د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۴

عبدالرحیم‌زی: بروکسل کنفرانس ته چمتووالی بشپړ شوی


د افغانستان مالیې وزارت وایي، د بروکسل په کنفرانس کې د ګډون لپاره‌یې چمتووالی بشپړ شوی دی.

یاد وزارت وایي، د بروکسل کنفرانس ته د وړاندې کولو لپاره‌یې له ټولو اړوندو سکټورونو څخه طرحې تر لاسه کړي او چمتو دي چې په دغې غونډه کې ګډون وکړي.

د دغه وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیم‌زي د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د حکومت له‌خوا د افغانستان د سولې او ملي پراختیا په چوکاټ کې چې څه موده مخکې نهایي شو، دا ټولې طرحې او وړاندیزونه شامل دي.

عبدالرحیمزی: موږ دې کنفرانس ته بشپړ چمتووالی لرو
عبدالرحیمزی: موږ دې کنفرانس ته بشپړ چمتووالی لرو

هغه زیاته کړه:

"موږ بشپړ چمتووالی لرو په دوه دلیله، یو خو دا چې سند مو نهایي کړی او باالمقابل کومې ژمنې چې موږ د توکیو کنفرانس نه راپدېخوا درلودې، اکثره‌یې عملي شوي دي."

د افغانستان اقتصادي خودکفایي او لومړیتوبونه هغه اساسي مسایل دي چې د ښاغلي عبدالرحیم‌زي په خبره په دغې طرحه کې ځای لري.

نوموړی وایي، په بنسټیزو برخو کې د اوبو، انرژۍ، کرنې، رېل ګاډي پټلۍ او داسې نورو سکټورونو باندې بحث کېږي.

بروکسل کنفرانس د راتلونکې اوکټوبر میاشتې په ۴ او ۵مه د بلجیم مرکز بروکسل کې د ۷۰ هېوادونو او دېرشو سازمانونو د استازو په ګډون جوړېږي، د دغې ناستې هدف له افغانستان سره د نړیوالو اقتصادي مرسته ده.

د دې تر څنګ د ښځو پیاوړتیا، سیمه‌ییزې همکارۍ او د افغان کډوالو موضوع هغه مسایل دي چې د غونډې په څنډه کې به ورباندې بحث وشي.

خو تر څنګ‌یې افغان حکومت اړ دی چې اصلاحات راولي، له اداري فساد سره مبارزه او د بشري حقونو وضعیت سم کړي.

له دې مخکې د توکیو په کنفرانس کې په ۲۰۱۲ کال کې د څلورو کلونو لپاره نړیوالو له افغان حکومت سره د ۱۶ میلیارده ډالرو ژمنه وکړه.

نړیوالې ټولنې یو ځل بیا په ۲۰۱۴ کال د لندن په کنفرانس کې خپله ژمنه تازه کړه.

خو ایا افغان حکومت بروکسل کنفرانس کې د ګډون لپاره پوره چمتووالی لري او که نه په اړه‌یې د چارو کارپوه قیس محمدي وايي:

"زه فکر کوم د افغانستان حکومت تر ننه پورې هم دې ته تیاري نه‌لري چې د بروکسل کنفرانس ته ولاړ شي، ځکه ډېرې داسې ژمنې موجودې وې چې موږ کړي، خو تر اوسه مو نه‌دي عملي کړي."

ښاغلی محمدي وایي، ښایي دا ځل هم د تېرو کنفرانسونو غوندې حکومت ژمنې وکړي او نړیوال هم یوه اندازه مرستې وکړي، خو په خبره‌یې دا کار د اوږد مهال لپاره د افغانستان درد نه‌شي دوا کولای.

نوموړی سپارښتنه کوي چې نړیوال باید له افغانستان څخه د څارنې یو منظم پلان جوړ کړي چې له مخې یې د حکومت ژمنې وخت په وخت تعقیب او د عملي کېدو لپاره‌یې لازم فشارونه راوړل شي.

تر دې مخکې د پوهنې، ښځو چارو او کډوالو او بېرته راستېدونکو چارو وزارتونو ویلي وو چې بروکسل کنفرانس ته‌یې خپلې طرحې چمتو کړي دي.

راپور: محمد قسیم سوله‌مل

XS
SM
MD
LG