د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۷

هند افغانستان ته ۳ چیتل هلیکوپټرې ورکړې


نړېوالو ورځپاڼو افغانستان ته د هندوستان له خوا د درې هلیکوپټرو د ورکولو او په افغانستان د اسلامي دولټ ډلې د فعالیت په اړه مطالب خپاره کړي

دي.دي نېشن:

هندي خپرونې "دي نېشن" کابل ته د هندوستان له خوا د ورکول شويو هليکوپټرونو په اړه يو مطلب خپور کړی دی.

په دې مقاله کې راغلي چې هندوستان افغانستان ته تر دې څو اوونۍ مخکې چې افغان ولسمشر هندوستان ته لومړی رسمي سفر وکړي؛ درې هليکوپتر ورکړي دي.

دا هليکوپتر چيتل نوميږي چې په وسلو نه دي سمبال؛ بلکه د مرسته کوونکو رول لوبوي او د تېر جون د مياشتې راهيسې کابل ته د سپارلو لپاره په هندوستان کې تيار شوي وو. دواړو هېوادونو غوښتل د يوه سم فرصت پر مهال د هليکوپټرو د سپارلو مراسم تر سره کړي.

خو دي نېشن خپرونه وايي، د هندوستان د دفاع وزير "راو ایندرجيت سينګ" د خپل هېواد پارلمان ته وويل چې دا هليکوپتر کابل ته په پټه خوله د اپرېل په ۹مه لېږل شوي دي.

مقاله زياتوي چې ښاغلي سنګ پارلمان ته په ليکلي بڼه ويلي؛ دا هليکوپتر د الوتلو لپاره امتحان شول او د افغانستان د پيلوټانو له خوا د اپرېل په ۱۵مه قبول کړل شول.

مقاله وايي، له هندوستان سره د افغانستان امنيتي اړيکې له هغه وروسته مخ پر ځوړ دي چې تېر کال محمد اشرف غني ولسمشر شو.

دي نېشن خپرونې د وسلو د هغه بستې په اړه هم لیکي چې هندوستان افغانستان ته ورکوله. په دې بسته کې افغانستان ته د وسلو د سپارلو او د افغان ځواکونو د ظرفيت زياتولو په مقصد د خونديتوب د مرکزونو جوړول او د روسيې له لارې د تجهيزاتو ورکول هم شامل وو؛ خو دا پلان اوس ځنډول شوی دی.

سکای نیوز:

د اسټراليا د سکای نيوز خپرونې په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې په اړه مقاله ليکلې ده. دا مقاله د اسټراليا د بهرنيو چارو وزيرې "جولي بيشپ" له خولې وايي چې هغه اوازې ريښتيا ښکاري چې ګواکي د اسلامي دولت سخت دريځې ډلې اغېز په افغانستان کې مخ پر زياتېدو دی.

مقاله د مېرمن بيشپ له خولې لیکي چې د روان کال په پيل کې افغانستان ته ولاړه او د طالبانو له لارې د دې سخت دريځې ډلې د اغېز په اړه ورته معلومات ورکړل شول.

مقاله د مېرمن بيشپ له خولې ليکي چې د طالبانو او اسلامي دولت سخت دريځو تر منځ روابط ډېر د اندېښنې وړ دي.

مقاله زياتوي چې په بروکسل کې د شمالي اتلانتيک شورا ته په خپله وينا کې مېرمن بيشپ د ناټو او متحدو هيوادونو هغو ټولو خلکو ته چې په افغانستان کې يې خپل خدمات تر سره کړي وو؛ وستايل.

مقاله د مېرمن بيشپ له خولې ليکي چې د افغانستان راتلونکی اوس تر پخوا ډېر روښانه دی؛ خو زيات کار کولو ته اړتيا شته.

اوسمهال ۴۰۰ اسټراليايي سرتيري په افغانستان کې وظيفه تر سره کوي.

اسټرالیا افغانستان ته د ۲۰۱۷م کال تر پايه ۳۰۰ میليونه ډالر مالي مرسته ورکوي.

XS
SM
MD
LG