د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۷

د کوټې انتحاري حمله کې د وژل شویو کسانو شمېر ۵۳ تنو ته ورسېد


په کوټه ښار کې د یوه روغتون په دروازه کې په ځانمرګي بريد کې لږ تر لږه ۵۳ کسان وژل شوي دي.

پوليس وايي په دې بمي چاودنه کې ګڼ شمېر نور کسان ټپيان شوي دي.

حمله وروسته له هغه وشوه چې د یوه مخکښ مدافع وکيل بلال کاسي مړی دغه روغتون ته يووړل شو.

دغه مدافع وکيل په ډزو وژل شوی وو.

د بلوچستان ايالت د کورنيو چارو وزير سرفراز بګټي دا حمله غندلې او یو تروريستي عمل يې بللی دی.

د روغتون د حملې مسئوليت چا تر اوسه نه دی منلی.

د د بلوچستان ولايتي حکومت یوه وياند ويلي چې د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.

دا هم څرګنده نه ده چې د حقوق پوه بلال کاسي د مړيني تر شا د چا لاس وو.

پوليسو ويلي ډېری وژل شوي نور مدافع وکيلان وو چې د بلال کاسي د مړي د راوړل کېدو وروسته روغتون ته ورغلي وو.

پخواني معلومات

پخواني معلومات

په کوټه کې په یوې انتحاري حمله کې شاوخوا ۴۵ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي.

پولیس وايي دغه انتحاري حمله نن سهار د کوټې ښار په لویدیځه څنډه کې د یوه روغتون په دروازه کې شوې ده.

د بلوچستان ایالت د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټي یاده حمله غندلې او هغه یې یو تروریستي عمل بللی دی.

په بلوچستان ایالات کې یوه حکومتي ویاند رسنیو ته ویلي چې په دې اړه څېړنې پیل شوي دي.

دغه انتحاري حمله روغتون ته د بلال کاسي چې یو پيژندل شوی مدافع وکیل و تر جسد انتقالولو لږ وروسته شوې ده.

تر دا مهاله معلومه نه ده چې پر بلال کاسي حملې تر شا به د چا لاس وو.

هغه نن سهار محکمې ته د تګ پرمهال پر لار په ډزو ووژل شو.

پولیس وایي چې د پېښې اکثره قربانیان مدافع وکیلان دي چې د کاسي د جسد وړلو لپاره روغتون ته راغلي و.

تر دا مهاله ددې دواړو حملو مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

پخواني معلومات

په کوټه کې په یوې انتحاري حمله کې شاوخوا ۳۰ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي.

پولیس وايي دغه انتحاري حمله نن سهار د کوټې ښار په لویدیځه څنډه کې د یوه روغتون په دروازه کې شوې ده.

په بلوچستان ایالات کې یوه حکومتي ویاند رسنیو ته ویلي چې په دې اړه څېړنې پیل شوي دي.

دغه انتحاي حمله روغتون ته د بلال کاسي چې یو پيژندل شوی مدافع وکیل و تر جسد انتقالولو لږ وروسته شوې ده.

تر دا مهاله معلومه نه ده چې پر بلال کاسي حملې تر شا به د چا لاس وو.

هغه نن سهار محکمې د تګ پرمهال پر لار په ډزو ووژل شو.

تر دا مهاله ددې دواړو حملو مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

لومړني معلومات

څو شېبې وړاندې د کوټې په ملکي روغتون کې يوه زوروره چاودنه وشوه چې تر اوسه پکې د پينځلسو تنو د وژل کېدو او شاوخوا څلوېښتو کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوى دى.

د چاودنې هدف هغه مدافع وکيلان وو چې تر چاودنې مخکې د ښار په يوه بله برخه کې د خپل يوه وژل شوي مشر د مړي ليدو ته روغتون ته ورغلي وو.

په چاودنه کې وژل شوي کسان اکثر مدافع وکيلان دي او ځينې خبريالان هم پکې ټپيان شوي دي.

XS
SM
MD
LG