د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۲

واشنګټن پوسټ: د افغانستان لوی څارنوال د عدالت رسولو هلې ځلې کوي


واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د افغانستان د لوی څارنوال په اړه لیکنه خپره کړې.

په دې لیکنه کې چې عنوان یې دی"د افغانستان لوی څارنوال عامو خلکو ته د عدالت رسولو هلې ځلې کوي" لولو:

ټوله ورځ د لوی څارنوال د دفتر مخته اوږده کتارونه ولاړ وي.

مراجعانو چې کاغذونه او عریضې یې په لاسونو کې نیولي، اورېدلي چې د افغانستان نوی لوی څارنوال پاک سړی دی او غواړي چې د هر چا خبره واوري.

واشنګټن پوسټ وايي، لوی څارنوال ته د کورنیو له وړو مسئلو نیولې تر لویو پېښو پورې هر راز شکایتونه کېږي.

ورځپاڼه د یوې چادري والې ښځې یادونه کوي چې په ژړا لوی څارنوال ته ورغلې او ورته شکایت کوي چې ګاونډیان یې د دې لور ځوروي.

یوه بزګر د خپل زوی په اړه چې په اعدام محکوم شوی، شکایت کړی او وايي چې د ده له زویه په زور اقرار اخېستل شوی دی.

خو ۴۹ کلن حمیدي په غور د دوی شکایتونه اوري او ډېر ځلي د تفصیل لپاره له مراجعانو څخه پوښتنې کوي. ځیني عریضې لاسلیک کړي او د قانوني اقدام حکم صادر کړي یا د بیا کتنې امر وکړي.

خو په ځینو مواردو کې بخښنه وغواړي او ووايي چې څه نه شي کولی.

د محمد سرور اکبري په نوم یوه مامور چې دوسیې یې په لاس کې نیولې وې، لوی څارنوال ته وویل:

"له ۱۶ کلونو راهیسې له یوه دفتره بل ته ځم خو هیڅوک هم زما دوسیې ته پام نه کوي، تاسې مې یوازینۍ هیله یاست."

ده وویل، ورور یې کلونه مخکې ووژل شو، قاتل یې چې سیاسي ملاتړ یې درلود، له بنده خوشې شو.

حمیدي ورسره ژمنه وکړه چې قضیه به یې وڅېړي.

ورځپاڼه وايي چې ښاغلی حمیدي هره اوونۍ له خلکو سره عمومي غونډه کوي څو په دې توګه پر عدلي – قضايي سیسټم د خلکو اعتماد ترلاسه شي.

واشنګټن پوسټ زیاتوي، د افغانستان پر عدلي او قضايي سیسټم ډېر انتقادونه کېږي چې کارونه یې سوکه دي، فساد په‎کې ډېر دی او ډېر سیاسي شوی دی.

د ولسمشر غني د اصلاحاتو په اجنډا کې یوه مسئله په دغه سیسټم کې د اصلاحاتو راوستل دي او په دې لړ کې د ده له لوري د لوی څارنوال په توګه د حمیدي ټاکل په پراخه پیمانه ستایل شوي دي.

دي لانګ وار ژورنال:

دي لانګ وار ژورنال خپرونې د افغانستان په جنوب ختیځ کې د طالبانولاس ته د دوو ولسوالیو پر لوېدو لیکنه خپره کړې ده.

خپرونې په یوه اوونۍ کې د پکتیا د جاني‎خېل او د پکتیکا د اومنې ولسوالیو سقوط د دې لپاره هم مهم بللي چې دا سیمې د حقاني او القاعده شبکو د فعالیت پخواني مرکزونه دي.

د پکتیکا چارواکو ازادي رادیو ته ویلي چې ځواکونه یې جاني‎خېل ولسوالۍ ته رسېدلي او اکثره سیمې یې بېرته نیولي دي.

دي لانګ وار ژورنال وايي چې طالبان په پکتیکا ولایت کې له ۱۹ ولسوالیو څخه ۲ تر کنټرول لاندې لري چې یوه وازې خوا ده او بله اومنه.

دي لانګ وار ژورنال باور لري چې د افغانستان مخ په خرابېدونکی وضعیت به د دې سبب شي چې د امریکا حکومت له دغه هېواده د خپلو پوځیانو د ایستلو بهیر ورو کړي.

XS
SM
MD
LG