د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۸

"داعش ډله هېڅکله په افغانستان کې خپل هدف ته نه رسېږي"


د افغانستان دفاع وزارت وایي، سره له دې چې داعش ډله هڅه کوي چې د هېواد په بېلابېلاو برخو کې خپل نفوذ پراخ کړي، خو دوې ټينګار کوي چې د دې ډلې د هر ډول فعالیت مخه به ونیسي.

سره له دې چې د افغانستان دفاع وزارت د هېواد په یوشمېر شمالي ولایتونو کې د داعش ډلې فعالیتونه نه ردوي، خو وایي چې دا ډله هېڅ کله هم په دې هېواد کې خپلو اهدافو ته نه رسېږي.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې داعش ډله په ننګرهار کې له سختې ماتې سره مخ شوې او ګواښ کوي چې د دې ډلې فعالیتونه به د دوې د لمنځه تلو سبب شي:

"په افغانستان کې د داعش ډلې تحرکات شته موږ یې تاییدو، خو هغه ګواښ چې دوې غوښتل د افغانستان دولت او ځواکونو ته رامنځ کړي دوې ونه توانیدل، دوې ووژل شول او له منځه لاړل، زه د افغانستان په شمال کې هم د دې ډلې تحرکات منم، خو په هغه اندازه نه دي چې د افغانستان مسلح قوه ونه توانېږي چې هلته مقابله وکړي، د دوی لوی مرکز ننګرهار کې و چې هغه مرکز یې هم له منځه تللی دی."

ښاغلی وزیري وایي، داعش په هلمند، فراه، نورستان، ارزګان، زابل، غزني او د ننګرهار په یوشمېر ولسوالیو کې د خپل نفوذ د پراختیا هڅه وکړه، خو خپل هدف ته ونه رسېده.

دا په داسې حال کې ده چې د کندز د امنیې قوماندانۍ چارواکي په چهار درې ولسوالۍ کې د داعش ډلې د فعالیتونو د پراخېدو خبره کوي.

د کندز امنیه قوماندان جنرال محمد قسیم جنګل باغ ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې د کندز په چهار درې ولسوالۍ کې د داعش ډلې له ۱۲۰څخه ډېر غړي حضور لري.

په دې ورستیو کې د بلخ سرپرست والي عطا محمد نور هم په دغه ولایت کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش حضور او فعالیتونه تایید کړې دي.

نوموړی چې په دې ورستیو کې د بلخ په زارع او کشنده ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو په وړاندې د پوځي عملیاتو رهبري کوله وویل چې د دغو عملیاتو پرمهال افغان امنیتي ځواکونه دوو افراطي ډلو یعني طالب او داعش سره مخامخ وو.

په همدې حال کې د ولسي جرګې د دفاعي کمېسیون غړي خالد پښتون د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې داعش ډله په افغانستان د مقاومت توان نه لري:

"په پیل کې داسې اندېښنې ډېرې وي بېلابېلې اوازې وې چې داعشیان افغانانو ته په کور کې معاش ورکوي، اسلحې راوړي او پټوي او داسې ویره وه چې دفعتاً په یوه شپه به په زرګونو انسانان به مسلح را اوځي او د داعش بیرغونه به لاس کې وي خو داسې ونشول یوازې په شمال کې دوی هڅه کوي چې خپل موجودیت ثابت کړي."

له دې ټولو سره افغان پوځي کار پوه جنرال عتیق الله امرخېل له افغان حکومت څخه غواړي چې نباید په دې هېواد کې د داعش ډلې حضور ته په کمه سترګه وګوري:

"زموږ اندېښنه په دې برخه کې ده چې دا ډله خپل فعالیتونه زیات نه کړي او نورو ولایتونو ته خپل فعالیت پراخ نه کړي او هم چې شمالي ولایتونو ته دوی تللي دي د دې ډلې د لمنځه تللو لپاره باید ځانګړی قوت وروزل شي چې په ټولو تجهیزاتو سمبال وي."

نوموړي همدارنګه له افغان حکومت نه وغوښتل چې په هېواد کې د داعش ډلې د فعالیتونو مخنیوي لپاره یو ځانګړی پوځي ځواک رامنځ کړي.

خو افغان چارواکو له دې وړاندې په کراتو ټينګار کړی چې افغان امنیتي ځواکونه د داعش او نورو وسله والو ډلو په وړاندې خپلې جدي مبارزې ته دوام ورکړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG