د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۲

پاکستاني پوځ خیبر ایجنسۍ کې د وسله‌والو ۹ مرکزونه له‌منځه وړي


د پاکستان پوځي مقامات وايي چې افغان پولې ته نېږدې د قبايلي سيمې خيبر ايجنسۍ په لیرې پرتې سيمه "راجګال" کې يې د ترهګرو پر ضد په هوايي او ځمکنيو بريدونو کې د وسله‌والو ٩ مرکزونه له‌منځه وړي دي.

د پوځ مطبوعاتي څانګې "ISPR" د سې شنبې په ورځ ناوخته په يوه خپور کړي بيان کې ويلي چې د یادو عملیاتو پر مهال د ترهګرو پټنځایونه په نښه شوي چې په نتيجه کې یې د ترهګرو ٩ مرکزونه له‌منځه وړل شوي.

د پوځ مطبوعاتي څانګې مسؤل جنرال عاصم باجوه پر خپل ټويټر پاڼې د دغو بريدونو په اړه ليکلي:

"په دې سيمه کې د ترهګرو پټنځايونه په ښه توګه په نښه شوي چې په نتيجه کې به‌يې پر پوله د ترهګرو په تګ راتګ کې کمى راشي."

که څه هم پوځي مقاماتو تر دې دمه په دغو بريدونو کې ترهګرو ته د اوښتي ځاني زيان په اړه څه نه‌دي ويلي، خو ځايي رسنۍ بيا د امنيتي چاراکو په حواله وايي چې په دغو بريدونو کې ١٤ وسله‌وال وژل شوي او ١١ نور ټپيان شوي دي.

په خيبر ايجنسۍ کې د ترهګرو پر ضد پوځي عمليات تر هغې وروسته پيل شوي چې د پاکستان پوځي مقاماتو تېره ورځ خبر ورکړ چې افغان پولې ته نېږدې د دې ايجنسۍ په بېلابېلو سيمو کې د ترهګرو د تګ راتګ د مخنيوي لپاره‌یې د پوځ اضافي سرتېري ځاى پر ځاى کړي دي.​

خيبر ايجنسۍ لیرې پرته غرنۍ سيمه ده چې د افغانستان له ننګرهار ولايت سره نښتې پوله لري او د پاکستان پوځي مقاماتو په‌کې د ٢٠١٤میلادي کال په اکتوبر کې د ځايي ترهګرو ډلو پر ضد د "خيبر ون او خيبر ټو" پوځي عمليات وکړل.

د پاکستان پوځي مقاماتو تر هغې وروسته افغان پولې ته نېږدې په خيبر ايجنسۍ او د پاکستان په بېلابېلو سيمو کې د ترهګرو د ځپلو ا و ترهګرۍ د مخنيوي لپاره عمليات پيل کړي چې څو ورځې مخکې د کوټې په يوه ملکي روغتون کې خونړى ځانمرګى بريد وشو چې د ګڼو مدافع وکيلانو په ګډن په‌کې ٧٣ کسان مړه او لسلګونه نور ټپيان شول.

د کوټې انتحاري حمله کې ۷۳ تنه ووژل شول چې اکثره یې مدافع وکیلان و
د کوټې انتحاري حمله کې ۷۳ تنه ووژل شول چې اکثره یې مدافع وکیلان و

د دغه ځانمرګي بريد مسؤليت هم له تحريک طالبان پاکستان څخه بېلې شوې "جماعت‌الاحرار" وسله‌والې ډلې منلى و چې په دې وروستيو کې په پاکستان کې په خونړيو ترهګريزو بريدونو کې ککړه ده.

د پاکستان سياسي او پوځي چارواکو تر دغه بريد وروسته څو بېړنۍ غونډې او د ترهګرۍ د روانې څپې د مخنيوي لپاره ځينې پرېکړې هم وکړې چې يوه‌يې هم په دې هېواد کې د ترهګرو د پټو ځالو او پټو ملګرو د موندلو لپاره د تلاشي عملياتو يا "کومبنګ اپرېشن" پيلول و.

ويل کېږي چې په خيبر ايجنسۍ کې د تحريک طالبان پاکستان پر وسله‌والو سربېره د منګل باغ په مشرۍ د لشکر اسلام ډلې وسله‌وال مېشت و چې تر عملياتو مخکې يې په دې سيمه کې پر پاکستانيو ځواکونو خونړي بريدونه کول.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې، په خيبر ايجنسۍ کې د پوځي عملياتو په نتيجه کې ډېرى ترهګر وژل شوي او ګڼ شمېر نور له دې سيمې افغانستان ته تښتېدلي چې اوس هلته پټ دي.

د يادونې وړ ده چې د پاکستان پوځي مقاماتو تر دې مخکې د روان کال په جولای مياشت کې په خيبر ايجنسۍ کې پيل کړي خيبر ټو پوځي عمليات کامياب او دا سيمه له ترهګرو پاکه اعلان کړې وه.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG