د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۶

ستوري ماڼۍ د افغان او هندي مشرانو لخوا پرانیستل شوه


ستوري ماڼۍ له بیا رغونې وروسته د افغان ولسمشر او د هندوستان د صدراعظم لخوا رسماً پرانیستل شوه.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د دوشنبې په ورځ په کابل کې د ستوري تاریخي ماڼۍ پرانیستې مراسمو ته وویل چې د سولې او خیرغوښتنې منطق باید د جنګ او شیطاني او د ډيپلوماسۍ منطق باید د تاوتریخوالي او ترور په منطق بریالی شي.

غني: د سولې او خیر غوښتنې منطق باید د جنګ او شیطاني پر منطق بریالی شي.
غني: د سولې او خیر غوښتنې منطق باید د جنګ او شیطاني پر منطق بریالی شي.

هغه زیاته کړه:

"دا یوازې د افغانستان او هندوستان د ولسونو بریا نه ده بلکې پر دې سربېره د دوستۍ بریا پر دښمنۍ د همکارۍ بریا په ناکارۍ، د بیا رغونې بریا پر ویجاړۍ او د لرې فکر کولو بریا په لنډ فکر کولو ده."

ولسمشر غني وویل، د افغانستان او هندوستان وګړي د سولې او ارامتیا د ساتنې، پر سخت دریځتوب د غلبې او بریالیتوب حاصلولو لپاره ژمن او چمتو دي.​

ښاغلي غني زیاته کړه چې د دې ودانۍ بیا رغونه د نړۍ له هیوادونو سره د ازادي او برابري له مخې د اړیکو جوړولو په معنی ده​.

ستوري ماڼۍ د افغانستان یو له لرغونو ابادیو څخه ده چې د شلمې پېړۍ په پیل کې یې د امیر حبیب الله خان په وخت کې د بهرنیو چارو وزارت په انګړ کې د بنسټ ډبره ایښودل شوې وه.

دا ماڼۍ چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په انګړ کې موقعیت لري، د جنګونو له امله ویجاړه شوي وه ،خو هندوستانپه ۲۰۱۲ کې په خپلې مالي مرستې د دغې ودانۍ د بیا جوړولو کار پیل کړ چې د دوشنبې په ورځ رسماً پرانیستل شوه.

د هندوستان صدراعظم نریندرا مودي چې د ویډیويي کنفرانس له لارې یې د ستوري ماڼۍ د پرانیستلو مراسمو ته خبرې کولې دا ودانۍ د افغانستان د عظمت نښه وبلله او ټینګار یې وکړ چې ولس به یې د افغانانو تر څنګ ولاړ وي.

مودي: د ستوري ماڼۍ بیا رغونه د پرمختګ او سعادت او عنعناتو یوه ښه نښه ده.
مودي: د ستوري ماڼۍ بیا رغونه د پرمختګ او سعادت او عنعناتو یوه ښه نښه ده.

هغه زیاته کړه:

"د هغو خلکو لپاره چې افغانستان له تاوتریخوالي پرته لیدلای نه شي، د ستوري ماڼۍ بیا رغونه د پرمختګ او سعادت او عنعناتو یوه ښه نښه ده او دا ماڼۍ زموږ افغان وروڼو ته د افغان قومونو پرمختګ وریادوي."

د سلما بند پروژه چې د افغان او هند د دوستۍ بند په نوم یادېږي، د ملي شورا نوې ودانۍ او د چابهار سوداګریزې او ټرانزیټي لارې تړون په وروستیو کې له افغانستان سره د نوي ډهلي مالي مرستې دي.

له دې سره چې د چارو یو شمېر کارپوهان د هندوستان له مرستو هرکلی کوي، خو وايي چې افغان حکومت باید د هند او پاکستان تر منځ ترینګلو اړیکو ته په کتو د هند له مرستو سره احتیاط وکړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG