د زابل ولایت چارواکي وايي چې د ولسوالیو له ودانیو پرته د دغه ولایت اکثره سیمې ناامنه شوي او په اکثره ولسوالیو کې وسلهوال مخالفین موجود دي.
د زابل والي بسمالله افغانمل د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د دغه ولایت خاک افغان ولسوالۍ د وسلهوالو مخالفینو چې فکر کېږي داعش جنګیالي دي په اکمالاتي مرکز بدله شوې ده.
هغه زیاته کړه:
"موږ ته د ځينو ادارو لهخوا معلومات راغلي دا اوازې شته خو لا مستند نهدي چې دا خلک داعش دي که څوک خو زموږ یوه ولسوالۍ خاک افغان د دیارلسو کلونو راهیسې د مخالفینو په لاس کې ده دا ځای د هر ډول مخالفینو یو سنګر دی، د دغه ځایه اکمالات کوي، د دې ځایه تحرکات کوي، تجهیزات له دې ځایه کوي دلتهیې قرارګاوې دي او د راټولېدو مرکز یې دی، په ډېرو ولسوالیو کې زموږ دا مشکل شته امنیت یوازې زموږ د ولسوالیو تر ودانۍ محدود دی."
ښاغلی افغانمل که څه هم د یاد ولایت په اکثره ولسوالیو کې د وسلهوالو تحرکات تائیدوي خو وايي چې افغان حکومتیې په وړاندې په وخت اقدامات هم کړي دي.
زابل د افغانستان په جنوب کې د پاکستان سره په پوله پروت ولایت دی چې د چارواکو په وینا ډېری دغه جنګیالي په نوموړي ولایت کې له پاکستان او ګاونډي ولایت ارزګان څخه ورغلي دي.
په ورته وخت کې د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر بیا وايي چې د زابل په خاصو سیمو کې داسې تحرکات نهدي لیدل شوي.
د دغې شورا ویاند تواب غورځنګ ازادي راډیو ته وویل چې د دښمن له لیدو سره سم افغان ځواکونه د دوی د ځپلو اقدام کوي.
نوموړي زیاته کړه:
"زابل یو له هغو ولایتونو څخه دی چې هلته وخت نا وخت د دښمن خوځښتونه لیدل کېږي او همالته له منځه وړل کېږي، که په راتلونکي کې هم په خاصو سیمو کې داسې تحرکات چې تر اوسه نهدي ملاحظه شوي ولیدل شي، بې له شکه افغان ځواکونه بهیې په قوت سره له منځه یوسي."
په زابل کې تېر کال هغه وخت د داعش حضور ثابت شو چې دې ډلې یو شمېر ملکیان وتښتول او بیا یې د دوی له جملې اووه کسان ووژل.
له دې وړاندې د زابل ولایتي شورا مشر عطا محمد حقبیان ویلي چې په خاک افغان کې داعش جنګیالي راټول شوي کوم چې د پیسو او اکمالاتو پراخ امکانات لري.
په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکولسن بیا په دې باور دی چې د افغانستان په ختیځ کې د داعش په وړاندې عملیاتو ممکن دا ډله جنوب ته په تګ مجبوره کړې وي خو وايي دا نهشي تائیدولای چې دوی به زابل یا هم بل خوا ته تللي وي.
راپور: یوسف خان ځدراڼ