د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۲

په کندز کې سږکال د خټکيو حاصلات زيات شوي


که څه هم په کندز ولايت كې د خټكيو د مچانو ناروغۍ په بشپړه توګه له منځه نه دي تللي، خو د تېر كال په پرتله سږ کال د خټكيو حاصلاتو کې زیاتوالي راغلی.

د دغه ولايت كروندګر وايي چې د تېركال د سړې هوا له کبله د اوبو له زياتوالي سربېره تر ځمكې لاندې د خټكيو د چينجيو د له منځه تللو له امله د خټكيو حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی.

د کندز د كرنې او مالدارۍ رياست چارواکې هم په دغه ولايت كې د خټكيو د حاصلاتو د ډېرښت پخلې كوي وايي چې سږ کال کروندګرو د خټكيو د مچانو د ناروغۍ په اړه کوم شکایت نه دی کړی.

د نوموړي ریاست د زراعتي چارو امر عبدالبصیر فقیري ازادي راډیو ته وويل چې دوی د روان كال په پيل كې كروندګرو ته يو ډول درمل ووېشل چې پر خټكيو يې د ګل پر مهال وشېندې:

"اوس د خټکیو حاصلات ښه ده او هغه کومه ناروغي چې په خټکیو کې په تېرو کلونو کې موجوده و هغه له منځه تللي او بزګرانو هم تردې دمه موږ ته د خټکیو د مچانو په اړه کوم شکایت نه دې کړی، سږ کال د خټکیو حاصلات ډېره ښه دي او په بازار کې هم د خټکیو پلور ډېر ښه شوی."

ښاغلي فقیري زياته كړه چې تېر كال په پرتله د کندز په سطح په زیاته پیمانه خټکي کرل شوي دي او بزرګران هم د خټکیو له حاصلاتو څخه راضي دي.

په همدې حال کې د کندز بزګران هم وايي چې سږ کال د دوی د خټکیو پالیزونه ښه دي او تر دې دمه ورته کوم زیان نه ده رسېدلي.

د کندز بزګران هم وايي چې سږ کال د دوی د خټکیو پالیزونه ښه دي
د کندز بزګران هم وايي چې سږ کال د دوی د خټکیو پالیزونه ښه دي

اوس مهال په کندز ښار کې یو خټکی له ۷۰ افغانیو نیولې تر ۲۰۰ افغانیو پورې قیمت لري.

د یادونې وړده چې د کندز خټکي په بېلابېلو نومونو یادیږي لکه عسقلاني، ارکاني، زرمتي، جین تور، قندک، اندلک، اله پوچاق، کُرګګ، برګ نې، شین مغزۍ او غازې خاني خو بیا زرمتي، غازي خاني او عسقلاني یې له ځانګړي خوند او شهرت څخه برخه من دي.

کندز د افغانستان په شمال ختیځ کې موقعیت لري او نوموړې ولایت یو حاصل خېزه ولایت دی چې په پراخه پیمانه په کې غنم، شولې، خټکي، هنډوانې او همدارنګه نورې میوې هم کرل کیږي چې له همدې کبله ورته د افغانستان کندو هم ویل کیږي.

اجمل آرین- کندز

XS
SM
MD
LG