د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۹

د ښځو چارو وزارت بروکسل غونډې ته د طرحې په جوړېدو کار کوي


د افغانستان د ښځو چارو وزارت وایي، د بروکسل ناستې لپاره‌یې پر یوې جامع طرحې کار کړی او د بروکسل ناستې ته‌یې چمتو کړې ده.

د ښځو چارو وزارت وایي، سره له‎ دې چې افغان مېرمنو په تېرو کلونو کې مهمې لاسته راوړنې درلودې خو د یاد وزارت په وینا دغه لاسته راوړنې کافي نه‎دي او باید په ‎دې برخه کې نورې هڅې هم وشي.

د دغه وزارت مرستیالې سپوږمۍ وردګ د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دوی د ښځو په برخه کې مهمې لاسته راوړنې ترتیب او جمهوري ریاست ته استولي څو د بروکسل په ناسته کې مطرح کړي.

مېرمن وردګ همدارنګه وویل چې د ښځو د حقونو د تأمین لپاره یوه طرحه هم چمتو شوې ده.

وردګ: د ښځو د حقونو د تامین لپاره یوه طرحه هم چمتو شوې
وردګ: د ښځو د حقونو د تامین لپاره یوه طرحه هم چمتو شوې

دا وايي:

"کومې اړتیاوې چې د ښځو په برخه کې د افغانستان په کچه موجودې دي، د بروکسل په ناسته کې به مطرح شي، موږ غواړو چې په عدلي او قضایي سکټور او په رهبرۍ کې د ښځو حضور نه قانوني ملاتړ ډېر شي."

ټاکل شوې چې د بروکسل ناسته د روان میلادي کال د اکټوبر په څلورمه او پنځمه په بلجیم کې جوړه شي.

د افغانستان د ښځو چارو وزارت وایي، د دې ناستې په څنډه کې د افغان مېرمنو وضعیت د څېړلو لپاره یو کنفرانس هم جوړېږي.

تر دې وړاندې اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ویلي و چې حکومت د شفافو حساب ورکولو، د قانون حاکمیت، د ښځو له حقونو نه ملاتړ او د بشر د حقونو په برخه کې مهمې لاسته راوړنې لري.

عبدالله: حکومت په خپلو هغه ژمنو عمل کوي چې له افغان ولس او له نړیوالې ټولنې سره یې کړي.
عبدالله: حکومت په خپلو هغه ژمنو عمل کوي چې له افغان ولس او له نړیوالې ټولنې سره یې کړي.

په ورته وخت کې مدني فعالې حمیرا ثاقب ازادي راډيو ته وویل چې عدالت ته د ښځو کمه لاسرسي، عدلي او قضایي ارګانونو کې د دوی کمه ونډه او د سولې په خبرو اترو کې د دوی نه‌حضور هغه ستونزې او غوښتنې دي چې ښځې ورته د پاملرنې غوښتونکې دي.

مېرمن ثاقب همدارنګه وویل چې د ښځو په وړاندې د ستونزو د له‎منځه وړلو لپاره دوی هم په یوې طرحې کار کوي چې دغه طرحه به د بروکسل په ناسته کې وړاندې شي.

مدني فعالې حمیرا ثاقب
مدني فعالې حمیرا ثاقب

اغلې ثاقب زیاته کړه:

"له نړیوالې ټولنې به وغواړو چې افغان مېرمنې هېرې نه‌کړي، د افغانستان مېرمنې تر دې ډېرو مرستو ته اړتیا لري او هیله لرو چې نړیواله ټولنه خپلو مرستو ته دوام ورکړي."

په ورته وخت کې د ښځو د حقونو فعاله حسینه حسین وایي، سره له‎دې چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د له‎منځه وړلو په نوم افغانستان ته په میلیونونه ډالره راغلل خو په وینا یې چې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی راکم نه‎شو.

مېرمن حسین ټينګار کوي چې افغان حکومت باید له هرې ممکنه لارې هڅه وکړي څو د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوی وکړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG