د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۰

په دولتي پوستونو کې نوي تغیرات عجیب پیغام رسوي


کابل چاپ یو شمېر ورځپاڼو په لوړو دولتي څوکیو کې د وروستیو بدلونونو په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.

سرنوشت ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو سره لیکلي دي د کورنیو چارو وزیر او مرستیال یې د کابل ـ هرات لارې د ناامنۍ له امله ګوښه کړای شول.

ورځپاڼه وړاندې لیکي، ولسمشر دغه ګام وروسته له دې پورته کړ چې د ترانسپورټي شرکتونو مشرانو د دې لارې په اړه د ناامنۍ زړه بوږنوونکې کیسې ورته وکړې.

همدې ورځپانې په خپله سرمقاله کې پوښتنه کړې په امنیتي ادارو کې وروستي بدلونونه له امنیت سره مرسته کولای شي؟

د لیکوال د معلوماتو له مخې دا بدلونونه د امنیت د ښه والي په موخه راغلي دي، نو چارواکو ته په کار ده چې په همدې هدف د افغانستان د خلکو یوه مهمه اړتیا پوره کړي.

د سرمقالې لیکوال وړاندیز کړی د بدلون لپاره په کار وه چې؛ نوي کسان دغو دندو ته ګمارل شوي وای.

د لیکوال په باور نویو کسانو به په ادارو کې د پراخو اصلاحاتو لپاره کار کړای وای، مفسدین او کمزوري خلک به یې له دندو لري کړي وای.

ملي ارمان ورځپاڼې هم په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو سره لیکلي دولتي څوکۍ نه باید میراثي شي.

دنیا ورځپاڼې لیکلي په لوړو دولتي څوکیو کې ادلون او بدلون د سولې د پروسې د چټکوالي او غوره انتخباتو لپاره د امنیت تامینولو په هدف ترسره شوي دي.

د محور ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي له تېرو څو ورځو راهیسې په دولتي پوستونو کې ځینې نوي تغیرات عجیب پیغام رسوي.

د لیکوال په باور دهغې ډلې ادعاوې تر یوه ځایه ثبوت ته نږدې کېږي، چې ویل یې ولسمشر کرزی غواړي واک وغځوي او راتلونکي انتخابات به ونه شي.

د سرمقالې د لیکوال د معلوماتو له مخې ولسمشر کرزي په راتلونکو انتخاباتو کې خپل یو لوی رقیب عمر داودزی د کورنیو چارو سرپرست وزیر وټاکه او میدان یې یو ځل بیا یا خپله ځانته او که پرې زور راوړل شي، د خپلې خوښې کاندید ته لا له وړاندې لاره خالي کړه .

هشت صبح ورځپاڼې لیکي، د کورنیو چارو وزیر باید یو مسلکي، قوي مدیر او غیر سیاسي سړی وي.

د لیکوال په اند له دې وزارت سره سیاسي برخورد د دې سبب ګرځي چې امنیت خراب او د قانون پلې کول کمزوری شي.

ورځپاڼه د کرزي په اداره کې سرپرستانو ته اشاره کړې او لیکي چې ورځ تر بلې دسرپرستانو فهرست زیاتیږي ،همدا اوس دکورنیو چارو ،ملي امنیت ،لوی څارنوالۍ ،ستره محکمه او دسرحدونو چارو وزارت د سرپرستانو له خوا اداره کیږي.

د لیکوال په باور کرزي غواړي په داډول ټاکنو سره خپل جدي سیاسي رقیبان له دایرې خارج کړي ترڅو لاره یوه دولتي کاندید ته خلاصه شي.

چمتوکوونکی:رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG