د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۹:۲۱

م.م، امریکا او روسيي په کوټه کې انتحاري حمله په شدت وغندله


د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون د کوټې په یوه ملکي روغتون کې پرونۍ حمله یوه تروریستي حمله وبلله چې د ده په وینا وسله والو په روغتون کې په ویرجنو کسانو ترسره کړه.

بانکي مون د پاکستان له حکومته وغوښتل چې د دغې پېښې عاملین دې عدالت ته راکاږي.

سپینې ماڼۍ او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم دغه خونړۍ حمله په سختو ټکو وغندله.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې الیزابت ترودو پرون په واشنګټن کې په یوه خبري غونډه کې وویل، هېواد به یې د خپلو شریکانو په خوا کې وي چې د ترورېزم په وړاندې مبارزه مخ ته یوسي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویانده الیزابت ترودو
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویانده الیزابت ترودو

اغلې ترودو زیاته کړه:

"دغو تروریستانو، روغتون، د قضایې او رسنیو څانګې چې د ډموکراسۍ اساسي ستنې دي، د حملو لپاره په نښه کړې. دغه ډول وحشیانه او بې رحمانه حملې په ټوله نړۍ کې د ترورېزم د ماتولو لپاره زموږ شراکت نور هم پیاوړی کوي. موږله پاکستان او په سیمه کې له شریکانو سره د دغه ګواښ د له منځه وړلو لپاره خپل کارته دوام ورکوو."

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین چې ازربایجان ته یې سفر کړی، په یوه استولي پیغام کې د پاکستان له ولسمشر، د دې هېواد له صدراعظم او خلکو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.

پوتین دغه حمله د بشریت پر ضد حمله بللې چې د ده په وینا روسیه تمه کوي عاملین یې په سخته سزا ورسیږي.

د وروستیو شمېرو له مخې په دغه خونړۍ حمله کې د وژل شوېو کسانو شمېر اویا و ته اوچت شوی.

شاوخوا سل تنه هم ټپیان شوي چې د ځینو روغتیایي وضعیت نازک ښودل شوی.

د کوټې د روغتون په دروازه کې دغه ځانوژونکې حمله وروسته له هغه وشوه چې د یوه مخکښ مدافع وکېل بلال کاسي مړی دغه روغتون ته يووړل شو.

دغه مدافع وکېل د همدې ورځې په سهار په ډزو وژل شوی وو.

د داعش ډلې او جماعت احرار چې د پاکستاني طالبانو یوه څانګه ده، د کوټې پر روغتون د دغې حملې مسؤلیت په غاړه اخېستی.

د پاکستان صدراعظم نوازشریف په کوټه کې د دغې حملې له یو شمېر ټپیانو او د قربانیانو له کورنیو سره وکتل.

د پاکستان صدراعظم نوازشریف په کوټه کې د دغې حملې له یو شمېر ټپیانو او د قربانیانو له کورنیو سره وکتل.
د پاکستان صدراعظم نوازشریف په کوټه کې د دغې حملې له یو شمېر ټپیانو او د قربانیانو له کورنیو سره وکتل.

هغه په کوټه کې د پاکستان د پوځ د لوی درستیز راحیل شریف په ګډون د پاکستاني لوړ پوړو چارواکو د یوې اظطراري غونډې مشري هم وکړه.

د دغې غونډې په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي خو د پاکستان حکومت ویلي چې د کوټې پر روغتون د دوشنبې د ورځې د حملې له عاملینو به غچ اخلي.

XS
SM
MD
LG