د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۳

افضلي: فساد سره د مبارزې مرکز تر اوسه هېڅ لاسته راوړنه نه‌لري


د افغانستان د شفافیت بنسټ وايي چې د فساد سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز تر اوسه هېڅ لاسته راوړنه نه‌لري.

یاد مرکز وايي، که په فساد د تورنو کسانو دوسیې همداسې پټې پاتې شي د فساد سره د مبارزې په برخه کې به د خلکو باور په پشپړ ډول له‌منځه ولاړ شي.

د دې بنسټ مشر سید اکرام افضلي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د حکومت د کافي چمتووالي نه‌شتون د دې سبب شوی چې فساد سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز تر اوسه څه لاسته راوړنې ونه‌لري.

نوموړي زیاته کړه نور باید د معافیت فرهنګ ته د پای ټکی کېښودل شي.

افضلي: نوموړي زیاته کړه نور باید د معافیت فرهنګ ته د پای ټکی کېښودل شي.
افضلي: نوموړي زیاته کړه نور باید د معافیت فرهنګ ته د پای ټکی کېښودل شي.

هغه زیاته کړه:

"هغه بنسټونه چې باید له فساد سره مبارزه وکړي خپله په فساد ککړ دي، بل‌خوا قضیو ته د رسېدو په برخه کې لازم ظرفیت نه‌لري، له همدې امله حکومت د فساد سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز جوړ کړ، خو دا چې دا مرکز هم پلان نه‌لري تر اوسه بې‌لاسته راوړنې دی، د دوی له‌خوا تر اوسه یوه قضیه هم وروستۍ شوې نه‌ده."

ښاغلی افضلي وايي چې له زورواکو سره د مفسدو کسانو اړیکې د دې سبب شوي چې حکومت دې د لوړپوړو چارواکو د فساد دوسیو څېړلو ته لومړیتوب ورنه‌کړي.

د راپورونو له مخې په تېر کې یو شمېر حکومتي چارواکي په فساد تورن شوي دي، خو د هغوی د دوسیو څېړل بیا تر پایه پټ پاتې شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازي پلاوي یوه مسؤل هم تازه ویلي چې تر اوسه هېڅ لوړپوړی افغان چارواکی په فساد کې د لاس لرلو له امله محکمې ته نه‌دی کش شوی.

خو دوه ورځې وړاندې د حکومت اجرائیه رئیس وویل چې چاته د مفسدینو څخه د ملاتړ اجازه نه‌ورکوي او د فساد د څېړلو په قضیو کې به هېڅ استثنا نه‌وي.

له دې وړاندې جمهور رئیس محمد اشرف غني ویلي چې فساد د پخواني حکومت میراث دی خو ټینګار یې کړی دی چې د هغې د ختمولو لپاره هڅې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د شفافیت نړیوال سازمان له‌خوا خپور شوي راپور کې افغانستان په فساد کې د ککړو درېیمه درجه هېوادونو کې راغلی دی.

د ملي یووالي حکومت د اداري فساد سره د ښې مبارزې په برخه کې عدلي او قضایي مرکز جوړ کړ چې نېږدې شل ورځې وړاندې یې رسماً په کار پیل کړی دی.

د لویې څارنوالۍ د معلوماتو له مخې د اداري فساد سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز، ټولو غټو جرمي قضیو ته د رسېدو مسؤلیت لري.

د لویې څارنوالۍ د دفتر رئیس بکتاش عزیزي ازادي راډيو ته وویل چې د پنځو میلیونو افغانیو څخه د ډېر رشوت او د لسو میلیونو افغانیو څخه د لویو درغلیو قضیې د دې مرکز له لوري څېړل کېږي.

عزیزي د ۵ میلیونو افغانیو څخه د ډېر رشوت او د ۱۰ میلیونو افغانیو څخه د لویې درغلیو قضیې څېړل کېږي.
عزیزي د ۵ میلیونو افغانیو څخه د ډېر رشوت او د ۱۰ میلیونو افغانیو څخه د لویې درغلیو قضیې څېړل کېږي.

هغه زیاته کړه:

"د افغانستان لویې څارنوالۍ د دې مرکز ټولو ولایتي ریاستونو ته هدایت ورکړی تر څو د فساد ټولې غټې قضیې چې تر څېړنې لاندې یي دي ژر تر ژره د اداري فساد سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز ته وسپاري چې دا مرکز یې په اړه څېړنې وکړي چې محکمې ته‌یې سپاري که په اړه‌یې څه پرېکړه وکړي."

له دې سره د چارو کارپوه امین فرهنګ وايي چې حکومت د فساد سره د مبارزې په برخه کې ناکام شوی دی.

د هغه په وینا حکومت یوازې کمزوري کسان په فساد کې د لاس لرلو له امله تر څار لاندې نیسي خو د لوړپوړو چارواکو په اړه اصلاً غږ نه‌پورته کېږي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG