د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۵

د کابل-کندهار پر لویې لارې له تښتول شویو مسافرو څخه یوازې ۹ تنه خوشې شوي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل ـ کندهار د لوبې لارې پر سر د تښتول شوبو مسافرو له ډلې څخه یې نهه تنه راخوشې کړي دي.

دغه مسافر د شنبې په ورځ له کابله کندهار ته په لاره وو چې د زابل ولایت د نورک په سیمه کې مخ پټو وسله والو له موټره ښکته او له ځان سره یې بوتلل.

په ورته وخت کې د زابل ولایت سیمه ییزو چارواکو له افغان حکومته وغوښتل چې د کابل ــ کندهار د لويې لارې د امنیت د ټیګښت په هدف پر دغه لار د امنیتي سرتېرو شمېر زیات کړي.

د کابل ـ کندهار لویه لاره چې پخوا د وسله والو مخالفینو د حملو، کمینونو او چاودنو شاهده وه خو له څو میاشتو را په دې خوا په کې د هزاره ټبرو د برمته نیونې پېښې زیاتې شوې دي.

په دې لړ کې د شنبې په ورځ هم ۱۶ هزاره توکمي مسافر د دې لویې لارې پر سر د مخ پټو وسله والو کسانو له خوا له موټرو ښکته او برمته شول.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د دې برمته شویو کسانو له ډلې څخه یې نهه تنه د قومي مشرانو او د امنیتي سرتېرو په هڅو راخوشې کړي او هڅې روانې دي چې پاتې اووه تنه هم ډېر ژر را خوشې کړي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي نن په کابل کې د یوه مطبوعاتي کنفرانس پر مهال وویل چې افغان حکومت یاده موضوع جدي نیولې او د کابل ـ کندهار د لويې لارې د امنیت د ټینګښت په هدف یې جدي هڅې پيل کړي دي.

ښاغلي صدیقي زیاته کړه:

"موږ له تېري ورځې را په دې خوا هڅې پیل کړي، تر اوسه مو نهه تنه راخوشې کړي دي او په دې برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوو، ترڅو پاتې اووه تنه هم راخوشې کړو. موږ د پېښې تر رامنځته کېدو وروسته له خپلو ټولو امکاناتو کار اخیستی د امنیتي سرتېرو پوستې او ګزمې مو زیاتې کړې دي، د دې ترڅنګ مو په ټولو ولایتونو کې په امنیتي سرتېرو کې تغییرات راوستلي او پر لویو لارو مو د ملي پولیسو او ملي اردو ترمنځ پوره همغږي رامنځته کړې او په دې برخه کې مو ډېرې هڅې کړي دي."

تر دې وړاندې هم د کابل ــ کندهار د لويې لارې پر سر یو شمېر مسافرین تښتول شوي وو.

څه باندې دوې اوونۍ وړاندې بیا داعش وسله والو د ۷ تنو تښتول شویو مسافرو سرونه غوڅ کړل چې په کابل او ولایتونو کې پر ضد یې پراخې مظاهرې وشوې.

شاوخوا اته میاشتې مخکې هم په یوې بلې ورته پېښه کې ۳۱ تنه مسافرین د کابل ــ کندهار لارې پر سر د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ په سیمه کې د ناڅرګندو کسانو له خوا برمته شول چې تر څو میاشتو وروسته د افغان حکومت له خوا بېرته را خوشې شول.

پر همدې مهال د زابل سیمه ییز چارواکي د کابل ــ کندهار د لويې لارې پر سر په ځانګړي ډول د زابل په مربوطاتو کې د ناامنیو یو لامل د امنیتي سرتېرو کمبود په ګوته کوي.

د زابل د ولایتي شورا رئیس عطاجان حقبیان ازادي راډیو سره د خبرو پر مهال له افغان حکومته پر دغه لار د امنیتي سرتېرو د زیاتېدو غوښتنه وکړه.

ښاغلي حقبیان وویل:

"که چېرې موږ د زابل پر عمومي لارې د ملي پولیسو او سیمه ییزو پولیسو تشکیل ته وګورو دا ډېر کم دی. دوی نه شي کولای چې د ضرورت وړ ځایونو باندې امنیتي پوستې جوړې کړي، ترڅو د خلکو ستونزې حل شي، موږ له مرکزي حکومته په وار ـ وار پر دغه لار د پولیسو، ملي اردو او سیمه ییزو پولیسو د تشکیل د زیاتېدو غوښتنه کړې ده، چې د هغوی په زیاتوالي سره موږ کولای شو عمومي لار هم خوندي کړو او د زابل ولایت هغه سیمې چې امنیت په کې خراب دی او وسله وال په کې تګ راتګ کوي هغه خوندي کړو."

دا په داسې حال کې ده چې نږدې دوې اوونۍ مخکې په کابل کې په زرګونو کسانو د یوې بې سارې مظاهرې په ترڅ کې د کابل ـ کندهار د لویې لارې پر سر د تښتول شویو وژل وژل شویو کسانو په غبرګون کې له حکومته د دغې لویې لارې د امنیت د ټینګښت او د ملکي خلکو د خوندیتوب غوښتنه وکړه.

حکومت هم خلکو ته د لويې لارو د امنیت په ځانګړي ډول د کابل ــ کندهار د امنیت د ټینګښت په اړه ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې په دې برخه کې به له خپلو ټولو امکاناتو څخه کار واخلي.

XS
SM
MD
LG