د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۳

بشردوست: فساد پر وړاندې مبارزې مرکز د تېر ایستو لپاره جوړ شوی


د ولسي جرګې ځیني غړي او د فساد پر ضد مبارزې یو شمېر څارونکي د اداري فساد پر وړاندې مبارزې عدلي او قضايي مرکز کارونو ته خوشبینه نه‎دي.

له اداري فساد سره د مبارزې لپاره د حکومت په نوي تشکیل شوي مرکز د ولسي جرګې ځینو غړو او فعالانو باور له لاسه ورکړی دی.

د ولسي جرګې غړي رمضان بشردوست له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې دا مرکز د قانون په خلاف او د تېر په څېر د خلکو د تېر ایستلو لپاره جوړ شوی دی.

د ولسي جرګې غړي رمضان بشردوست
د ولسي جرګې غړي رمضان بشردوست

ښاغلي بشردوست زیاته کړه:

"اول د دوی کار د قانون په خلاف دی. د دې لپاره چې د افغانستان اساسي قانون او نورو اړوندو جزايي قوانینو وړاندوینه کړې چې کوم کوم ارګانونه مسؤلیت لري. دا ارګانونه دوی شاته پرېښې او یو سیاسي ترکیب‌یې جوړ کړی دی. لکه څنګه چې په تېرو لسو کلونو کې دوی خلک تېر ایستلي دا هم همداسې د خلکو تېر ایستلو او وخت تېرولو لپاره دي."

اخوا د ولسي جرګې بل غړي عارف رحماني ازادي راډیو ته وویل، که دا مرکز لوی مفسدین محاکمه نه‎کړي له فساد سره مبارزه به د تل لپاره له ناکامۍ سره مخ وي.

د ولسي جرګې دغو دواړو غړو همداراز د یاد مرکز په ترکیب هم انتقاد وکړ او ویې‌ویل چې تر ډېره پورې یې غړي د سیاسي مصلحتونو له مخې ټاکل شوي دي.

له اداري فساد سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز روانه اوونۍ په کار پیل وکړ او د لویو مفسدینو محاکمه او د هغوی د دوسیو څېړل‌یې د خپل کار لومړیتوب وباله.

فساد پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضايي مرکز کار پیل کړ
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:24 0:00

د افغانستان لوی څارنوال فرید حمیدي چې د یاد مرکز د مشر په توګه هم ټاکل شوی او د مرکز په پرانیست غونډه کې ژمنه وکړه چې د لویو مفسدینو محاکمه او د دوسیو څېړل به‌یې د کار په لومړیتوب کې وي.

ښاغلي حمیدي زیاته کړه:

"د افغانستان د دولتي مأمورینو لاس به ستاسو د اجرأتو په اساس د افغانستان له ګټو او جېبه لنډ شي. افغانانو ته ډاډ ورکوو چې دا ځل له فساد سره د افغان دولت مبارزه جدي او پرېکنده ده."

وموغوښتل د لویو مفسدینو د محاکمې په اړه د لوی څارنوال تازه نظر هم واخلو خو د څارنوالۍ مطبوعاتي دفتر وايي چې ډېر ژر به د یاد مرکز د دریځ او نورو مهمو مسایلو په اړه خلکو ته توضیحات ورکړي.

اخوا د افغانستان د روڼتیا څار مرکز رئیس اکرام افضلي وایي، له اداري فساد سره د مبارزې د نوي جوړ شوي مرکز په کارونو نظارت نه‌دی موجود او دا مرکز د دې جوګه نه‌دی چې لوی مفسدین محاکمه کړي.

افضلي: له اداري فساد سره د مبارزې د نوي جوړ شوي مرکز په کارونو نظارت نه دی موجود
افضلي: له اداري فساد سره د مبارزې د نوي جوړ شوي مرکز په کارونو نظارت نه دی موجود

ښاغلي افضلي زیاته کړه:

"باندنۍ او هغه مستقله څارنه چې د مرکز د استقلالیت لپاره مهمه ده داسې څارنه فعلاً نه‌شته. د لویو فاسدینو دوسیې زه فکر نه‌کوم چې دا مرکز وتوانېږي په لنډمهال کې وڅېړي او دې خلکو ته جزا ورکړي."

ښاغلی افضلي وايي، حکومت که څه هم د فساد ورکولو ته اراده لري خو باید له اداري فساد سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز پر کارونو کلک نظارت وشي تر څو چې د خلکو باور خپل کړي.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG