د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۵

حامد کرزي له هنده د افغان پوځیانو د تجهیز غوښتنه کړې


پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي په هند غږ کړی چې له افغان پوځیانو سره هراړخیزې مرستې وکړي.

له افغان پوځیانو سره د بهرنۍ همکارۍ د جلب د هڅو په دوام حامد کرزي هم له هند څخه غوښتنه کړې چې له افغان پوځیانو سره په هوايي او ځمکنۍ برخه کې هر ډول مرستې وکړي.

ښاغلي کرزي په هند کې له بېلابېلو رسنیو سره په خبرو کې له هندي چارواکو غوښتي چې د افغان پوځیانو د تجهیز او تمویل او د روزنې به برخه کې فعاله ونډه واخلي او دا مرستې به یې خامخا ډېرې ګټورې ثابتې شي.

ښاغلي کرزي له هندو،اکسپرس انلاین،وایر،ایکس نیوز او څو نورو رسنیو سره په تېره یوه اوونۍ کې په خبرو کې په همدې برخې ډېر ټینګار کړی چې له افغان پوځیانو سره د هند مرسته مثبته تمامېږي او دا هېواد باید په بېلابېلو برخو کې مرستې وکړي.

حامدکرزي له وایر خبري آژانس سره په مرکه کې وویل:

"موږ به د افغان پوځیانو د لا پیاوړتیا او د هغوی د ظرفیتونو د لوړولو په خاطر له هندي چارواکو څخه د مرستو لپاره خپلې غوښتنې جاري وساتو، په هوايي او ځمکنۍ برخه او په ټولو برخو کې چې هند کولای شي موږ ترې مرستې غواړو، هند د پولیسو او اردو د روزنې لپاره ډېر ښه مرکزونه لري، د وسلو او نورو پوځي برخو کې یا مجموعاً په هره برخه کې چې هند مرسته کولای شي مرستې به یې د قدر وړ وي."

ښاغلي کرزي همداراز ویلي چې اسلامي دولت ډله په بشپړه توګه په سیمې باندې تحمیل شوې بهرنۍ تروریستي ډله ده او باید د له منځه وړلو لپاره یې د هند په شمول ټول لاس یو کړي.

هند په بېلابېلو برخو کې له هغې ډلې د پوځیانو د روزنې او د هوايي پوځ د تجهیز او تمویل لپاره خپلې مرستې کړي او یوازې سږ کال یې څلور جنګي هیلیکوپټرې افغان پوځیانو ته وسپارلې.

افغان امنیتي چارواکي د وسله والو مخالفینو او تروریستي ډلو د له منځه وړلو لپاره د بهرنیو مرستو موثریت ډېر زیات بولي او وايي، د هند د مرستو دوام به د افغان پوځیانو د پیاوړتیا او ظرفیتونو په لوړولو کې خورا مهم رول ولوبوي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي له ازادی راډيو سره په خبرو کې که څه هم له هنده د پخواني ولسمشر کرزي د غوښتنې په اړه تبصره ونه کړه، خو د هند مرستې یې د افغان پوځیانو لپاره حیاتي وبللې.

صدیقي: هندوستان چې د افغانانو یو سټراټیژيک ملګری دی، باید زموږ تر څنګه پاتې شي.
صدیقي: هندوستان چې د افغانانو یو سټراټیژيک ملګری دی، باید زموږ تر څنګه پاتې شي.

صدیق صدیقي ازادي راډیو ته وویل:

"هندوستان چې د افغانانو یو سټراټیژيک ملګری دی، باید زموږ تر څنګه پاتې شي، بې له شکه هند له افغانانو سره ډېره مرسته کړې او په پوځي برخه کې یې هم له موږ سره همکاري کړې ده، نو د مرستو دوام یې، د افغان پوځیانو د پیاوړتیا او ظرفیتونو په لوړولو کې خورا مهم اغېز لرلی شي."

دا لومړی ځل نه دی چې پخواني چارواکي په ځینو مهمو برخو کې د بهرنیو مرستو د جلب هڅه کوي، خو وبه کتل شي چې له افغان پوځیانو سره د هند د پوځي مرستو په خاطر د پخواني ولسمشر حامدکرزي وروستۍ پرله پسې غوښتنې څومره مثبتې ځوابېږي.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG