د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۹

غورځنګ: په افغانستان کې د داعش ګواښ ورځ تر بلې جدي کیږي


د افغانستان د ملي امنیت د شورا ویاند تواب غورځنګ
د افغانستان د ملي امنیت د شورا ویاند تواب غورځنګ

د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي چې په هېواد کې د داعش ګواښ ورځ تر بلې جدي کیږي.

د دې شورا چارواکي د داعش جنګیالیو له فعالیته اندیښمن دي، خو وایي، افغان ځواکونه دا وړتیا لري چې د داعش په ګډون ټولې وسله والې ډلې وځپي.

افغان حکومت که له یوې خوا له وسله والو طالبانو سره د سولې د پیلیدو او له دې لارې د تاوتریخوالي د کمیدو په لټه کې دی؛ بل لورته د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د بلې ډلې یعنې داعش پراخیدو اندیښنې راپارولي دي.

د افغانستان د ملي امنیت د شورا ویاند تواب غورځنګ د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په افغانستان کې د داعش موجودیت او فعالیت د دغه هېواد د امنیت لپاره جدي ګواښ دی.

د هغه په باور دا ډله په افغانستان کې د پیاوړي کیدو په حال کې ده او افغان حکومت په دې اړه اندیښنې لريٍ.

ښاغلي غورځنګ زیاته کړه:

"داعش هغه ډله ده چې د هیڅ کوم هېواد ملي حاکمیت او په همدې ډول هیڅ کوم ملت په رسمیت نه پیژني، په دې کې شک نشته چې دا یو ګواښ دی چې موږ ترې اندیښنه لرو او په دې کې هم شک نشته چې په افغانستان او سیمه کې تروریستي ډلې پیاوړي کیږي."

ویل کیږي چې داعش جنګیالي په ننګرهار، ارزګان زابل او هلمند ولایتونو کې فعالیت لري او په دې وروستیو کې بیا داسې راپورونه خپاره شوي چې په غور، غزني او پکتیکا ولایتونو کې هم د دې ډلې ځیني تحرکات تر سترګو شوي دي.

د غور سیمه ییز چارواکي وايي، د دې ترڅنګ چې د دغه ولایت د تولک په ولسوالۍ کې له څو کلونو راهیسې وساله والو طالبانو فعالیت درلود اوس داعش ډلې هم په دې ولسوالۍ کې د خلکو په جلبولو پیل کړی دی.

د غور د ولایتي شورا غړی عبدالبصیر قادري په دې باور دی چې راتلونکی پسرلی به د دغه ولایت په ځينو سیمو کې خطرناک وي.

ښاغلي قادري زیاته کړه:

"ټول امنیتي او استخباراتي بنسټونه په جریان کې دي چې د ملا جلیل په نوم کس چې پخوا طالب قوماندان، اوس یې د داعش ډلې سره بیعت کړی او د ملا مودود او مولوي محمد سره یې ناسته پاسته درلوده او اوس جلب او جذب کوي."

په همدې حال کې د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال وايي چې داعش ډله د دغه ولایت په ځينو سیمو کې د نفوذ د پراخیدو او دخلکو د جلبولو په لټه کې ده.

خو هغه وايي چې افغان ځواکونو ډیر کنټرول اخیستی او هڅه کیږي چې ځای پر ځای دا ډله وځپي.

ښاغلي سیال زیاته کړه:

"داعش ډلې په دې ولایت کې د جلب او جذب لړۍ پیل کړې خو دا پروسه پراخه نه ده امنیتي ځواکونه د خلکو سره په همغږۍ دې ته تیار دي چې د دې ډلې په وړاندې وجنګیږي او هغه له منځه یوسي."

د پکتیکا د ولایتي شورا ریس بختیار همت ځدراڼ چې پخوا یې له ولایته د داعش ډلې د بیرغ د پورته کیدو خبرونه خپاره شوي وايي چې د دوی څیړنې ښيي چې په دغه ولایت کې د داعش په اړه راپورونه یوازې د دوښمن تبلیغات وو.

دا په داسې حال کې ده چې په بېلابېلو ولایتونو کې د داعش تر نامه لاندې د جنګیالیو فعالیتونو په دې وروستیو کې د ډيرو سیمو د خلکو اندیښنې راپارولي دي.

خلک وايي چې حکومت باید له پیله جدي عملیات او اقدامات وکړي او مخکې له دې چې دا ‌ډله د نفوذ په پیدا کولو بریالی شي له منځه یې یوسي.

XS
SM
MD
LG