د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۱۰:۱۲

پاکستاني مدافع وکیلان د اعتراض په بڼه محکمو ته نه ورځي


د پاکستان لوړ پوړو مدافع وکيلانو په کوټه ښار کې د پرونۍ حملې پر وړاندې اعتراض کړی او ويلي يې دي چې نن د سې شنبې په ورځ به محکمو ته نه ورځي.

د دوشنبې په ورځ په کوټه ښار کې د یوه روغتون مخې ته په ځانمرګي برید کې شاوخوا اويا کسان ووژل شول.

دغه کسان هلته د بلال کاسي په نوم د یوه مخکښ مدافع وکيل مړي ته ورغلي وو.

بلال کاسي تر يادې ځانمرګې حملې مخکې په ډزو ووژل شو او وروسته يې مړی روغتون ته يوړل شو چې ليدو ته يې د نورو شاوخوا دوه سوه مدافع وکيلانو او خبريالانو ګڼه ګوڼه جوړه شوه او د روغتون په دروازه کې پر دغو کسانو ځانمرګی بريد وشو.

د پاکستان مخکښو مدافع وکيلانو د دغې حملې په اعتراض کې ويلي چې د سې شنبې په ورځ به محکمو ته نه ځي.

په کوټه کې شوې انتحاري حمله
په کوټه کې شوې انتحاري حمله

د پاکستان د مدافع وکيلانو شورا په يوه اعلاميه کې ويلي چې د دوشنبې د ورځې د بريد په اعتراض کې به په ټول هېواد کې مدافع وکيلان محکمو ته نه حاضريږي.

د بلوچستان حکومتي وياند انورالحق کاکړ فرانسې خبري اژانس ته ويلي، په دغه ايالت کې به ټول ښوونځي هم د سې شنبې په ورځ د حملې د وير په خاطر تړلي وي.

ده ويلي چې هغه کورنۍ چې په کوټه ښار کې يا شاوخوا اوسي، خپل مړي يې خاورو ته سپارلي دي خو د لېرې پرتو سیمو وژل شوي کسان به نن خاورو ته وسپارل شي.

د دوشنبې په ورځ چارواکو ويلي وو چې د ټپيانو شمېر يو سل او دوولس دی چې په کې ۲۷ سخت ټپيان دي او کراچۍ ښار ته د هوا له لارې انتقال شول.

فرانسه خبري اژانس راپور ورکوي چې په کراچۍ کې د اغا خان روغتون يوه ویاند ويلي چې د دغو ټپيانو روغتيايي وضعيت اوس ښه دی.

د دې حملې مسئوليت د پاکستاني طالبانو يوې څانګې جماعت الاحرار او داعش دواړو منلی وو.

جماعت الاحرار ډله په ۲۰۱۴ میلادي کال کې رامنځته شوه چې روان کال يې د لاهور ښار په يوه پارک کې د عيسويانو د اختر پر مهال د حملې مسئوليت هم منلی وو.

دغه حمله په پاکستان کې تر ټولو خونړېو حملو څخه یوه ګڼل کيږي چې په کې پنځه اويا کسان ووژل شول.

د امریکا د بهرنيو چارو وزارت تېره اوونۍ جماعت الاحرار يوه تروريستي ډله اعلان کړه او په یوه اعلامیه کې يې دا ډله د تحريک طالبان پاکستان يوه څانګه وبلله چې غړي يې په قبايلي سيمو کې دي.

فرانسه خبري اژانس راپور ورکوي، څو ساعته وروسته چې د کوټې د دوشنبې د حملې مسئوليت جماعت الاحرار ومانه، داعش هم اعلان وکړ چې دا حمله دوی کړی ده او د دوه سوه کسانو د وژلو ادعا يې وکړه.

بلوچستان چې له ايران او افغانستان سره پر پوله پروت دی، د تيلو او طبيعي ګازو پراخې زېرمې لري خو د اسلامي سخت دريځۍ، د سني او شيعه تر منځ جګړو او جلاغوښتونکو له ستونزو سره مخامخ دی.

XS
SM
MD
LG