د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۷

د اوبو لګولو د شلو فرعي پروژو تړونونه لاسلیک شول


د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت د هېواد په پنځه ولایتونو کې د اوبو لګولو د ۲۰ فرعي پروژو تړونونه، له یو شمېر افغان شرکتونه سره لاسلیک کړل.

د کرنې او مالدارۍ وزیر وویل، د دې پروژو له پلي کېدو سره به په یو شمېر ولایتونو کې د اوبو د ضایعاتو ۷۰ فیصده مخه ونیول شي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، په پنځه ولایتونو کې به د اوبو لګولو د شلو فرعي پروژو پلي کېدل، ۴۳۰۰۰ هکتاره ځمکه خړوبه او د اوبو د ضایعاتو ۷۰ فیصده مخه به ونیسي.

د دې پروژو تړونونه د سې شنبې په ورځ په کابل کې د کرنې او مالدارۍ د وزارت او د شلو افغاني شرکتونو د ريیسانو ترمنځ لاسلیک شول.

د کرنې او مالدارۍ وزیر اسداله ضمیر وویل، د اوبو لګولو د سیسټمونو جوړول او رغول د دوی په لومړیتوبونو کې دي او د اوبو لګولو د دغو ۲۰ فرعي پروژو عملي کول د وزارت د سټراټېژیکو پلانونو د عملي کولو یوه لړۍ ده.

ښاغلي ضمیر زیاته کړه:

"د شلو پروژو له جملې څخه به پنځه په بغلان ولایت کې یوه په کاپیسا، دوه په کونړ، شپږ په لغمان، شپږ په ننګرهار ولایت کې پلي کیږي.د دې په پلي کېدو سره به ۱۰ فیصده هغه ځمکې چې اوبه نه ور رسیدلې، خړوبې او د بزګرو عواید به شل فیصده لوړ شي او ۲۶۰۰ کورنۍ به ترې ګټه واخلي."

د کرنې او مالدارۍ وزیر اسداله ضمیر
د کرنې او مالدارۍ وزیر اسداله ضمیر

ده وویل، دا پروژې به په روان کال کې بشپړې او شل زرو کسانو ته به په کې د کار زمینې برابرې شي.

د کرنې وزرات د معلوماتو له مخې په دې پروژو به د افغانستان د بیارغونې د صندق ۱۴۶ میلیونه افغانۍ ولګیږي.

د افغانستان څه باندې اتیا فیصده نفوس په کرنه بوخت دی او برګز يې له پخوا راهیسې د اوبو له کموالي شکایت کوي.

د افغانستان جمهور رییس اشرف غني په خپلو ویناګانو کې ویلي چې د هېواد د اقتصادي ودې تر ټولو لنډه او اسانه لار د کرنې پراختیا ده او حکومت پلان لري چې په هېواد کې د کرنیزو ځمکو لپاره، د اوبو رسولو ۱۲۹ بنیادي شبکې جوړې کړي.

د کرنې او مالدارۍ پخوانی وزیر او اوس مهال د ولسي جرګې غړی عبیداله رامین تاکید کوي چې حکومت او په تېره د کرنې وزارت دې د اوبو رسولو پروژو ته تدابیر جدي کړي.

ښاغلي رامین زیاته کړه:

"جناب وزیر صاحب تاسې او ستاسې همکاران باید له هغو لارو ګټه واخلئ چې نړۍ ترې اخېستې ده. هیله ده دا پروګرام پراخ او د اوبو د ضایعاتو مخه ونیول شي او که له اوبو سره سم چلند ونه شي، نه شو کولای چې له کرنې سره مرسته وکړو."

د افغانستان خلک وايي، د هېواد شاړو او پراخو د ښتو او د اوبو په برخه کې د بزګرو ستونزو ته په کتو سره، د اوبو لګولو دغه شل پروژې کافی نه دي.

د ننګرهار ولایت اوسیدونکي جمال ناصر له ازادي راډیو سره په خبرو کې له حکومته وغوښتل چې د اوبو لګولو بنیادي او پرمختللي سیسټمونه دې جوړ کړي.

دی وايي، له دې سره به په هېواد کې د وزګارو کسانو او د کروند ګرو اقتصادي ستونزې کمې شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG