د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۲

عبدالله: چاته اجازه نه‎‌ورکوو چې له فاسدو ملاتړ وکړي


د افغانستان ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس وايي، له فاسدو کسانو سره باید له توپیر پرته چلند وشي.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وايي چې د فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د خبرو او شعار وخت تېرشوی او حکومت باید عملي ګامونه پورته کړي.

ښاغلي عبدالله د وزیرانو شورا په غونډه کې وویل چې د فساد پر وړاندې په مبارزه کې سیاسي چلند هېواد له دغه پدېدې سره د مبارزې په برخه له ستونزو سره مخ کړی دی.

نوموړی که څه هم د چا نوم نه‎اخلي خو وايي، په دې برخه کې دوه ګونی چلند ورته د منلو نه دی او چاته به اجازه ورنه‎کړي چې له فاسدو کسانو ملاتړ وکړي.

عبدالله: له فاسدو کسانو سره باید له توپیر پرته چلند وشي
عبدالله: له فاسدو کسانو سره باید له توپیر پرته چلند وشي

ښاغلي عبدالله زیاته کړه:

"که ښه او بد فاسد تشخیص شي او ووايئ چې دا بد دی او دا ښه نو یو قدم هم وړاندې نه‎شو تللای، په هېواد کې د فساد پر وړاندې د مبارزې اتلان نشته ټول د اداري فساد قرباني دي."

افغانستان د نړۍ یو له فاسدو هېوادونو څخه ګڼل کېږي او د شفافیت نړیوال سازمان دغه هېواد د نړۍ درېیم فاسد هېواد بللی دی.

که څه هم د اداري فساد پر وړاندې مبارزه د ملي یووالي د حکومت د مشرانو له لومړیتوبو څخه ګڼل کېږي خو یو شمېر کارپوهان وايي چې د دوو کلنو په تېرېدو دوی په دې برخه کې لویه لاسته راوړنه نه لري.

د افغانستان په نظام کې فساد ان د بهرنیو چارواکو د غُصې لامل شوی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندیه ادارې یا یوناما یوه مسؤل مایکل هارتمن وايي چې تر دې دمه یو وزیر او یا هم د اوسني او پخواني وزیر مرستیال د فساد په تور نه دی محاکمه شوی.

د افغانستان حکومت دا مهال د نړیوالې ټولنې تر سخت فشار لاندې دی او نړیوالې ټولنې له دغه هېواد سره د خپلو مرستو دوام د فساد پر وړاندې مبارزې ته مشروطې کړې دي.

په دې برخه کې د افغان حکومت لاسته راوړنې به د نړیوالې ټولنې له لوري د بروکسل په ناسته کې وارزول شي او افغان حکومت به هم په دغه ناسته کې له خپلو لاسته راوړنو ووايي.

خو پوښتنه دا ده چې افغان حکومت به وکړای شي د بروکسل تر ناستې د نړیوالې ټولنې قناعت ترلاسه کړي.

سیاسي کارپوه او د سوداګرۍ پخوانی وزیر امین فرهنګ
سیاسي کارپوه او د سوداګرۍ پخوانی وزیر امین فرهنګ

سیاسي کارپوه او د سوداګرۍ پخوانی وزیر امین فرهنګ په دې اړه وايي:

"په هغه ځای کې چې لوی فساد شوی اصلاً د حکومت زور نه رسېږي چې مداخله وکړي یوازې پر کمزورو کسانو یې زور رسېږي او باید ووایم چې حکومت د فساد پر وړاندې په مبارزه کې ناکام دی."

د ښاغلي فرهنګ په وینا ترهغې چې فاسد کسان د حکومت په لوړو پوستونو کې په دندو بوخت وي او سزا ونه ویني د فساد پر وړاندې مبارزه به هم نتیجه ورنه‎کړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG