د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۵

لوی څارنوال: له مفسدینو سره به جوړجاړی ونه‎کړم


د افغانستان لوی څارنوال فرید حمیدي
د افغانستان لوی څارنوال فرید حمیدي

د افغانستان لوی څارنوال وايي، اداري فساد نه‌شي زغملای او له مفسدو کسانو سره به جوړ جاړی ونه‎کړي.

فرید حمیدي وايي، په لویه څارنوالۍ کې یې د اداري فساد د له‌ منځه وړلو لپاره لومړني ګامونه پورته کړي او تأکید کوي چې په دغې اداره کې به فساد له‌ منځه یوسي.

ښاغلي حمیدي د یکشنبې په ورځ د یو شمېر څارنوالانو د پېژندلو په غونډه کې وویل، تر هغې چې په عدلي دستګاه کې د فساد ریښې وچې نه‌شي له فساد او جرمونو سره مبارزه، د عدالت تأمینول او د قانون حاکمیت به مشکله وي.

حمیدي وايي:

"د فساد لومړۍ قرباني د قانون حاکمیت، د عدالت تأمینول او د خلکو د حقونو تر پښو لاندې کول دي تر هغې چې موږ لویه څارنوالۍ چې د فساد او جرایمو پر وړاندې د مبارزې لومړنۍ کرښه ده، پاکه نه‌کړو مشکله به وي چې د فساد پر وړاندې ګام پورته کړو."

یوه ورځ وړاندې د افغانستان لویې څارنوالۍ ویلي و چې د عدالت د تأمینولو او د شفافیت د رامنځته کولو لپاره‌یې په لویه څارنوالۍ کې ۲۵۰ څارنوالان تغییر او تبدیل کړي دي.

دغه اداره وايي، جرمونو ته د ښې رسېدنې او د فساد پر وړاندې د مؤثرې مبارزې لپاره‌یې یاد تغيیرات او تبديليانې راوستي دي.

له دې ټولو سره ـ سره وحیدالدین ارغون چې تازه د لویې څارنوالۍ د مرستیال په توګه ټاکل شوی د لویې څارنوالۍ په اداره کې له وظیفوي تداخل او کارشکنۍ څخه شکایت کوي.

وحید الدین ارغون
وحید الدین ارغون

ښاغلی ارغون زیاتوي:

"له کله چې ما دغې ادارې ته قدم ایښی دی د همغږۍ نه موجودیت، په ځینو برخو کې وظیفوي تداخل محسوس کېږي او په ورته وخت کې په دغه بنسټ کې نظارتي مېکانیزم هم نه‌شته چې باید په دې برخو کې کار وشي او غواړم ووایم چې کمزورۍ باید په فرصتونو بدلې کړو."

خو ځیني بیا اندېښنه لري چې د لویې څارنوالۍ په اداره کې یاد تغییرات او تبدیلۍ د سیاسي سلیقو له مخې شوي دي او د فساد د لمنځه وړلو په برخه کې هېڅ ګټه نه‌لري.

د محمد باعث په نوم یو ګډونوال وايي، دی د غلا په تور په یوه قضیه کې چې بې‌اساسه هم ده عدلي بنسټ ته معرفي شوی او اووه میاشتې کېږي چې د دغه قضیې د حل لپاره دغه بنسټ ته ورځي خو هغوی ترې پیسې غواړي.

خو د لویې څارنوالۍ اداره وايي چې د فساد د ریښو وچول په لنډ مهال کې ممکن نه‌دی او تر هغې چې دغه پدیده ورکه نه‌کړي او قانون عملي نه‌کړي ارامه ناسته به ونه‌کړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG