د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۷

هېواد: د افغانستان پرمخ د فساد ناولی داغ څنګه پاکېدی شي؟


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو تر ډېره د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي او دفاعي سند او په افغانستان کې د اداري فساد په اړه مطالب او لیکنې خپرې کړې دي.

سرنوشت:

سرنوشت نادولتي ورځپاڼې د ناټو د عمومي منشي اندرس فوغ راسموسن خبره را اخیستې چې ویلي یې دي؛ په افغانستان کې د دوی د حضور لپاره د امنیتي او دفاعي تړون لاسلیک کېدل ضروري دي.

ښاغلي راسموسن څرګنده کړې، که چیرې د کابل او واشنګټن ترمنځ امنیتي او دفاعي سند لاسلیک نه شي؛ نو ناټو نه شي کولای چې خپل نوی ماموریت پیل کړي.

سرنوشت د شفافیت د نړیوال سازمان هغه خپور شوي راپور ته هم اشاره کړې چې؛ په کې افغانستان په ۲۰۱۳ میلادي کال کې یوځل بیا د سومالیا او شمالي کوریا سره په اداري فساد کې لومړی مقام ترلاسه کړی دی.

دې ورځپاڼې لیکلي چې، په افغانستان کې لومړی درجه مفسدین واکمن دي او ستر فساد په حکومت، خصوصي سکتور او په دې هیواد کې په میشتو بهرنیانو کې دی.

ملي باور:

ملي باور ورځپاڼې د ولسمشرکرزي د ویاند ایمل فیضي نه په نقل لیکلي چې؛ وایي، له امریکا سره د امنیتي او دفاعي سند په اړه د ښاغلي کرزي دریځ پرخپل ځای دی.

ایمل فیضي څرګنده کړې چې؛ امکان به ولري چې، ځینې دولتي چارواکي له امریکا سره د امنیتي او دفاعي تړون په اړه د ولسمشر کرزي د دریځ مخالف وي؛ خو د هغه په خبره دا مخالفتونه به د جمهور رییس پردریځ کوم اغیز ونه لري.

ملي باور په خپل لومړي مخکې په غټوټکو سره لیکلي چې؛ په افغانستان کې د جګړې او سیاسي ناندریو ترڅنګ د فساد سطح هم ورځ تربلې پورته ځي.

دې ورځپاڼې لیکلي، چې لاهم افغان دولت د اداري فساد د مخنیوي لپاره داسې کوم ګام نه دی اوچت کړی چې؛ د افغانانو او نړېوالو اندیښنو ته ځواب ووایي.

هېواد:

هیواد دولتي ورځپاڼې هم د ناټو د عمومي منشي هغه ګواښ رااخیستی؛ چې وایي، که له امریکا سره امنیتي او دفاعي تړون لاسلیک نه شي؛ نو د ناټو روزونکي او سلاکاران هم نه شي کولای چې؛ له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته په افغانستان کې خپل ماموریت ترسره کړي.

دې ورځپاڼې د اندرس فوغ راسموسن په حواله لیکلي چې؛ د کابل او واشنګټن ترمنځ امنیتي تړون کولای شي چې؛ په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د حضور لپاره قانوني چوکاټ رامنځ ته کړي.

هېواد ورځپاڼې هم د افغانستان پرمخ د فساد ناولی داغ څنګه پاکېدی شي؛ ترعنوان لاندې په دې هېواد کې د اداري فساد په اړه یو مطلب خپورکړیدی.

محور:

محور غیر دولتي ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي او دفاعي سند او په دې هیواد کې د اداري فساد په هکله لیکنې خپرې کړي.

محور لیکلي په داسې حال کې چې ولسمشر کرزي له امریکا سره د امنیتي او دفاعي سند په اړه پښې بندې کړي؛ خو د ده سلا کارانو او نږدې کسانو تر امریکا ډېر د حکومت کمزوري او خپل ځان ته ځای لټول غواړي.

دې ورځپاڼې په افغانستان کې د اداري فساد پرمسالې هم لیکنه خپره کړې او د دې ترڅنګ یې د زندانونو وضعیت هم د اندیښنې وړ بللل دی.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې هم سربیره پر دې چې د افغانستان او امریکا ترمنځ یې د امنیتي او دفاعي سند پر موضوع تمرکز کړی؛ د افغانستان د سولې پرمسالې یې له پاکستانیو چارواکو سره د جیمز ډوبنز خبرې اترې هم رااخیستي دي.

دې ورځپاڼې لیکلي چې، د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي جیمزډوبنز د پاکستان د ملي امنیت او په بهرنیو چارو کې د نوازشریف له سلاکار سرتاج عزیز سره په افغانستان کې د سولې پر پروسې هراړخیزې خبرې کړي.

چمتو کوونکی: نسیم شفق
XS
SM
MD
LG