د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۶

په ځینو ولایتونو کې د بهرني جنګیالیو د شتون په اړه اندېښنې


د افغانستان د جنوب لویدیځو او مرکزي ولایتونو چارواکي په خپلو سیمو کې د بهرنیو جنګیالیو له پراخ حضوره اندیښنه لري.

د زابل او غزني ولایتونو د ولایتي شوراګانو غړي وايي چې د دې جنګیالیو شمېره ترسلګونو کسانو رسیږي او ډير یې له کورنیو سره یو ځای راغلي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې بهرني وګړي د حقاني، طالبانو او داعش ټولو تروریستي ډلو په لیکو کې شته چې تر ډيره مالي امکانات هم د دوی په واسطه برابریږي.

په داسې حال کې چې روان ژمی له پخوا مختلف تر ډيره په جنګونو کې تېرشو د افغانستان د جنوب لویدیځو او مرکزي ولایتونو یو شمېر چارواکي راتلونکي فصل ته هم له پخوا بدلو جنګونو ته اندیښمن دي.

د دغو ولایتونو چارواکي او خلک وايي چې په دې وروستیو کې ترډيره بهرني وګړي د دوی سیمو ته راغلي او ښې وسلې لري.

په دې لړ کې د زابل د ولایتي شورا منشي اسدالله کاکړد چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دغه ولایت ته په وروستیو کې سلګونه بهرني جنګیالي راغلي او د لاراټولیدو په حال کې دي.

هغه وايي چې سلګونه دا کسان له کورنیو سره په وسلو مجهز راغلي او د خلکو د جذب لپاره ښې پیسې لري.

ښاغلي کاکړ زیاته کړه:

"ډیر جنګیالي راغلي؛ دوی له کورنیو سره همدلته دي په دای چوپان، خاک افغان او نورو سیمو کې میشت دي چې په خاک افغان کې ورسره جګړه هم شوې ده؛ دوی په هره وسله مجهز دي او ډيرې پیسې لري."

ښاغلی کاکړ وايي چې پخوا فکر کیده چې دا کسان ممکن د عربو، او منځنۍ اسیا له هېوادونو د داعش ډلې په ملاتړ راغلي وي خو اوس معلومه شوې چې دوی د اسلامي امارات په ګټه کار کوي.

په همدې حال کې د زابل امنیه قوماندان میرویس نورزی په خاک افغان، دای چوپان، ارغنداب او ځینو نورو ولسوالیو کې دا اندیښنې او ګواښونه تاییدوي خو وايي چې دښمن مشخص ادرس نه لري او تر ډيره دوی دا ستونزه جدي نیولې ده.

له دې وړاندې جمهورریس محمد اشرف غني ویلي چې په افغانستان کې تر ۱۰ زرو پورې بهرني جنګیالي فعالیتونه کوي چې د افغانستان امنیت یې له ګواښ سره مخ کړی دی.

په ورته وخت کې د غزني د ولایتي شورا غړی عبدالجامع جامع وايي چې په دې ولایت کې له دوه کلونو راهیسې پاکستاني، ازبکستاني، چیچني او عرب جنګیالي ډير شوي دي.

ښاغلي جامع زیاته کړه:

"په غزني کې له دوه کلونو راهیسې بهرني جنګیالي زیات شوي دي دوی د وزیریستان له عملیاتو وروسته دلته په پراخه پیمانه راغلي خو دوی د داعش سره نه دي یوځای شوي او دلته دا ډله صفر ده."

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې دوی د هرې تروریستي ډلې په وړاندې یو شان عملیات کوي او ډیر وخت افغان ځواکونو په مخامخ جګړو کې بهرني وګړي نیولي یا وژلي دي.

د دې وزارت ویاند مرستیال نجیب دانش ازادي راډيو ته وویل چې په افغانستان کې بهرني وګړي د ېوې ډلې په ملاتړ نه جنګیږي.

ښاغلي دانش زیاته کړه:

"بهرني وګړي په بيلابيلو تروریستي ډلو کې شتون لري هم د حقاني په شبکه کې هم د طالبانو په ډله کې او هم د داعش په لیکو کې شته.په دوې چې هر چېرې فضا او فرصت تنګیږي او یا یې ترمنځ اختلافات راځي یوې بلې برخې ته ځي دوی ټول د تروریزم ځالې دي."

په یو شمير ولایتونو کې د بهرنیو پراخو جنګیالو شتون داسې وخت اندیښنې راپارولي چې ځینو څيړونکو او یو شمير رسنیو ویلي ان افغانستان ته د عراق او سوریې څخه په سلګونه جنګیالي راغلي کوم چې کولای شي جګړو ته نوی رنګ ورکړي.

یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG