خبرونه
غور کې د "کورنیو باغچو" پروژه پیل شوه
په غور کې د ښځو د کورنیو تولیداتو د زیاتولو لپاره د "کورنیو باغچو" پروژه پیل شوه.
په غور کې چارواکي وايي، د ولایت په مرکز او درېیو ولسوالیو کې به ۷۰۰ ښځو ته کورنۍ باغچې جوړې کړي.
په غور کې د کرنې او مالدارۍ ریاست سرپرست فرید احمد فردوس پرون سې شنبې ازادي راډیو ته وویل، ښځو ته به د ګلخانو د جوړولو وسایل او مواد ورکړي او دا پروژه به په دوو کلونو کې بشپړه شي.
په دې پروګرام کې شاملې ښځې کولای شي چې د ترکاري او ګلانو د کرلو زده کړه وکړي او د کال په ټولو موسمونو کې خپل تولیدات په مارکیټونو کې وپلوري.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
ولسمشر ټرمپ د G7 ، په غونډه کې ګډون لپاره فرانسې ته ورسید
ولسمشر ټرمپ د ۷ پرمختللیو صنعتي هیوادونو،یا G7 ، په غونډه کې ګډون لپاره چې دامریکا او ایران ترمینځ تفاهم لیک یې د اجند په سر کې دی،د دوشنبې په ورځ فرانسې ته ورسید.
دغه غونډه سملاسي وروسته لدې دایریږي چې امریکا او ایران د جګړې د پای ته رسولو لپاره د توافق دلاسلیکولو اعلان وکړ.
تمه ده چې دا موضوع او د اسلام اباد د تفاهم لیک په اړه د نورو معلوماتو ترلاسه کول به د اوو صنعتي هیوادونو دمشرانو د خبرو اصلي موضوع وي.
امریکا، فرانسه، بریتانیا، جرمني،کانادا ایتالیا او جاپان ددغې ډلې غړي هیوادونه دي.
د غونډې کوربه د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د دوشنبې په ورځ دایران او امریکا د توافق له اعلان وروسته وویل چې د G7 په غونډه کې د توافق نتایج ، پرلبنان باندې یې اغیزې، د هرمز تنګي د تلپاتې پرانیستلو او دایران دتوغندیو د پروګرام په اړه خبرې کیږي.
مکرون په ایکسپاڼه ولیکل چې فرانسه او بریتانیا چمتو دي د هرمز تنګي د پرانیستلو لپاره مرسته کې یو ګډ ماموریت ترسره کړي او فرانسوي جنګي بیړۍ استولو ته اماده دي.
د فوټبال د نړیوال جام په دوام چهارشنبې د لسو هیوادونو ټیمونه لوبې کوي
د چهارشنبې په ورځ به د ۲۰۲۶ کال د نړیوال جام د شپږمې ورځې لومړۍ لوبه دعراق او ناروې د ټیمونو ترمینځ وي.
دوهمه لوبه د الجزایر او ارجنتین ترمینځ اودریمه به د اتریش او اردن ترمینځ وي.
په څلورمه لوبه کې د پرتګال او کانګو ټیمونه میدان ته ځي او د ورځې په وروستۍ لوبه کې د انګلستان او کرویشیا ټیمونه له یوبل سره لوبه کوي.
د فوټبال د ۲۰۲۶ کال د نړیوال جام لوبې د جون په یوولسمه پیل شوي او ګروپي لوبې د جون تر ۲۸ مې دوام کوي.
د جام وروستۍ یا نهايی لوبه ټاکل شوې چې د جولای په نولسمه وشي.
کابل به د سه شنبې په ورځ دیوې سیمه ایزې غونډې کوربه وي
افغانستان کې د طالبانو د حکومت بهرنیو چارو وزارت وايي کابل به د سه شنبې په ورځ دیوې سیمه ایزې غونډې کوربه وي چې په کې د منځنۍ اسیا او اذربایجان د ستراتیژیکو څیړنو د مراکزو یو شمیر چارواکي او سیاستوال ګډون کوي.
داخلي رسنیو او له دې جمله د طالبانو ترکنټرول لاندې ملي ټلویزیون د کورنیو چارو وزارت په حواله رپوټ ورکړی دی چې په غونډه کې د سیمه ایز اتصال، ثبات، سوداګري ، انرژۍ ، ترانزیت ، پانګونې او د اقتصادي همکاریو په هکله خبرې کیږي.
ویل کیږي چې د افغانستان ترڅنک د ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان، قرغیزستان،تاجکستان اواذربایجان د ستراتیژیکومطالعاتو د مراکزو څیړونکي او سیاستوال په غونډه کې ګډون کوي.
کابل کې هغه تورن کس چې په موټر یې درې نجونې وهلي نیول شوی
کابل کې هغه تورن کس چې په لنډ کروزر موټر یې درې نجونې وهلي او ټپیانې کړې وې نیول شوی دی.
افغانستان کې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند خالد زدران د دوشبنې په ورځ په خپله ایکسپاڼه ولیکل چې پیښه ترتحقیق لاندې ده.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نه دي ویلي چې دغه پیښه کله شوې ده.
خو د پیښې ویډیو تیره اونۍ په خواله رسنیو کې د ډیرو کسانو پام ځانته راواړوه.
په دغې ویډیو کې چې ظاهرا د امنیتي کامرو له خوا اخیستل شوې لنډکروزر موټر په ډیر سرعت دیوې ډلې نجونو لور ته چې په سړک روانې وي ورځې او هغوی لاندې کوي.
د افغانستان لپاره د خوړو د نړیوال پروګرام مشر: د نړیوالو مرستو کمیدو تر ټولو زیات ښځې ډیرې اغیزمنې کړې دي
د افغانستان لپاره د خوړو د نړیوال پروګرام، ډبلیو ایف پي مشر وایي چې له افغانستان سره د نړیوالو مرستو کمیدو ترټولو زیات پرښځو ویجاوړونکی اغیزکړی دی. جان علییف له بي بي سره په مرکه کې چې د دوشنبې په ورځ د غبرګولي په ۲۵ د دې پروګرام په ایکسپاڼه کې خپره شوې وویل: "مرستندویان له افغانستان څخه وتلي او اغېز یې په حقیقت کې پر ښځو او ماشومانو ډېر شوی، او دا ډېره ویجاړوونکې ده ځکه چې په ۲۰۲۱ کال کې نړۍ له افغان ښځو سره د نه ماتېدونکې پیوستون ژمنه وکړه، او نن په ۲۰۲۶ کال کې هماغه ښځې پوښتنه کوي چې هغه پیوستون اوس چیرته دی؟”
د علییف په خبره په بې وزلو کورنیو کې اکثره ښځې د خپل ځان په نسبت خپلو ماشومانو ته لومړیتوب ورکوي چې خواړه ورکړي او همداعلت دی چې د ماشومانو ترڅنګ په ښځو کې هم خوارځواکي زیاته شوې.
په عین حال کې د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې، اوچا ویلي چې افغانستان د خوړو له یوه بحران سره مخ دی او په دې هیواد کې روان ۲۰۲۶ کال ۳،۷ ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ سره مخامخ دي.
جاپان روان کال له افغانستان سره د پراختیایي پروژو په برخه کې ۳۵ ملیون ډالره مرسته کوي
د طالبانو د اقتصاد وزارت روان کال له افغانستان سره د پراختیایي پروژو په برخه کې د جاپان د ۳۵ ملیون ډالرو د مرستې خبرورکوي. په هغه بیان کې چې د یکشنبې په ورځ د دې وزات په ایکسپاڼه کې خپورشوی، ویل شوي چې دا خبره په افغانستان کې د جاپان سفیر کینیچي ماساموتو د اقتصاد له وزیر قاري دین محمد حنیف سره په کتنه کې وکړه.
د بیان له مخې د چاپان سفیر ویلي چې هیواد به یې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مبارزې، د کوچنیو بندونو جوړولو، د اوبو د مدیریت او د کابل ښار د څښاک اوبو د کمښت د ستونزې د حل لپاره د ۹،۳ میلیون ډالره مالي مرسته هم وکړي.
د جاپان د سفیر په خبره له کله چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسیدلي هیواد یې د افغانستان له خلکو سره د ۵۶۰ ملیون ډالرو په ارزښت بشري مرستې کړې دي.
روسیې تیره شپه پر اوکراین پراخ بریدونه کړي چې د ارتودوکس یوه صومعه یې هم زیانمنه کړې
پر اوکراین د روسیې د تیرې شپې د پراخو بریدونو په ترڅ کې چې نهه تنه وژل شوي، په کییف کې د ارتودوکس یوه مهمه صومعه( عبادت ځای) هم په نښه شوې ده. د کییف- پېچرسک لاورا صومعه د یونسکو له خوا د خوندي شویو تاریخي ځایونو په فهرست کې شامله ده. چارواکو ویلي چې د روسیې په ډرونونو او توغندویي بریدونو کې د دې ودانۍ یوه برخه په اورکې سوځیدلې او دیارلس کسان ټپیان شوي دي.
د اوکراین هوایي ځواکونو ویلي چې روسیې تیره شپه په دغو پراخو بریدونو کې له اویا توغندیو او ۶۱۱ ډرونونو څخه کاراخیستی. ډیری ځایونه په کییف کې په نښه شوي خو په دنیپرو او خارکییف کې هم ځینې ځایونه لګیدلي دي.
په کییف کې چارواکو د څلورو کسانو او په خارکیف کې د پنځو تنو چې هغه یې ژغورونکي بللي، د وژل کیدو او څوتنو نورو د ټپي کیدو خبر ورکړی دی.
دغه بریدونه وروسته له هغې شوي چې د کریملن یوه چارواکي ویلي چې د امریکا ولسمشرډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ د روسیې له ولسمشرولادیمیرپوتین سره په خبرو کې وویل چې دا مهمه ده چې د اوکراین جګړه پای ته ورسیږي او نوموړی چمتو دی چې سولې ته د رسیدو په برخه کې مرسته وکړي.
د امریکا او ایران ترمنځ د هوکړې له اعلان وروسته د تیلو بې را ولویدې
د ایران او امریکا ترمنځ د یوې هوکړې له اعلان وروسته د نړۍ په بازارونو کې د تیلو بیې څه باندې څلورسلنه را ولویدې.
د شمالي سمندرد برینټ اومه تیلو د یوه بیرل بیه ۸۳،۶۰ ډالرو ته او د ویسټ ټکزاس د انټرمیډییټ اومه تېلو د یوه بیرل بیه ۸۰ ډالرو ته رسیدلي. د تیلو بیې په منځني ختیځ کې د جګړې له پیلیدو سمدستي وروسته ۱۱۰ ډالرو ته ختلې وې.
د نړۍ په بازارونو کې نن دوشنبې د تیلو بیې وروسته له هغې را ولویدې چې د امریکا ولسمشرډونالډ ټرمپ اعلان وکړچې له ایران سره د شوې هوکړې له مخې به د هرمز تنګی په بشپړه توګه بیرته د کشتیو د تګ راتګ پرمخ پرانیستل شي.
د هرمز تنګی چې ترډیره حده ایران تړلی، د نړۍ د انرژۍ له تر ټولو مهمو لارو څخه شمېرل کېږي چې د نړۍ شاوخوا ۲۰ سلنه اومه تیل د همدې لارې له لارې لېږدول کېږي. ټاکل شوې د هرمز تنګی به د هوکړې له رسمي لاسلیک وروسته، د جون په ۱۹مه، بېرته پرانیستل شي.
د افغانستان، سریلانکا او هند د الف لوبډلو د لوبلړۍ څلورمه سیالي
د افغانستان، هند او سریلانکا د الف لوبډلو ترمنځ د درې اړخیزې لوبلړۍ په څلورمه سیالي کې نن (دوشنبه) د هند او سریلانکا الف لوبډلې د دوهم ځل لپاره میدان ته وځي.
په دې سیالیو کې، چې سریلانکا یې کوربه دی، هر ټیم له بل سره دوه سیالۍ کوي.
په لومړۍ مسابقه کې هند د سریلانکا الف لوبډلې ته ماتې ورکړې وه. افغانستان بیا لومړۍ سیالي له هند څخه ګټلې وه خو سریلانکا بیا افغانستان ته ماتې ورکړې ده.
د افغانستان الف لوبډله، چې ابدالیان نومېږي، له هند سره په دوهمه سیالۍ کې د چهارشنبې په ورځ مخامخ کېږي.
په همدې ورځ به د افغانستان ملي لوبډله، چې د هند په سفر ده، د دغه هیواد له ملي لوبډلې سره د دوهمې یو ورځینۍ مسابقې لپاره میدان ته ووځي.
په نیمروز کې له پاکستانه قاچاق کېدونکي درمل کشف شول
په نیمروز ولایت کې د طالبانو ګمرکي چارواکي وايي چې له پاکستان څخه دغه ولایت ته یې د دوه ټنه درملو د قاچاق کېدو مخه یې نیولې ده.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري راکړه ورکړه له تېر کال راهیسي په ټپه درېدلې او د طالبانو د ريیس الوزرا اقتصادي مرستیال ویلي چې له پاکستان څخه به نور د درملو واردولو ته اجازه نه ورکول کېږي.
د طالبانو د نیمروز د فرعي ګمرکاتو رئیس ملا عبدالغفار محمود پرون (یکشنبه) کورنیو رسنیو ته وویل چې څه باندې ۲ ټنه درمل، چې په دووتویوتا موټرو کې له پاکستانه افغانستان ته وړل کېدل، د ګمرکي مسوولانو له لوري کشف او ضبط شول.
نوموړي زیاته کړې، چی په دې تړاو څوک نه دي نیول شوي.
تر دې وړاندې هم په نیمروز او هلمند ولایتونو کې په ځلونو له پاکستانه د درملو د قاچاق د مخنیوي خبرونه ورکړل شوي دي.