د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۶

افغانستان له اداري فساد سره مبارزې په برخه کې یو سافټویر جوړېږي


د ټیکنیشن"TECHNATION" په نوم بنسټ غواړي په افغانستان کې له اداري فساد سره د مبارزې لپاره نوې ټکنالوژي وکاروي.

دغه بنسټ غواړي داسي اپلیکیشنونه جوړ کړي چې پر مټ یې له فساد سره مبارزه ګړندۍ شي.

سره له دې چې په افغانستان کې له ټکنالوژۍ څخه د حکومتوالۍ په برخه کې ډېره ګټه نه اخیستل کېږي، خو لومړی ځل د داسي سافټویرونو د جوړېدو لپاره هڅې کېږي چې ترې له اداري فساد سره په مبارزه کې استفاده وشي.

دغه سافټویریا اپلیکیشن د ټیکنیشن په نوم بنسټ له خوا جوړېږي چې بیا وروسته په ځيرک ټلیفونونو او یا هم ویب پاڼو کې د کارونې وړ وي.

د ټیکنیشن د بنسټ رئیس عمر منصور انصاري د شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې دوی دا کار د افغانستان د نوښتګرو لابراتوارونو په نوم پروګرام له لارې تر سره کوي.

ښاغلي انصاري وویل، د سږ کال موضوع له اداري فساد سره د مبارزې لپاره د اپلکیشنونو جوړول دي چې د دې کار لپاره د ټکنالوژۍ د برخې ماهرین له مدني فعالانو سره په ګډه کار کوي.

هغه زیاته کړه:

"د نوښتګرو لابراتوارونو یوه ګټه دا ده چې مدني فعالان چې په ساحه کې تخصص ولري، دوی به د ټکنالوژۍ له متخصصینو سره په ګډه کار کوي تر څو ستونزه حل کړي."

نوموړی وایي، عامه پوهاوی، معلوماتو ته لاسرسی، د خدماتو وړاندي کول، د قراردادونو څرنګوالی، د فساد د مواردو په اړه راپور ورکول او استخدام هغه برخې دي چې په کې فساد شته او د دې ستونزې د حل لپاره د ټکنالوژۍ متخصصین له مدني فعالانو سره ګډ کار کوي.

دی زیاتوي چې په یادو برخو کې له تېرو درو ورځو راهیسي کاري ډلو کار کړی چې تر ټولو ښه اپلیکیشن ته به جایزه ورکول کېږي او ټولنې ته د وړاندې کولو لپاره به ورته مالي امکانات برابرېږي.

د دغې غونډې یو تن ګډونوال شمس الرحمن چې د ترافیکو په برخه کې د فساد د مخنیوي لپاره پر یوه اپلیکیشن کار کوي وایي چې دا اپلیکیشن مرسته کوي چې په دغه اداره کې فساد له منځه ولاړ شي او کوم عواید چې د موټرو د جریمې له درکه تر لاسه کېږي، منظم شي.

هغه زیاته کړه:

"له دې اپلیکیشن نه به ټول استفاده کولای شي او د فساد یوه مشخصه ساحه به تر پوښښ لاندي و نیسي چې هغه د ترافیکو برخه ده او موږ پکې زیاتي ستونزې لرو."

د افغانستان د نوښتګرو لابراتوارونو پروګرام له ۲۰۱۲ میلادي کال راهیسې فعالیت پیل کړی چې هر کال پر بېلابېلو مسایلو کار کوي.

د سږ کال د پروګرام مالي لگښت یې، د امریکا نړیواله پراختیایي اداره، انټرنیوز او کاونټرپارټ ادارې ورکوي.

د ټکنالوژۍ د چارو کارپوه بهادر هلالي وایي، په دولتي ادارو کې لا هم دومره امکانات نشته چې له دا ډول سافټویرونو نه استفاده وکړي خو په خبره یې که د دغو اپلیکیشنونو له لارې د اداري فساد په اړه را ټول شوي معلومات له دولت سره شریک شي، نو دا به ګټور اقدام وي.

هغه زیاته کړه:

"که دا د دولت لپاره وي، خو هلته دا ظرفیت نشته، ولې که د خلکو لپاره وي چې را ټول شوي معلومات له دولت سره شریک کړي، نو زما په فکر موثریت به یې زیات وي."

خو ښاغلی هلالي وایي، دا ډول پروګرامونه هغه وخت موثره تمامیدای شي چې په دولت کې له فساد سره د مبارزې لپاره سیاسي اراده موجوده وي.

حکومتي مسوولان په دې اړه څه نه وایي چې ایا له دې ټکنالوژۍ څخه به له اداري فساد سره مبارزه کې ګټه پورته شي او که نه خو تل یې پر دې ټينګار کړی دی چې له اداري فساد سره د مبارزې لپاره ټینګ هوډ لري.

راپور: محمد قسیم سوله مل

XS
SM
MD
LG