د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۶

ISPR: کوټه کې د ترهګرو پر ضد د "ږمنځې" عملیات پيل شول


کوټه کې د وروستي ترورېستي بريد په تړاو د ترهګرو پر ضد "د ږمنځې" په نامه عمليات پيل شوي دي چې په کوټه ښار او شاوخوا سيمه کې به په ترهګرو پسې جدي پلټنه کوي.

د اګست پر اتمه په کوټه کې پر مدافع وکيلانو د ځانوژونکي بريد په تړاو تېره شپه دغه ښار کې د امنيتي ځواکونو له‌خوا د وسله‌والو پر ضد عمليات پيل شول.

د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو څانګې "آى، اېس، پي، آر" له‌خوا په خپاره شوي خبر کې ويل شوي چې دغه "د ږمنځې په نامه عمليات" به په کوټه ښار او ورڅېرمه سيمو کې د هغو ترهګرو او د هغو د ملاتړو پر ضد ترسره شي چې پر مدافع وکيلانو په وروستي خونړي بريد کې يې لاس درلود.

د پاکستان د پوځ لوى درستيز جنرال راحيل شريف وړمه ورځ په راولپېنډۍ ښار کې د پوځ په مرکزي قرارګاه کې د پوځ او استخباراتي ادارو د مشرانو يوه غونډه رابللې وه چې په‌کې يې د ترهګرۍ پر ضد يوه نوې تګلاره اعلان کړه او امر يې ورکړ چې په کوټه او د بلوچستان په نورو سيمو کې به په ترهګرو پسې د "ږمنځې" په نامه هدفي عمليات کېږي.

کوټه کې انتحاري حملې د وژل شوېو شمېر ۷۴ته ورساوه
کوټه کې انتحاري حملې د وژل شوېو شمېر ۷۴ته ورساوه

د بلوچستان د ايالتي حکومت د سرچينو په وينا په دغو عملياتو کې به د پينځه سوه ملېشه سرتېرو په شمول اووه نيم سوه پوليس عسکر او د ترهګرۍ ضد ځواک سرتېري ګډون کوي.

دلته د بلوچستان اعلى وزير هم د امنيتي ادارو د چارواکو په ملتيا د امنيت په اړه ځانګړې غونډه کې د ترهګرو پر ضد "د ږمنځې عملياتو" پرېکړه، تائيد کړې ده.

د بلوچستان اعلى وزير نواب ثناوالله زيهري وايي، حکومت‌يې له امنيتي ادارو سره په ګډه د ترهګرۍ د ځپلو کلک هوډ کړى او د مدافع وکيلانو د وينې بدل به ضرور واخلي.

دی وايي:

"موږ پرېکړه کړې چې په کوټه کې به د «د ږمنځې په نامه عمليات» کوو، د ولس د امنيت ساتلو په برخه کې به زه، زموږ حکومت او ائتلافي ګوندونه په هېڅ حالت کې سودا ونه‌کړو، ترهګر چې په هر کونج او هر غره کې پټ وي موږ يې په ضد د ګام اخيستلو پرېکړه کړې ده او برياليتوب به زموږ په برخه وي."

د وروستيو معلوماتو له مخې د "ږمنځې" په نامه پيل شوېو عملياتو کې تر اوسه شاوخوا دېرش تنه مشکوک کسان نيول شوي دي چې د نورو پوښتنو او څېړنو لپاره د امنيتي ادارو په توقيف کې دي، خو تر اوسه دا نه‌ده څرګنده چې دغه کسان څوک دي او له کوم وسله‌وال سازمان سره تړاو لري.

د کوټې په ملکي روغتون کې پر مدافع وکيلانو د ځان وژونکي بريد مسؤليت د پاکستاني طالبانو له تحريکه بېل شوي سازمان "جماعت‌الاحرار" پر غاړه اخیستى، خو د کورنيو چارو ايالتي وزير سرفراز بګټي رسنيو ته ويلي چې په بلوچستان کې د پاکستاني طالبانو غړي نه‌شته او ايالتي حکومت په دې پېښه کې د هند استخباراتي اداره "را" دخيله بللې، اوس به څرګنده شي چې په تازه پيل شویو عملياتو کې د وروستۍ پېښې په تړاو څوک نيول کېږي، خو د کوټې پوليسو او نورو امنيتي ادارو لا د کوټې د وروستۍ پېښې په اړه د پلټنو نتايج نه‌دي وړاندې کړي چې په دغه ځانوژونکي بريد کې د چا لاس و او چېرې تنظيم شوى و.

پر مدافع وکيلانو د تېرې دوشنبې د ورځې په ځانوژونکي بريد کې د وژل شويو کسانو شمېر ۷۴ تنو ته ورسېد
پر مدافع وکيلانو د تېرې دوشنبې د ورځې په ځانوژونکي بريد کې د وژل شويو کسانو شمېر ۷۴ تنو ته ورسېد

پر مدافع وکيلانو د تېرې دوشنبې د ورځې په ځانوژونکي بريد کې د وژل شويو کسانو شمېر ۷۴ تنو ته ورسېد چې په هغوى کې تر ۵۰۰ زيات مدافع وکيلان دي او شاوخوا سل تنه لا هم په ټپي حالت کې تر درملنې لاندې دي چې له هغوى څخه ۵۰ تنه‌یې د کوټې په نظامي روغتون او ۵۰ نور یې د کراچۍ په آغاخان روغتون کې بستر دي.

د بلوچستان اعلى وزير د وژل شويو کسانو له هرې کورنۍ سره د لس ميلیونه کلدارو مرستې اعلان کړى دى.

راپور: بارکوال مياخېل

XS
SM
MD
LG