د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۸

د بڼوالۍ د پراختیایې کوپراتیفونو د ۳۵ پروژو تړون لاسلیک شو


د افغانستان د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ د پراختیایې کوپراتیفونو د ۳۵ پروژو تړون لاسلیک کړ.

د کرنې، اوبو لګونو او مالدارۍ وزیر اسدالله ضمیر د دې تړون د لاسلیک پر مهال وویل چې له دغو پروژو څخه به د شپږ سوه ښځو په ګډون شاوخوا ۳۳۰۰ کسان ګټه پورته کړي.

اسدالله ضمیر زیاته کړه، د دغو پروژو ټول مالي لګښت شاوخوا ۸۹ میلیونه افغانیو ته رسیږي چې څلویښت سلنه یې کروندګر او پاتې نورې پیسې یې د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت پراختیایې بودیجې له خوا ورکول کیږي او همدارنګه یادې پروژې به په بېلابېلو برخو کې پلي شي.

د کرنې، اوبو لګونو او مالدارۍ وزیر اسدالله ضمیر
د کرنې، اوبو لګونو او مالدارۍ وزیر اسدالله ضمیر

دی وايي:

"د دغې پروژې په پلي کېدو سره به ۴۹ بابه ممیز خونې چې په ټولیز ډول سره د ۳۴۳ مېټریک ټنه وړتیا ولري جوړې شي او ترڅنګ یې ۱۳ بابه شنې خونې <ګرین هاوس> د ۲۶۰۰ متر مربع په مساحت او د ښځو لپاره ۴ بابه د میوو او سبزیجاتو د پروسس مرکزونه جوړیږي زموږ په ټولو پروګرامونو کې د ښځو ونډه ډېره څرګنده ده."

نوموړي وویل چې د بڼوالۍ د پراختیایې کوپراتیفونو پروژې د فرانسې د پراختیایې ادارې له خوا تمویلیږي او د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو پروان، کاپیسا او کابل کې به پلي شي.

دا مهال د کرنې وزارت سره نږدې ۲۰۰۰ کرنیز، مالدارۍ او بڼوالۍ کوپراتیفونه ثبت دي او د کوپراتیفونو د جوړېدو دغه لړۍ روانه ده.

افغان حکومت تل پر دې ټينګار کړی چې د کرنې پر سکټور پانګونه کولای شي په اوږد مهاله کې افغانستان پر ځای بسیا کړي.

دې هدف ته د رسېدو لپاره د کرنې وزارت د للمي ځمکو د خړوبولو د پروژو په ګډون په بېلابېلو برخو کې پروژې پلي کړې او ولسمشر ویلي، له قانون سره سم به هغه اوبه هم مهارې کړي چې دا مهال ګاونډیو هېوادونو ته ځي.

خو د ولسي جرګې دویم منشي عرفان الله عرفان دغې غونډې ته د وینا پر مهال پر حکومت انتقاد وکړ چې په تېرو کلونو حکومت نه دی توانیدلی څو داسې پروګرام پلي کړي چې بزګران په خپلو پښو ودریږي.

د ولسي جرګې دویم منشي عرفان الله عرفان
د ولسي جرګې دویم منشي عرفان الله عرفان

ښاغلي عرفان زیاته کړه:

"له بده مرغه په تېرو څوارلسو کلونو کې داسې کوم ګټور پروګرام چې زموږ بزګر په خپلو پښو ودروي په نظام او په ځانګړي ډول کرنې وزارت او په نورو کې نه دی عملي شوی، زموږ غوښتنه دا ده چې د کرنې وزارت له نوي پلاوي څخه دا ده څو د پروژو د پلي کېدو په برخه کې خپلو کاري کړن لارو ته بدلون ورکړي."

د افغانستان د کرنې وزیر هم یو شمېر ستونزې مني خو وایي چې د لمنځه وړلو لپاره به جدي هڅې وکړي.

د افغانستان د کرنې، اوبو لګونو او مالدارۍ وزیر همدارنګه وویل، پلان لري چې په راتلونکي نږدې وخت کې په افغانستان کې د کوپراتیفونو ملي کنفرانس پرانېستل شي او په هغې کې د کرنې په برخه کې ستونزې او په دغه برخه کې پراختیایې کاري زمینې وپيژندل شي.

ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG