د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۵

د افغانستان د بڼوالۍ ملي مسوده وڅېړل شوه


د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي، د بڼوالۍ د پراختیا او په دې برخه کې د پرتو ستونزو د هواري لپاره په جدیت کار کوي.

یاد وزارت د کورني تولیداتو په پراختیا کې د بڼوالۍ رول ګټور بولي او ټينګار کوي چې د دغې برخې د کیفیت لوړولو لپاره په جدیت کار کوي.

دغه وزارت د بڼوالۍ د ملي ستراتېژۍ د مسودې د څېړلو په هدف د سې شنبې په ورځ د پوهنتون استادانو، متخصصینو او بڼوالو په ګډون په کابل کې یو ورکشاپ هم جوړ کړی و.

د کرنې او مالدارۍ وزیر اسدالله ضمیر دغه ورکشاپ ته په وینا کې وویل:

د کرنې او مالدارۍ وزیر اسدالله ضمیر
د کرنې او مالدارۍ وزیر اسدالله ضمیر

"د دغې ستراتېژۍ د جوړولو هدف دا دی چې په دې اړه ستاسې نظریات واخیستل شي تر څو خپله تګلاره په ښه او اساسي ډول تکمیل کړو، موږ غواړو داسې یوه تګلاره ولرو چې وتوانېږو په راتلونکو پنځو کلونو کې هغه عملي کړو او د دغې ستراتېژۍ په اساس په دې بریالي شو چې د بزګر په وضعیت کې مثبت بدلون راشي."

ښاغلي ضمیر وویل، دا مهال د افغانستان ۳۴ سلنه تولیدات د بڼوالۍ په محصولاتو متکي دي چې په وینا یې د کورنیو تولیداتو ۶.۷ سلنه جوړوي.

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي، انګور، زردالو، مڼې، بادام، انار او توتان د افغانستان د بڼوالۍ له مهمو محصلاتو نه دي.

د دغه وزارت مسؤلین وایي، افغانستان په ۲۰۰۶ او ۲۰۱۵ میلادي کلونو کې د نړۍ په کچه د ممیزو د صادرولو اووم او د بادامو یولسم صادرونکی هېواد و.

یاد وزارت وایي، په هېواد کې د بڼوالۍ له نسبي پراختیا سره لاهم دا سکټور له جدي ستونزو سره مخ دی چې باید ژر تر ژره ورته پاملرنه وشي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ برخې سلاکار غلام رسول صمدي وویل چې د پانګې او زېربنا کمښت، د یوه پرمختللي سیسټم نه‌شتون، لږ او غیر معیاري تولیدات او نړیوالو مارکېټونو ته د سوداګرو او تولیدونکو د نه لاسرسي موضوع د باغدارۍ سکټور په برخه کې عمده ستونزې دي.

په ورته وخت کې یو شمېر بڼوال د کرنې او مالدارۍ وزارت هڅې ستایي، خو هیله څرګندوي چې د بڼوالۍ ملي ستراتېژي یوازې د کاغذ پر مخ پاتې نه‌شي او عملي جنبه پیدا کړي.

د افغانستان د قوریه دارانو ملي بورډ رئیس عبدالستار مبارز په دې اړه وویل:

"که چېري داسې ستراتېژي په کاغد کې ولیکل شي او عملي یې نه‌کړو، په اړه‌یې مشورې وانه‌خلو دا به کومه ګټه ونه‌کړي، لکه څنګه چې په تېرو کلونو کې پلانونه جوړ شوي او عملي شوي نه‌دي دا به هم ګټه ونه‌رسوي خو موږ هیله‌مند یو چې دا پلان عملي شي."

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان "FAO" تازه موندنې ښیي چې د افغانستان ۲۰۰ زره هکټاره ځمکه د بڼوالۍ تر پوښښ لاندې ده او نېږدې دوه میلیونه بڼوال په دې برخه کې کار کوي.

FAO: د افغانستان ۲۰۰ زره هکټاره ځمکه د بڼوالۍ تر پوښښ لاندې ده.
FAO: د افغانستان ۲۰۰ زره هکټاره ځمکه د بڼوالۍ تر پوښښ لاندې ده.

بڼوال وایي که چېري افغان حکومت او نړیوالې ادارې په دې برخه کې پاملرنه وکړي د کرنې او بڼوالۍ سکتور به د پام وړ پرمختګ وکړي او ورسره به د افغانستان اقتصاد هم پیاوړی شي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG