د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۱۲:۰۵

کوټه کې د انتحاري حملې د قربانيانو شمېر٧١ تنو ته ورسېد


په کوټه کې په پرونۍ چاودنې د وژل شوېو کسانو شمېر ٧١ تنو ته رسېدلى او د ټپيانو شمېر ١١٠ تنه دى چې په هغوى کې هم د شاوخوا شل تنو حالت مرګونى بلل شوى او د درملنې لپاره کراچۍ ښار ته لېږدول شوي دي.

د دې ځانوژونکى بريد د (جماعت الاحرار) په نامه يوې وسله والې ډلې پر غاړه اخېستى دى.

کوټه ښار د پرونۍ خونړۍ چاودنې له امله ماتمي او غمجن دى، د بلوچستان حکومت په ټول ايالت کې درې ورځنى ماتم اعلان کړى دى او نن ټولې تعليمي ادارې د ماتم په توګه تړلې دي.

پر مدافع وکېلانو په شوي ځانوژونکې بريد کې له ټپي کسانو څخه يو په يوه هغه ټپيان هم ساه ورکوي چې ټپونه يې ژور دي.

د کوټې د دولتي روغتون رئيس عبدالرحمن مياخېل پرون ناوخته ازادي راډيو ته په چاودنه کې د وژل شوېو کسانو شمېر ٦٣ ياد کړ.

خو د شپې تر ناوخته چې د کوټې په نظامي روغتون کې کوم ټپيان تر درملنې لاندې وو، له هغوى څخه ځينو نورو کسانو هم ساه ورکړه او د مړېو شمېر ٧١ تنو ته ورسېد او ١١٠ لس تنه لا هم ټپيان دي چې له هغوى څخه د شاوخوا شلو تنو حالت مرګونى بلل شوى او د نورې درملنې لپاره په ځانګړي الوتکه کې کراچۍ ته لېږدول شوي دي.

په دې چاودنه کې وژل شوي شاوخوا ۵۰ تنه هغه مدافع وکېلان وو چې تر چاودنې مخکې د ناڅرګندو وسله والو په ډزو د خپل وژل شوي مشر بلال انور کاسي د جسد ليدو ته ملکي روغتون ته راغلي وو، په وژل شوېو کسانو کې د مدافع وکېلانو د اتحاديې پخواني مشران هم شامل دي.

د دې تر څنګ په چاودنه کې د «آج» او «ډان» ټلويژنونو دوه کېمره چلوونکې هم وژل شوي او يو خبريال په کې ټپي شوى دى.

دا چې په روغتون کې امنيتي سرتېري موجود نه وو که څنګه چې دا چاودنه وشوه، د روغتون رئيس عبدالرحمن مياخېل وايي:

"موږ خو په روغتون کې يوازې روايتي ساتونکې لرو چې هغوى هيڅ وسله نه لري، موږ هڅه کوو چې په راتلونکي کې د امنيت غم وخورو، ما د پوځ لوى درستيز ته همدا وويل چې خداى مه کړه که بل وخت داسې پېښه کېږي، نو ټپيان يې بايد يا نظامي روغتون ته يووړل شي يا دي زموږ د امنيت غم وخوړل شي."

تر دې پېښې وروسته د پاکستان د پوځ لوى درستيز جنرال راحيل شريف او صدراعظم نواز شريف هم کوټې ته راغلل او دلته يې په نظامي روغتون کې د هغو کسانو پوښتنه وکړه چې په پرونۍ چاودنه کې ټپيان شوي وو.

د پاکستان د پوځ لوى درستيز جنرال راحيل شريف او صدراعظم نواز شريف هم کوټې ته راغلل
د پاکستان د پوځ لوى درستيز جنرال راحيل شريف او صدراعظم نواز شريف هم کوټې ته راغلل

د چاودنې په تړاو د پوځ لوى درستيز د امنيت په اړه يوه غونډه را وبلله چې صدراعظم نوازشريف، د بلوچستان والي، اعلى وزير او لوړ پوړېو امنيتي او سياسي مشرانو په کې ګډون کړى وو.

د پوځ د اطلاعاتو ادارې اى.ايس.پي.ار په دې اړه په خپره کړې اعلاميه کې د پوځ د لوى درستيز له خولې ويلي چې د ترهګرو ملا يې په خېبر پښتونخوا کې ور ماته کړې، ځکه هغوى اوس بلوچستان ته مخه کړې ده.

جنرال راحيل شريف ويلي چې د کوټې د پروني ځانوژونکې بريد تر شا د ګوادر- کاشغر اقتصادي لارې د ناکامۍ دسيسه ده.

د داخله چارو ايالتي وزير سرفراز بګټى وايي، پر مدافع وکېلانو دا بريد مخکې له مخکې پلان شوى وو:

"تراوسه د شوېو څېړنو په اساس دا يو ځانوژونکى بريد وو، د ترهګرۍ دا پېښه مخکې له مخکې پلان شوې وه، لومړى يې د وکېلانو مشر و واژه بيا يې په مدافع وکېلانو ځان وژونکى بريد وکړ، تر اوسه لا په دې اړه څېړنې روانې دي او په حتمي توګه نه شي ويل کېداى چې تر شا به يې څوک وي، خو ٩٩ فيصده داسې ښکاري چې په دې کې د هند د استخباراتي ادارې «را» لاس دى."

د دې چاودنې مسووليت د «جماعت الاحرار» په نامه يوې وسله والې ډلې پر غاړه اخېستى چې د پاکستان طالبانو له تحريکه جلا شوې ډله ده.

دې ډلې رسنيو ته ويلي چې دوى لومړى د مدافع وکېلانو مشر په ډزو وژلى او بيا يې په روغتون کې پر مدافع وکېلانو ځانوژونکى بريد کړى دى.

رپوټ: بارکوال مياخېل- کوټه

XS
SM
MD
LG