.
د نوبل نورې، د کیمیا جایزه به د چهارشنبې او د ادبیاتو د پنجشنبې په ورځو او د نوبل د سولې جایزې ګټونکی به د جمعې په ورځ اعلان شي.
د نوبل د جایزې ګټونکي به د ډسمبر په ۱۰مه په رسمي مراسمو کې خپلې جایزې ترلاسه کړي.
په هره جایزه کې یو ډیپلوم، د سرو زرو مډال او ۱۲ میلیونه سویډني کرون چې شاوخوا ۱،۲ میلیونه امریکايي ډالر کېږي، شامل دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش نن اسلام اباد ته تللی
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش نن اسلام اباد ته تللی او تمه ده هلته له لوړپوړو پاکستان چارواکو سره وګوري.
ښاغلی ګوتیریش داسې وخت پاکستان ته تللی چې دا هېواد له یو لړ سیاسي او ټولنیزو فشارونو سره مخ دی.
د پخواني بندي صدراعظم عمران خان لسګونه زرګونه پلویانو مظاهره پیل کړي او اسلام اباد ته روان دي.
اخوا بیا پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ هم چټکه کړې او په دې اړه یې د ملګرو ملتونو پرلپسې غوښتنې له پامه غورځولي.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د روان کال له پیل راهیسې ۶۶ زره افغانان له پاکستان څخه په جبري توګه ایستل شوي دي.