د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۲

د کرنې وزارت سره د سل میلیونو ډالرو د مرستو ژمنه وشوه


د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې USAID د کرنې، مالدارۍ او باغدارۍ د پراختیا لپاره د کرنې له وزارت سره د سل میلیونو ډالرو د مرستې ژمنه وکړه.

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، په دې مرستو به د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د کرنې، مالدارۍ او باغدارۍ پنځه پراختیايي پروژې پلي شي.

د کرنې او مالدارۍ د وزارت د خپرونو رييس لطف اله راشد وویل، د دې پروژو له پلي کېدو سره به د کروندو او باغونو محصولات زیات او کیفیت به یې ډاډمن شي.

ښاغلي راشد وویل:

"د دې پروژو مالي لګښت څه باندې سل میلیونه ډالره دی او تر پنځو کلونو پورې به بشپړې شي. په دغو پروژو کې د محصولاتو لپاره د باراز موندنې، د غلو دانو د کیفیت د څېړلو، د کرنې د پراختیا، د تکنالوژۍ او په عصري ډول د لمدو میوو د کیفیت د ښه والي پروژې شاملې دي."

د کرنې وزارت وايي، په هېواد کې یې د کرنیزو محصولاتو د زیاتولو لپاره لنډه مهاله، منځني او اوږد مهاله پلانونه ترتیب کړي چې په ځینو سیمو کې د عملي کېدو په حال کې دي او ښې نتیجې یې ورکړي دي.

د کرنې وزارت چارواکي وايي، د امریکا پراختیايي نړیوالې ادارې د کرنې د پراختیا لپاره له دوه زره لسم میلادي کال راهیسې، له دوی سره ورته نورې مرستې هم کړي دي.

په افغانستان کې د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې استازي هربي السمیت وايي، دوی حاضر دي چې د افغانستان د کرنې له سکتور سره په راتلونکي کې هم مرستې وکړي.

د کرنیزو چارو پوهان وايي، که په هېواد کې دغه او دې ته ورته نورې پروژې پلي شي، له بهره به د غلې دانې په واردولو کمی راشي.

د دې کار پوهانو له ډلې میرویس خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل:

"موږ له ګاونډیو هېوادونو سره د ځینو خوراکي توکو په واردولو کې ستونزې لرو، موږ دغو پروژو ته ضرورت لرو. د دې ګټه به دا وي چې کروند او باغ لرونکي به وکړای شي چې خپل محصولات زیات او کیفیت یې ښه کړي."

دا په داسې حال کې ده د افغانستان جمهور رییس اشرف غني په خپلو ویناګانو کې د کرنې د سکتور په پراختیا تاکید کړی دی.

د افغانستان اتیا فیصد خلک په کرنیزو چارو بوخت دي خو د اوبو، سربندونو، کانالونو او د پرمختللو کرنیزو وسایلو د کموالی له امله نه دي توانیدلي چې د غلو دانو له پلوه دا هېواد په ځان بسیا کړي.

د کرنې وزارت چارواکي وایي، د کرنې د سکتور پراختیا د دوې عمده هدف او رسېدو ته یې عملي هڅې پیل شوي دي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG