د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۵

بروکسل ته د ژمنو پر پوره کېدو د افغان حکومت ټينګار


د ملي وحدت حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله وايي چې د بروکسل کنفرانس لپاره د افغان حکومت چمتوالی ښه پرمخ روان دی.

ښاغلي عبدالله وايي، حکومت په خپلو هغه ژمنو عمل کوي چې له افغان ولس او له نړیوالې ټولنې سره یې کړې دي.

اجراییه رییس وايي حکومت د شفافې حساب ورکونې، د قانون حاکمیت، ښې حکومتوالۍ، له فساد سره د مبارزې، د ښځو د رول د پياوړتیا، د ظرفیتونو د لوړولو، د کار پيداکولو او د بشري حقونو د ټينګښت په برخه لاسته راوړنې به د بروکسل غونډې ته وړاندې کړي.

عبدالله عبدالله چې د دوشنبې په ورځ یې د وزیرانو شورا د غونډې له پيل وړاندې خبرې کولې وویل دغه هغه ژمنې وې چې افغان حکومت له نړیوالې ټولنې سره له بروکسل غونډې وړاندې کړي دي.

ښاغلي عبدالله: حکومت په خپلو هغه ژمنو عمل کوي چې له افغان ولس او له نړیوالې ټولنې سره یې کړي.
ښاغلي عبدالله: حکومت په خپلو هغه ژمنو عمل کوي چې له افغان ولس او له نړیوالې ټولنې سره یې کړي.

هغه زیاته کړه:

"هغه چمتوالی چې د بروکسل غونډې لپاره نیول شوی په دې اړه د ولسمشر په رهبرۍ په دوامدارو غونډو کې ښه پرمختګونه شوي، هغه ژمنې چې موږ له خپلو خلکو، نړیوالې ټولنې او مرسته کوونکو هېوادونو سره کړې، په دې برخه کې پرمختګونه شوي دي."

د افغانستان په اړه د بروکسل غونډه روان میلادي کال د اکتوبر میاشتې په څلورمه او پنځمه نېټه د اروپايي ټولنې په کوربه توب په بلجیم کې جوړیږي.

ټاکل شوې چې په دې غونډه کې د ۷۰ هېوادونو استازو تر څنګ د شاوخوا ۲۰ نړیوالو سازمانونو استازي د افغانستان سره د مالي او سیاسي همکارېو پر دوام بحث وکړي.

افغان حکومت په وار وار ټینګار کړی چې له ځانګړیو پروګرامونو سره به په دغه غونډه کې ګډون وکړي، څو له ۲۰۱۷ څخه تر۲۰۲۰ میلادي کالو پورې نړیوالې مرستې ترلاسه کړي.

د سیاسي چارو یو شمېر افغان کارپوهان که څه هم د بروکسل راتلونکې غونډه د افغانستان لپاره مهمه او ګټوره بولي خو وايي افغان حکومت نه دی توانېدل له دې کنفرانس نه وړاندې له نړیوالې ټولنې سره کړې ژمنې عملي کړي.

د دغو کارپوهانو له ډلې غلام جیلاني ځواک ازادي راډيو ته وویل حکومت له فساد سره د ټینګې مبارزې اراده نه لري، ورځ تر بلې خلک له حکومت څخه بیزاره کېږي.

هغه زیاته کړه:

"هغه ژمنې چې له خلکو سره شوې وې د امنیت راوستلو، د ښې حکومتوالۍ او له فساد سره د مبارزې په برخه کې هغه یوه هم نه ده عملي شوې، افغان حکومت د بروکسل کنفرانس ته هیڅ ډول چمتوالی نه لري."

ښاغلي ځواک زیاتوي د ولسمشر او اجراييه رییس ترمنځ د واک پر سر اختلافات د دې باعث شوي چې حکومت په تېرو دوو کلونو کې په خپلو کارونو کې پاتې راشي.

هغه زیاتوي د بروکسل په راتلونکي کنفرانس به هغه ژمنې چې نړیوالې ټولنې پخوا کړې هغه یو ځل بیا تازه شي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېره جولای میاشته کې د امریکا په ګډون بېلابېلو هېوادونو د وارسا په غونډه کې له افغانستان سره ژمنه وکړه چې تر ۲۰۲۰ کاله به هر اړخیز ملاتړ ترې کوي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG