د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۲:۱۶

کوټه کې درې ورځنى ماتم او بشپړ کاربنديز وو


په کوټه کې د وړمې ورځې د انتحاري حملې پر ضد پرون د بلوچستان په مرکز او اکثرو سيمو کې بشپړ کار بنديز اعلان شوى او ټولې تعليمي ادارې تړل شوې وې. د بلوچستان حکومت د دې پېښې په تړاو درې ورځنى ماتم اعلان کړى او د ټول ايالت مدافع وکېلانو پرون محکمو ته له ورتګه بشپړ بايکاټ اعلان کړى وو.

د کوټې په ملکي روغتون کې پر مدافع وکېلانو د ځان وژونکې بريد د قربانيانو شمېر لا پسې زياتېږي او په مرګوني حالت کې پراته ټپيان هم خپل ژوند له لاسه ورکوي.

په دې پېښه کې له ټپي کسانو څخه پرون دوو نورو تنو هم ساه ورکړه او د وژل شوېو کسانو شمېر ٧٣ تنو ته ورسېد چې شاوخوا پينځوس تنه په کې مدافع وکېلان دي.

د دې خونړۍ پېښې په ضد د بلوچستان د تجارانو اتحاديې په ټول ايالت کې کار بنديز اعلان کړى وو چې په نتيجه کې يې د کوټې ښار لوى او واړه کاروباري مرکزونه په بشپړه توګه تړلي وو او د ايالتي په نورو اکثرو سيمو کې هم کار بنديز شوى وو.

د تجارانو د اتحاديې مشر عبدالرحيم کاکړ په دې اړه ازادي راډيو ته وويل:

"د مرکزي انجمن تاجران غړي څوک ټپيانو ته وينه ورکوو، څوک پر مړېو ولاړ دي او دا ډېره غمجنه پېښه ده، دا زموږ د ښار او د ملک لپاره ډېر لوى تاوان دى، ځکه موږ په ټول بلوچستان کې په بشپړه توګه د کار بنديز او ماتم اعلان کړى دى."

د بلوچستان ايالتي حکومت پر مدافع وکېلانو د ځان وژونکې بريد په ضد په ټول ايالت کې درې ورځنى ماتم اعلان کړى وو چې د بلوچستان اسمبلۍ په شمول د اکثرو لوېو دولتي دفترونو بيرغونه ځوړند کړل شوي دي.

د دې تر څنګ د بلوچستان پوهنتونونه، کالجونه او ټولې تعليمي ادارې هم د سې شنبې په ورځ د ماتم په توګه تړلې وې.

د دوشنبې په خونړۍ پېښه کې د وژل شوېو اکثرو مدافع وکېلانو او دوو وژل شوېو خبريالانو د مړېو د ښخولو لړۍ چې وړمه ورځ ماسپښين پيل شوې وه تر پرون ماسپښينه يې دوام وکړ او ټول وژل شوي کسان د کوټې په شمول د بلوچستان په شاوخوا سيمو کې خاورو ته وسپارل شول.

د کوټې انتحاري حمله
د کوټې انتحاري حمله

د عوامي نېشنل ګوند د ايالتي مشر اصغرخان اڅکزي کشر ورور عسکرخان هم د دې پېښې له قربانيانو وو او د سې شنبې په ورځ په چمن سيمه کې خاورو ته وسپارل شو.
ورور يې اصغرخان اڅکزي د جنازې په مراسمو کې د وينا په مهال وويل:

"ټول پښتانه وو، ټول د دې وطن د غريبانو د خوارانو د مظلومانو وکېلان وو، ته يې [پښتونه] داسې يتيم کړې چې را روان څلوېښت پينځوس کاله بيا د دې وطن د هغو قوتونو سيالي نه شي کولاى، له چا سره چې دي له پينځوسو شپېتو کلونو جګړه روانه ده."

د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان هم د سې شنبې په ورځ کوټې ته راغى چې لومړى نظامي روغتون ته د ټپيانو پوښتنې ته ورغى او بيا يې په ملکي روغتون کې د پېښې د ځاى تر ليدو وروسته له رسنيو سره خبرې وکړې.

کوټه کې مدافع وکیلان
کوټه کې مدافع وکیلان

عمران خان وويل خپل منځي اختلافات مو د ترهګرۍ د ځپلو په مخ کې بايد خنډ نه شي:

"موږ ټول پاکستانيان پر دې خبره همږغي يو چې هر ډول ترهګرو ته به ټول قوم په ګډه ماتې ورکوو، پر ځاى د دې چې پر يوه بل د غلطيو تور پورې کړو، د کوټې په پېښه کې چې هر څوک لاس لري هر سازمان چې وي موږ ټول قوم به په کلک هوډ سره هغوى ته ماتې ورکوو."

د کوټې د وړمې ورځې د ځانوژونکې بريد مسووليت د «جماعت الاحرار» په نامه وسله والې ډلې منلى، خو د بلوچستان د کورنيو چارو وزير سرفراز بګټى وايي چې په بلوچستان کې داعش او پاکستاني طالبان نه شته، خو وايي څوک چې د ترهګرۍ په پېښو کې لاس لري، په ضد به کلک ګامونه پورته کړي:

"په بلوچستان کې پاکستاني طالبان او داعش نه شته، خو هر څوک چې د وسله والو ملاتړي دي موږ به يې ونه بخښو، موږ بېرته خپلو خلکو ته باور ورکوو چې ملکي حکومت او امنيتي ادارې به په ګډه په بلوچستان کې بيرته امنيت راولو."

پرون ماښام د کوټې په بېلابېلو ځايونو کې خصوصاً په ملکي روغتون کې د وړمې ورځې د پېښې پر ځاى لوړ پوړېو دولتي چارواکېو او عامو خلکو د وژل شوېو کسانو په ياد شمعې بلې کړې.

د يادونې وړ ده چې په ٢٠١٠میلادي کال کې هم دې ته ورته د کوټې په کندهاري بازار کې يو هزاره توکمه شعيه د ناڅرګندو کسانو په ډزو وژل شوى وو، کله چې د هغه مړى ملکي روغتون ته يووړل شو، نو د پاکستان د مرکزي پارلمان د يوه غړي اغا ناصر په شمول لسګونه هزاره ګان روغتون ته ور ورسېدل چې په همدې وخت کې يوه ځان وژونکې حمله وشوه او په نتيجه کې يې د يوه خبريال په شمول يوولس تنه وژل شوي وو.

رپوټ: بارکوال مياخېل- کوټه

XS
SM
MD
LG