د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۸

ډیپلوماټ: افغانستان د هندوستان او پاکستان تر منځ


ډیپلوماټ ورځپاڼې په خپلۍ وروستۍ ګڼه کې د افغانستان، هندوستان او پاکستان د خپلمنځي اړیکو په اړه مقاله خپره کړې ده.

دا مقاله چې عنوان يې افغانستان د هندوستان او پاکستان تر منځ، دی، وايي چې د شوروي اتحاد له ماتېدو وروسته افغانستان یوازي پاته شو چې له همدې کبله د کورنۍ جګړې قرباني شو.

مقاله وايي چې د کورنۍ جګړې پيلوونکي مجاهدينو ملاتړ د افغانستان د ګاونډيو له خوا کېده.

د مقالې په وينا، وروسته پاکستان وتوانېد چې په افغانستان کې د طالبانو ملاتړ وکړي چې د هېواد ډېری برخې يې تر خپل کنټرول لاندې کړې.

ډیپلوماټ ورځپاڼه وايي، په همدې حال کې هندوستان او پاکستان خپلواکۍ اخيستو راهيسي له يو بل سره په دښمنۍ بوخت دي او غواړي خپل امنيت نور هم ټينګ کړي.

مقاله وايي چې تر دې دمه دغو دواړو هېوادونو اټمي وسلې جوړي کړي، پوځي ټکنالوژي يې تر لاسه کړې ده او له ځواکمنو هېوادونو سره ملګري شوي دي.

مقاله وايي چې د طالبانو د رژيم له ړنګېدو وروسته، هندوستان په افغانستان کې د دوه مليارده ډالرو په لګښت پرمختيايي پروژې پيل کړي دي چې پکې د زراعت، روغتيا، زده کړې، بورسونه او نورې برخې شاملې دي.

مقاله يادونه کوي چې پاکستان له افغانستان سره په دومره کچه مرسته نه ده کړې ځکه پخپله د چين او امريکا پر مرستو تکيه کوي او له همدې کبله له افغانستان سره د هندوستان له مرستو نه دی خوشاله.

ورځپاڼه ليکي چې پاکستان يو باثباته او پرمختللی افغانستان په هغه صورت کې غواړي چې د پاکستان تر اغېز لاندې وي او له هندوستان سره محدودې اړيکې ولري.

ډیپلوماټ ورځپاڼه په خپله مقاله کې لیکي چې افغانستان له پاکستانه د هندوستان غوندي د مرستو تمه نه لري خو غواړي چې پاکستان د افغان طالبانو، حقاني شبکې او نورو تروريستي ډلو ملاتړ بند کړي.

مقاله لیکي چې ولسمشر اشرف غني بيا بيا له پاکستانه غوښتنه وکړه چې د افغانستان پر ضد خپل نا اعلان کړې جګړه ودروي او پر خپله خاوره طالبانو او حقاني شبکې ته پټنځايونه نه ورکوي.

مقاله وايي چې په افغانستان کې د پاکستان د ستراتيژيک عمق پاليسۍ پاکستان له يوه جدي حالت سره مخامخ کړی دی او دوه مخې پاليسي يې څرګنده شوې ده چې طالبانو او حقاني شبکې ته پټنځايونه ورکوي او په همدې حال کې له امریکا هيله کوي چې مالي مرستې ورته جاري وساتي.

خو امريکا له پاکستان سره د درې سوه مليونو نظامي مرستو په درولو سره په دې اړه خپله غوسه څرګنده کړې ده.

نیوریاک ټایمز:

نيويارک ټايمز ورځپاڼې د افغانستان د کلالانو د اقتصادي وضعیت په اړه مقاله خپره کړې ده، مقاله لیکي چې هغه افغانان چې پخوا به د استالف د رود غاړې ته تلل، د امنيتي وضعيت د خرابوالي له کبله اوس دغه ځای ته د مېلو لپاره نه ورځي، مقاله لیکي چې په داسي حال کې چې خلکو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي، هغه کسان چې استالف ته ځي، هلته له ځايي کلالانو د پخوا په شان د خټو لوښي نه پيري.

مقاله وايي چې کلالان اوس خپل جوړ کړي لوښي په لاسو کې ګرځوي او خرڅوي.

مقاله لیکي چې دغه ځای ته اوس بهرنيان هم نه راځي چې د ډکو جېبو سره به له کابله استالف ته په مېلو تلل.

مقاله همداراز د هغو موسسو يادونه کوي چې له دغه ځايه کډه شوي چې پخوا به يې د استالف له اوسېدونکو سره مرستې کولې او اوس يې دفترونه تش ولاړ دي.

XS
SM
MD
LG