د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۱

د افغانستان لوی درستیز د پوځي مرستو جلبولو په هدف هند ته ځي


هندوستان- افغانستان ته د سخت دريځو پر وړاندې د جګړې لپاره وسلې ورکوي.

ټاکل شوې ده يوه اوونۍ وروسته د افغانستان لوی درستيز جنرال قدم‌شاه شهيم هندوستان ته سفر وکړي او نوې ډهلي ته د هغو وسلو فهرست وړاندې کړي چې افغانستان‌يې له دغه هېواده غواړي.

دا خبره په نوي ډهلي کې د افغانستان سفیر شيدا محمد ابدالي له ازادي راډيو سره د مرکې پر مهال وکړه.

ښاغلي ابدالي وويل افغان امنيتي ځواکونه نورو وسلو ته ډېره اړتیا لري او د هندوستان وسلې چې ډېری وختونه روسي وي، د کارولو لپاره د ځواکونو ځانګړې روزنې ته اړتیا نه‌لري او کولای شي په ښه توګه وکارول شي.

دا چې پاکستان او هندوستان له پخوا راهيسې له يو بل سره ښې اړيکې نه‌لري، له افغانستان سره د هندوستان د پوځي مرستو په اړه به پاکستان څه عکس‌العمل وښيي، د دې پوښتنې په ځواب کې ښاغلی ابدالي وايي چې د افغانستان خپلواکي هېڅ‌څوک نه‌شي محدودولای چې له کومه هېواده څخه څه غواړي.

په هندوستان کې د افغانستان سفیر شیدامحمد ابدالي
په هندوستان کې د افغانستان سفیر شیدامحمد ابدالي

هغه زیاته کړه:

"اميدوار يم د افغانستان ټول ګاونډیان د افغانستان اوسني شرايط درک کړي او د افغانستان د امنيتي قواوو د تجهيز لپاره بې‌ځایه ملحوظات چې د افغانستان ځينې ګاونډیان‌يې لري، ودروي او د افغانستان قواوې پرېږدي چې تجهیز شي تر څو د ترورېزم هغه پديده چې ټول ګاونډیان ورڅخه متضرر دي، مخه‌يې ونیول شي او د افغانستان په دفاعي چارو کې چې ضرورتونه دي، له ټولو سره همکار اوسي تر څو ټوله سیمه او افغانستان د ثبات خوا ته ولاړ شي."

هندوستان د تېرو پنځلسو کلونو په موده کې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د دوه مليارده ډالرو په لګښت پوځي او غیر پوځي مرستې کړي دي.

د تېر کال ډسمبر مياشت کې نوې ډهلي له افغانستان سره د څلورو تهاجمي هليکوپټرو مرسته اعلان کړه، کابل له دغو «MI-۲۵» تهاجمي هليکوپټرو څخه درې تر لاسه کړې او له سخت دريځو سره‌يې په جګړه کې په کار واچولې.

ټاکل شوې څلورم هليکوپـر په راتلونکو څو ورځو کې افغانستان ته وسپاري.

امریکا چې د افغان امنيتي ځواکونو د روزنې په برخه کې له ۲۰۰۲ میلادي کال راهيسې ۶۸ مليارده ډالر لګولي، د هندوستان له‌خوا افغانستان ته د مالي او پوځي مرستو هرکلی کوي.​

د روانې میاشتې په لومړيو کې په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکولسن له هندي چارواکو سره خبرې وکړې چې نوې ډهلي څه ډول له افغان هوايي ځواکونو سره مرسته کولای شي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د هندوستان صدراعظم نرېندار مودي د افغانستان بهرنیو چارو وزارت کې د ستوري ماڼۍ د پرانیستلو مراسمو کې چې د دې هېواد په مالي مرسته رغول شوې وه د وېډیويي کنفرانس له لارې افغانستان ته د خپلو مرستو په اړه ډاډ ورکړ.

XS
SM
MD
LG