د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۳

د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضايي مرکز کار پيل کړ


د افغانستان د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د غړو له بشپړېدو سره رسماً په خپل کار پیل وکړ.

د افغانستان لوی څارنوال چې د یاد مرکز مشر هم دی وايي، دغه مرکز به د فساد پر وړاندې جدي مبارزه وکړي.

فرید حمیدي وايي، د فساد پر وړاندې د عدلي او قضايي مرکز غړي د لوړو معیارونو له مخې په دندو ګمارل شوي او د اساسي قانون او نورو اړوندو قوانینو په رڼا کې به خپل کارونه مخ ته یوسي.

ښاغلي حمیدي چې نن سې شنبې په کابل کې د دغه مرکز د کار د پیل په اړه یوې جوړې شوې غونډې ته خبرې کولې وویل چې یاد مرکز به د فساد پر وړاندې په پوره ژمنتیا مبارزه وکړي.

لوی څارنوال فرید حمیدي
لوی څارنوال فرید حمیدي

​هغه زیاته کړه:

"موږ به په افغانستان کې د فساد په وړاندې په پوره قاطعیت او دقت مبارزه وکړو، ترڅو داسې ونه‌شي چې په افغانستان کې له فساد سره مبارزه په یوه سیاسي وسیله بدله شي، موږ جداً په دې برخه کې حساس یو."

نوموړي همدارنګه ژمنه وکړه چې د دغه بهیر پر مهال به هغو کسانو ته چې پرې ادعا کېږي، د ځان د دفاع لپاره کافي وخت ورکول کېږي او اعتراضونو او خبرو ته به‌یې پاملرنه وشي.

د فساد پر وړاندې د عدلي او قضايي مرکز مشري د افغانستان لوی څارنوال کوي او د هغو وزیرانو، والیانو او معینانو د دوسیو څېړل‌یې د کار په لومړتیوب کې دي چې په فساد تورن دي.

دا اقدامات په داسې حال کې کېږي چې تر دې وړاندې په افغانستان کې د اروپایي ټولنې مسؤلینو له جګړې وروسته اداري فساد تر ټولو لویه ستونزه بللې او ټينګار یې کړی چې دا مسئله به له افغانستان سره د نړیوالو مرستې زیانمنې کړي.

دې سره هم‌مهاله د مدني ټولنې یو شمېر غړي بیا د فساد پر وړاندې د عدلي او قضايي مرکز له جوړېدو هرکلی کوي خو ټينګار یې دا دی چې دغه مرکز باید د فساد دوسیې په پوره شفافیت وڅېړي.

د عدالت لپاره د ښځو د یووالي بنسټ مسؤلې لیا غضنفر جواد په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"کوم کسانو چې په دې مرکز کې په کار پیل کړی او دې برخې ته راغلي دي زموږ ترې هیله دا ده، څو دوی په دې وتوانېږي چې په ښه توګه خپل کارونه مخې ته یوسي او دوی پرېښودل شي."

دا مرکز په داسې حال کې په خپل کار پيل کوي چې اوس هم خلک په عدلي او قضايي بنسټونو کې له فساد څخه سر ټکوي.

خو لوی څارنوال ډاډ ورکوي چې د دې مرکز په پرانیستلو سره به له فساد سره جدي مبارزه وکړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

فساد پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضايي مرکز کار پیل کړ
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:24 0:00

XS
SM
MD
LG