د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۵

افغانستان د نړۍ د فاسدو هېوادونو په لېست کې درېیم هېواد شوی


د شفافیت نړیوال سازمان په خپل کلني رپوټ کې افغانستان د هغو څو هېوادونو په کتار کې نیولی چې د نړۍ د نورو هېوادونو په پرتله زیات اداري فساد په‌کې موجود دی.

په‎دې رپوټ کې د ۱۶۶ هېوادونو په اړه معلومات خپاره شوي دي.

افغانستان د نړۍ په ۳ هغو هېوادونو کې دی چې د نورو هېوادونو په پرتله اداري فساد په‎کې ډېر دی.

د شفافیت نړیوال سازمان په لېست کې د افغانستان نوم تر سومالیا او شمالي کوریا مخکې شوی دی.

دا هغه ۳ هېوادونه دي چې د نورې نړۍ په پرتله، اداري فساد په‎کې ډېر دی.

د شفافیت نړیوال سازمان په خپل رپوټ کې په ځانګړي ډول د افغانستان په اړه ویلي چې له دې هېواد سره د نړیوالې ټولنې د مرستو میلیونونه ډالر چې باید د بیارغونې په برخه کې لګول شوې وې، بې‎ځایه لګېدلي یا غلا شوي دي.

سازمان: ملیونونه ډالر چې باید د بیارغونې په برخه کې لګول شوې وې، بې‌ځایه لګېدلي او یا غلا شوي دي. - یو ښوونځی چې ودانۍ نه‌لري.
سازمان: ملیونونه ډالر چې باید د بیارغونې په برخه کې لګول شوې وې، بې‌ځایه لګېدلي او یا غلا شوي دي. - یو ښوونځی چې ودانۍ نه‌لري.

په رپوټ کې چې د ۲۰۱۵ میلادي کال د څېړنو پر اساس برابر شوی، راغلي چې د افغانستان د دولت په اداري چارو کې پراخ فساد، په دې هېواد کې د سولې او ثبات ټینګولو هڅې کمزورې کړي دي.

په افغانستان کې د ملي وحدت حکومت لوړ رتبه چارواکي په دولتي چارو کې د اداري فساد شتون مني خو وايي چې له دې عمده ستونزې سره مبارزې ته‎یې په خپلو کاري پروګرامونو کې لومړیتوب ورکړی دی.

حکومت لنډه موده مخکې د اداري فساد پر ضد د ښې مبارزې لپاره یو عدلي او قضايي مرکز هم جوړ کړ چې کار يې پيل کړی دی.

د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائیه مشر عبدالله عبدالله تېره اوونۍ د وزیرانو شورا ته په وینا کې ټینګار وکړ چې قومي او حزبي روابط باید له اداري فساد سره د حکومت د مبارزې مخنیوی ونه‎کړي.

عبدالله عبدالله وویل چې د اداري فساد څېړنې او په‎ دې ستونزه کې د ښکېلو خلکو د موندلو او محاکمې لپاره باید هېڅ ډول استثنا نه‎وي.

اداري فساد کې د ښکېلو خلکو د موندلو او محاکمې لپاره باید هېڅ ډول استثنا نه‎وي.
اداري فساد کې د ښکېلو خلکو د موندلو او محاکمې لپاره باید هېڅ ډول استثنا نه‎وي.

عبدالله عبدالله وویل:

"که ښه او بد فاسد وټاکو یو ګام هم پر مخ نه‎شو اخیستلائ. باید ووایم چې په هېواد کې د اداري فساد پر ضد د مبارزې اتلان نه‎شته، ټول قربانیان دي."

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي چې په دولتي چوکاټ کې اداري فساد د مخکني حکومت میراث دی چې ورته پاتې شوی خو پر ضد یې مبارزه روانه ده.

خو د افغانستان د وضعیت یو شمېر څارونکي په دې باور دي چې د اداري فساد پر ضد د رښتیني او اغېزمنې مبارزې لپاره باید د دولت په لوړو پوستونو کې د اداري فساد ریښې وایستل شي.

فرهنګ: د افغانستان حکومت په هغو لوړو ځایونو کې چې اداري فساد شوی د غږ پورته کولو او مداخلې زور نه‎لري.
فرهنګ: د افغانستان حکومت په هغو لوړو ځایونو کې چې اداري فساد شوی د غږ پورته کولو او مداخلې زور نه‎لري.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو پخوانی وزیر محمد امین فرهنګ وايي:

"د افغانستان حکومت په هغو لوړو ځایونو کې چې اداري فساد شوی د غږ پورته کولو او مداخلې زور نه‎لري نو یوازې د کمزورو مأمورینو څارنه کوي چې په خواشینۍ باید ووایم، ناکام شوی دی."

د شفافیت نړیوال سازمان افغانستان په داسې وخت کې د زیات اداري فساد له امله د نړۍ په درېیو وروستیوهېوادونو کې شامل کړی چې ټاکل شوې د اکټوبر په پنځمه په بروکسل کې د دې هېواد پر وضعیت نړیواله غونډه وشي.

په دې غونډه کې به چې د افغانستان ولسمشر او د حکومت اجرائیه مشر برخه اخلي، له افغانستان سره د مرسته کوونکو هېوادونو او سازمانونو استازي هم شامل وي او د اداري فساد پر ضد د حکومت د مبارزې څرنګوالی به هم په‎کې مطرح کېږي.

د شفافیت نړیوالې ادارې په رپوټ کې پاکستان او هند هم په هغو هېوادونو کې ګڼل شوي چې زیات اداري فساد په‎کې موجو دی. په دې لېست کې دنمارک هغه هېواد دی چې تر ټولو کم اداري فساد په‎کې کېږي.

په انګرېزي ژبه د شفافیت نړیوالې ادارې د بشپړ رپوټ لوستلو لپاره دا ځای کېکاږئ:

XS
SM
MD
LG