د عوامي نېشنل ګوند يو مشر او د خېبر پښتونخوا د اطلاعاتو پخوانى وزير ميا افتخار حسېن د خپل ګوند له يوه پلاوي سره کوټې ته تللى او هلته يې د وروستي ځانوژونکي بريد د قربانيانو له کورنيو سره غمشريکې کړې ده.
ميا افتخار پرون يوې خبري غونډې ته ويلي چې د ترهګرۍ ځپلو لپاره د پښتنو او بلوڅو ملتپال ګوندونه او د پاکستان ټول مترقي ګوندونه بايد سره يو شي او پر مرکزي حکومت فشار راوړي چې په دې هېواد کې د هر ډول ترهګرو ځالې وځپي.
دى وايي چې د ترهګرۍ د ځپلو او د افراطيت د مخنيوي لپاره د پاکستان په تعليمي نصاب کې هم بدلون راوستل پکار دي.
له ښاغلي ميا افتخارحسين سره په کوټه کې ازادي راډيو خبريال بارکوال مياخېل مرکه کړې ده: